• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکو د تورخم - پېښور لویې لارې د بشپړې پرانستلو اعلان وکړ

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۴ GMT+۱

په پاکستان کې ځايي چارواکو ویلي، د تورخم - پېښور لویه لاره چې د کوکي خېل قوم د پرلت له امله د ۶۵ ورځو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن په بشپړ ډول خلاصه شوه.

دغه لویه لار په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر ضد د بې ځایه شویو خلکو له اعتراضونو وروسته تړل شوې وه.

چارواکو ویلي، لویه لار د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور او مظاهره چیانو تر منځ له "بریالیو خبرو" وروسته پرانیستل شوه.

له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ته د کوکي خیل قوم یو شمېر مشرانو په ویډیويي پیغامونو کې ویلي، چې حکومت ورسره ژمنه کړې، چې مذاکرات به کوي.

دوی ویلي، چې ګنډاپور ډاډ ورکړی چې د بې ځایه شویو د راستنیدو او له هغوی سره د مرستو د رسولو پروګرام به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

د جمرود مرستیال کمېشنر ثناءالله ويلي دي چي لويه لاره اوس په مکمله توګه د ترافيکو پرمخ خلاصه ده۔

دا لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې سوداګریز توکي پرې وړل کیږي.

له څه باندې دوو مياشتو راهيسې د لاريونونو له امله د دغې لويې لارې تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه کړې وه.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې په تیراه کې پراخ عملیات وکړل او ویې ویل، چې په دغه سیمه کې د حکومت مخالف وسله واله مېشت دي.

د دې عملیاتو په نتیجه کې ګڼ شمېر ځايي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دغه وضعيت په خلاف په بګیړي سيمه کې بې کوره شويو خلکو د پيښور لويه لار د ۶۵ ورځو لپاره بنده کړې وه.

شاوخوا لس ورځې وړاندې پوځ ویلي وو، چې د دې سیمې شاوخوا ۴۶ زره مربع متره سیمه یې د وسله والو له وجوده پاکه کړې ده؛ خو یو شمېر اعتراض کوونکو ویلي چې لا هم خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتين: د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره ولس باید راپاڅيږي

۲۵ تله ۱۴۰۳ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په يو پیغام کې له ولسونو غوښتي، چې په خيبر کې د پښتنو د جوړې شوې قومي جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره راتلونکې یکشنبه را ووځي. نوموړي ويلي: «په راتلونکو غونډو کې د پراخ ګډون کولو له کبله به نړۍ ته وښيو، چې په سيمه کې امن غواړو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپلې فېسبوک ټولنيزۍ پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه په ۳۰ دقیقې پيغام کې د پښتنو په بېلابيلو سيمو کې له مشرانو غوښتي، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د غونډو د ځای او وخت معلولو لپاره ژر فيصله وکړي.

پښتن وایي، چې د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره یې دا لومړۍ قدم دی او په خپله سیمه کې د امن پيغام به دنیا ته رسوي.

نوموړي له ټولو ولسونو غوښتي، چې د راتلونکې یکشنبې د ورځې د غونډو لپاره په خپلو سيمو، ښوونځيو، جوماتونو او ټولنيزو رسنيو کې پيغامونه نشر او خلکو ته د ګډون بلنې ورکړي.

د نوموړي په خبره، چې د قومي جرګې د پرېکړو د عملي کولو دغه غونډې به په یوه وخت په بېلابېلو سيمو کې تر سره شي.

هغه زياتوي: « خلک وايي جرګې کيږي نتيجې نه راځي، نتیجې هغه مهال ورکول کيږی، چې د جرګو وروسته د پرېکړو په عملي کولو کې ټول برخه واخلو.»

منظور پښتين په دې پيغام کې ويلي، چې د پښتنو قومي جرګې کې د ټولو ګوندو او ولسونو د غوښتنو او پرېکړو د عملي کولو لپاره ۸۰ کسيزه کمېټه ټاکل شوې او خپلې چارې مخ ته وړي.

پښتين وايي، چې ډېرو کړيو د جرګې د ناکامۍ او د خلکو د ذهنيت خرابولو هڅې وکړې، چې بريالي نه شول.

