د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ او پېښور تر منځ لاره د شپږمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده

په پاړه چنار کې پولیس سرچېنې وایي، دغه لاره له هغې وروسته وتړل شوه چې د شنبې په ورځ د موټرو په یو کاروان ډزې وشوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۶ تنه ولسي خلک په کې ووژل شول.