د سېنمای پامیر چاودنې ۱۱ ټپیان اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي

په کابل کې د اېمرجنسي روغتون چارواکي وايي، چې د کابل ښار سېنمای پامیر سیمه کې د چهارشنبې ورځې د چاودنې ۱۱ تنه ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. روغتون په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.