نوموړي د ملت جوړېدو او ولس د ښه ژوند لپاره د خيبر قومي جرګه یو ښه پیل وباله او هيله يې وښوده، چې د پرېکړو په عملي کولو سره به په وطن کې امن او د ولس په ژوند کې مثبت تغير راځي.

پښتین زیاته کړې، چې د پښتنو په تړاو عامه ذهنیت دا و، چې دوی هېڅکله سره نه شي راټولېدی؛ خو وروستۍ جرګې دا وښوده، چې پښتانه په یو غږ راوتلی او خپل حق غوښتلی شي.

روسیې او پاکستان ترهګرۍ ضد پوځي تمرینات پیل کړل

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د روسیې فدراسیون ځانګړو ځواکونو او پاکستان پوځ ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګه وايي، دغه تمرینونه چې د دروژبا ۷ په نامه یاد شوي، تېره ورځ په پبي سیمه کې د دغه هېواد د ترهګرۍ مخنیوي ملي مرکز کې پیل شوي او دوه اوونۍ به روان وي.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، په دې تمرینونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې دوه اړخیزې تجربې، هوايي مانورې او پوځي مهارتونه تبادله کیږي.

د دې تمریناتو مخکینی پړاو د روسیې د کراسنودار په مولکینو روزنیزه سیمه کې ترسره شوی و، چې د دواړو هېوادونو پوځیانو پکې ګډون کړی و.

پاکستان هممهاله د اکتوبر پر ۱۳مه په عرب سمندرګي کې له متحده ایالاتو سره هم دوه اړخیز پوځي تمرینات کړي دي.
د پاکستان د سمندري ځواکونو رسنیزې څانګې پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په دې تمرینونو کې د امریکا "یو ایس ایس او کن" او د پاکستان بابر بیړیو ګډون کړی.

دغه تمرینونه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلام اباد نن د روسیې د لومړي وزیر په ګډون د شانګهاي د سرمشریزې کوربه دی.

پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې هڅه کوي چې له روسیې او چین سره د اړیکو په برخه کې هممهاله د متحده ایالتونو حساسیتونه په پام کې ونیسي.
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د پخوا په پرتله سړې شوې دي.

اکثریت فکري او سیاسي ډله: د پښتنو د ستونزو د حل یوازینۍ لاره بشپړه خپلواکي ده

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د اکثریت فکري او سیاسي ډله وايي، چې د پشتنو قومي جرګې بهیر دا روښانه کړه چې د پښتنو ستونزې د پاکستان په اوسني اساسي قانون کې د حل وړ نه دي، بلکې د حل یوازینۍ لاره بشپړه خپلواکي ده. دوی زیاتوي؛ ګډونوالو په خپلو دریځونو کې د پاکستان پوځ د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژانده.

د اکثریت فکري او سیاسي ډلې نن سې شنبې «د تلې ۲۴مه» په خپلې خواله رسنۍ اېکس کې د پښتنو قومي جرګه ارزیابي کړې ده.

دغه ډلې لیکلي، چې د جرګې په جریان کې د پښتنو هغه کاذب انځور چې په تېرو ۱۶۰ کلونو کې د "استعمار" له خوا جوړ شوی و، مات شو او ښځو په دې جرګه کې پراخ ګډون درلود او خپل غږ یې پرته له سانسور څخه پورته کړ.

د اکثریت فکري او سیاسي ډله لیکي: « بله ارزښتمنه لاسته راوړنه دا وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د جرګې نوښتګر منظور پشتین په ډیرو څرګندو ټکو د رسنیو په مخکې د ډېورنډ کرښه د استعمار زوړ اثر وباله او د دې کرښې رسمیت یې رد کړ، چې دا د پښتنو لپاره یو تاریخي پرمختګ ګڼل کېږي.»

اکثریت فکر او سیاسي ډله په دې باور ده، د پښتنو قومي جرکې چې له دې سره یې هغه کلیشه هم ماته کړه، چې ګنې یوازې د بر وطن افغانان د ډيورنډ کرښه نه مني او ښکته افغان پښتانه پاکستان سره خوښ دي.

