• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ لوی درستیز : شانګهای غونډه کې زموږ ټول تمرکز پر پاکستان دی

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري او د چین د لومړي وزیر لي کیانګ ترمنځ سهارنۍ ناسته کې له ګډون وروسته خبریالانو ته وویل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د دوی ټول تمرکز د پاکستان پر مسایلو او بریالیتوب دی.

کله چې یوه خبریال نوموړی د شانګهای له سرمشریزې نه د خپلو هېلو په تړاو وپوښت، جنرال اصف منیر وویل، « موږ یوازې پر پاکستان تمرکز کوو او موفقیت یې غواړو»

پاکستان نن د شانګهای سرمشریزې د ۲۳مې ناستې کوربه دی چې دوه ورځې به غځیږي.

ټاکل شوې د چین د لومړي وزیر ترڅنګ چې له غونډې وړاندې اسلام اباد ته تللی، د روسیې، ترکمنستان، او تاجکستان لومړي وزیران هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د هند او کرغیزستان د بهرنیو چارو وزیران او د اوو نورو هېوادونو استازي هم په ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

د شانګهای سرمشریزه داسې مهال په اسلام اباد کې کیږي، چې په پلازمېنه او شاوخوا کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي.

د چین لومړي وزیر لي کیانګ د همدې امنیتي ګواښونو له امله په ګوادر کې د پکینګ په مرسته جوړېدونکی هوايي ډګر له اسلام اباده انلاین پرانېست.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سويلي وزیرستان کې چارواکو هغه ډاکټر ونیو چې یوه ماشومه په غاښ اېستلو کې ترې مړه شوه

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، د سويلي وزيرستان په مرکز واڼه کې ځايي چارواکو هغه ډاکټر نیولی او روغتون يې ور بند کړی، چې یوه ماشومه يې د غاښ کښلو پر مهال نشه کړې او وروسته مړه شوې ده. د شکیلا په نوم دا ماشومه په اصل کې د افغانستان ده.

له سويلي وزيرستان سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ يو ويډيو لېږلې، چې پکې چارواکې له هغه وروسته یو روغتون تړي او ډاکټر زنداني کوي، چې په غاښ اېستلو کې ترې دا ۸ کلنه ماشومه مړ ه کېږي.

د سرچینو په خبره، د ډاکټر بېغورۍ او د ماشومې مړينې ځايي خلګ خفه کړي.

افغانستان انټرڼشنل پښتو ته د ماشومې انځور هم رسېدلې چې پر مخ یې وینې روانې دي.

د خيبرپښتونخوا اوسېدونکې په دغه صوبه په تېره لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو او مسلکي ډاکټرانو د نشتون له کبله اندېښمن دي او د سختو ناروغانو د تداوي له کبله مجبور دي، چې اسلام اباد او پنجاب ته په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

څو ورځي مخکې په خيبر کې د پښتنو په قومي جرګه کې د پښتنو په سيمه کې د بې سوادۍ په له منځه وړلو هم خبري وشوې او په غونډه کې ټینګار شوی و، چې باید دوی ته د نورو حقونو د ورکولو ترڅنګ د تعلیم او روغتيا حق ورکول شي.

په غونډه کې ويل شوې وه، چې په اسلام اباد او پنجاب کې لوی روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې باید په دې برخه کې خيبر پښتونخوا ته پاملرنه زیاته شي.

100%

پاکستاني چارواکو په تورخم کې د امریکايي وسلو د نیولو خبر ور کړی

۲۴ تله ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۱

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو د امریکايي وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی دی. امريکايي رسنۍ ميډيا لاين ليکلي، چې پاکستاني چارواکي په دې ګومان دي دغه وسلې په پاکستان کې وسله والو ډلو ته ور وړل کېدې.

د پاکستان یوې رسنۍ نیوز انټرنشنل د راپور له مخې، د تورخم د ګمرک مشر محمد عمر جان په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې یوې ډلې د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته له افغانستان د ډبرو سکرو یوه لارۍ کې دا وسلې ونیولې.

د چارواکو په وینا، په دغه موټر کې ۱۵ اېم ۴ ټوپکونه، ۱۷۰ مجلې او تر ۵۱۰۰ زیاتې مرمۍ بار شوې وې.

د دغو وسلو ارزښت ۳۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارې اټکل شوی، چې د څه باندې ۱۲۶ زره ډالرو معادل دی.

د پاکستان د ګمرک چارواکو د دغو وسلو یو انځور هم خپور کړی دی.

يوې امريکايي رسنۍ میډیا لاین په خپل راپور کې ليکلي، چې پاکستاني چارواکي ګمان کوي دغه وسلې د پاکستاني طالبانو په ګډون بېلابېلو ډلو ته ورکول کیږي.

چارواکي وايي، موټر چلوونکی او یو ملګری یې نیولي او د پوښتنو لپاره یې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي د امریکا خبري اژانس میډیا لاین ته ویلي، چې په نیول شویو وسلو کې ټوپکونه، توپانچې، د شپې د لید وسایل، زرګونه مرمۍ او نورې عصري وسلې شاملې دي.
په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان تر کنفرانس یوه ورځ مخکې د امریکايي وسلو د یوې مهمې زیرمې نیول د "ترهګرۍ ضد" ستر عملیات بلل شوي دي.

تر دې وړاندې هم له پاکستاني طالبانو امريکايي وسلې کشف شوې وې.