دغه ډله یو دا یو داسې غیر رسمی ریفرنډم یادوي، چې د دوی په وینا؛ د دې کرښې له کښلو را هیسې یې د افغانستان هر دولت د دایرولو غوښتنه کوله، تر څو ښکته پښتنو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکول شي، خو دغه غیر رسمي رفرنډم وښوده چې تر بره پښتنو ښکته پښتانه زیات د دې جبري کرښې مخالف دي.

د «اکثریت» ډلې له نظره دا جرګه د لر و بر افغانانو د یووالي د لسیزو پخواني ارمان د پوره کېدو لور ته لومړنی ګام و، چې ولسونو په خپله نوښت د پاکستاني جبر لاندې پورته کړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز : شانګهای غونډه کې زموږ ټول تمرکز پر پاکستان دی

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري او د چین د لومړي وزیر لي کیانګ ترمنځ سهارنۍ ناسته کې له ګډون وروسته خبریالانو ته وویل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د دوی ټول تمرکز د پاکستان پر مسایلو او بریالیتوب دی.

کله چې یوه خبریال نوموړی د شانګهای له سرمشریزې نه د خپلو هېلو په تړاو وپوښت، جنرال اصف منیر وویل، « موږ یوازې پر پاکستان تمرکز کوو او موفقیت یې غواړو»

پاکستان نن د شانګهای سرمشریزې د ۲۳مې ناستې کوربه دی چې دوه ورځې به غځیږي.

ټاکل شوې د چین د لومړي وزیر ترڅنګ چې له غونډې وړاندې اسلام اباد ته تللی، د روسیې، ترکمنستان، او تاجکستان لومړي وزیران هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د هند او کرغیزستان د بهرنیو چارو وزیران او د اوو نورو هېوادونو استازي هم په ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

د شانګهای سرمشریزه داسې مهال په اسلام اباد کې کیږي، چې په پلازمېنه او شاوخوا کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي.

د چین لومړي وزیر لي کیانګ د همدې امنیتي ګواښونو له امله په ګوادر کې د پکینګ په مرسته جوړېدونکی هوايي ډګر له اسلام اباده انلاین پرانېست.

سويلي وزیرستان کې چارواکو هغه ډاکټر ونیو چې یوه ماشومه په غاښ اېستلو کې ترې مړه شوه

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، د سويلي وزيرستان په مرکز واڼه کې ځايي چارواکو هغه ډاکټر نیولی او روغتون يې ور بند کړی، چې یوه ماشومه يې د غاښ کښلو پر مهال نشه کړې او وروسته مړه شوې ده. د شکیلا په نوم دا ماشومه په اصل کې د افغانستان ده.

له سويلي وزيرستان سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ يو ويډيو لېږلې، چې پکې چارواکې له هغه وروسته یو روغتون تړي او ډاکټر زنداني کوي، چې په غاښ اېستلو کې ترې دا ۸ کلنه ماشومه مړ ه کېږي.

د سرچینو په خبره، د ډاکټر بېغورۍ او د ماشومې مړينې ځايي خلګ خفه کړي.

افغانستان انټرڼشنل پښتو ته د ماشومې انځور هم رسېدلې چې پر مخ یې وینې روانې دي.

د خيبرپښتونخوا اوسېدونکې په دغه صوبه په تېره لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو او مسلکي ډاکټرانو د نشتون له کبله اندېښمن دي او د سختو ناروغانو د تداوي له کبله مجبور دي، چې اسلام اباد او پنجاب ته په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

څو ورځي مخکې په خيبر کې د پښتنو په قومي جرګه کې د پښتنو په سيمه کې د بې سوادۍ په له منځه وړلو هم خبري وشوې او په غونډه کې ټینګار شوی و، چې باید دوی ته د نورو حقونو د ورکولو ترڅنګ د تعلیم او روغتيا حق ورکول شي.

په غونډه کې ويل شوې وه، چې په اسلام اباد او پنجاب کې لوی روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې باید په دې برخه کې خيبر پښتونخوا ته پاملرنه زیاته شي.

100%