د پاکستان امنیتي چارواکي او سیاسي مشران له ډیرې مودې راهیسې ادعا کوي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او مهمات په پاکستان کې په بریدونو کې کارول کیږي.

د تېرې لیندۍ میاشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ ،چې د تورخم په پوله کې یې له سوداګریزو توکو له منځه یې پرمختللې امریکايي وسلې نیولې دي.
د ۱۴۰۱ کال د وري په مياشت کې په کاناډا کې يو امنيتي څيړنيز مرکز په خپل راپور کې ويلي و، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د امريکا د وسلو د قاچاق بازار ډير ګرم شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته، د ۷،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي.
له پولې هاخوا د امریکايي وسلو د قاچاق او په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د دغو وسلو د کارولو په اړه راپورونه د طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې دي، چې ګواکې له افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته کوم ګواښ نه دی.
پاکستاني چارواکي پرله پسې نیوکې کوي، چې پاکستاني طالبان د امریکايي ځواکونو د شپې لېزري وسلو په کارولو سره د دغه هېواد پوځیان وژني.

د هند او کاناډا ترمنځ کړکیچ؛ دواړو هیوادونو د یو بل ډیپلوماټان وویستل

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له کاناډا څخه یې خپل سفیر او ډیپلوماټان ایستلي دي. تر دې وړاندې کاناډا ویلي و، چې شپږ هندي ډیپلوماټان له خپله هیواده اوباسي. هند د دغه کار په غبرګون کې شپږ کاناډايي ډیپلوماټانو ته له خپله هیواده د وتلو امر کړی.

دغه هیواد ویلي، چې کاناډايي ډیپلوماټان تر راتلونکې شنبې وخت لري چې له هند څخه ووځي.

وروسته له هغه، چې په اوټاوا کې په یوه څېړنيزه قضیه کې د هندي ډیپلوماټان څخه « ګټه اخيستونکو اشخاصو» په توګه یادونه شوي، هند وویل، چې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه ډاډه نه دی.

دغه وزارت ويلي، چې دوی د کاناډا شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خبر ورکړی، چې په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو او چارواکو «غیر ضروري په نښه کول» په بشپړ ډول د منلو وړ ندي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ د کاناډا د اوسني حکومت په ژمنو باور نه لرو، چې د دوی امنیت تضمین کړي. له همدې امله د هند حکومت د لوړ پوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.»

په اعلامیه کې راغلي، چې هند هم حق لري چې «د هند په وړاندې د افراطیت، تاوتریخوالي او بېلتونپالنې په اړه د کاناډا د حکومت د ملاتړ» په ځواب کې نور ګامونه پورته کړي.

د ډیلي او اوټاوا ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې سړې شوې.

کله چې ټروډو وویل کاناډا معتبر شواهد لري، چې په همدې کال کې د يو سیک بيلتون غوښتونکو مشر په وژنه کې د یو هندي وګړي لاس دی.

خو هند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې کاناډا د دې ادعا د تایید لپاره کوم شواهد نه دي شریک کړي.

د بنو د پولیسو مشر: د پولیسو پر پوسته برید کې څلور پولیس او پنځه وسله وال وژل شوي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د پاکستان په بنو کې د پولیسو مشر عمران شاهید وايي، چې نن دوشنبه د پولیسو پر پوسته د سوله والو یو برید کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د هغه په وینا په دغه برید کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د پښتونخوا د روغتیا وزارت ویلي و، چې وسله والو د پولیسو هغه پوسته کلابنده کړې چې تیره ورځ‌ په ډرزو د وژل شوي یو پولیس د جنازې مراسم په کې ترسره کېدل.

تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې او پنځه ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

ټي ټي پي تر دې وړاندې ویلي و، چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې به د "پښتنو قومي جرګې" په درناوي به د روانې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې پنځه ورځنی اوربند کوي.

تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې له دغې قومي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د جمعې په ورځ د تلي له ۲۰مې څخه د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه.

د دې درې ورځنۍ جرګې په پای کې د پاکستان د پښتنو قومي جرګې په رسمي ډول له پاکستاني پوځ او په پښتون مېشتو قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو وغوښتل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له دغو سیمو ووځي.

پاکستاني طالبانو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي دي

۲۳ تله ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې او پنځه ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

د پولیسو یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې درې پولیس هغه مهال ووژل شول چې وسله والو بریدګرو د خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړ.

د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند ویلي، چې برید د دغې ډلې جنګیالیو کړی دی.

ټي ټي پي تر دې وړاندې ویلي و، چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې به د "پښتنو قومي جرګې" په درناوي به د روانې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۲مې پورې پنځه ورځنی اوربند کوي.

تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې له دغې قومي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د جمعې په ورځ د تلي له ۲۰مې څخه د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه.

د دې درې ورځنۍ جرګې په پای کې د پاکستان د پښتنو قومي جرګې په رسمي ډول له پاکستاني پوځ او په پښتون مېشتو قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو وغوښتل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له دغو سیمو ووځي.

د دې جرګې په وروستي پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې که پوځ او ملېشې له پښتنو سيمو ونه وځي، جرګه به پرېکړه کوي، چې څنګه دغه ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د پښتنو د جرګې د دغې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی چې له مخې یې له پښتون مېشتو سیمو د دوی د وتلو غوښتنه شوې ده.