• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې لارنقشه؛ طالبان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړوي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر له قزاقستان سره یوه نوې لارنقشه لاسلیک کړې چې اټکل کیږي له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

دغه د لارې نقشه د اکټوبر پر۲۲مه، د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر سریک ژومانګارین او د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په الماتا کې د سوداګرۍ په یوه فورم کې لاسلیک کړه.

دا د لارې نقشه داسې مهال لاسلیکیږي چې قزاقستان د جون په میاشت کې له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا د هڅو د یوې برخې په توګه طالبان د ترهګریزوډلو له نوملړه واېستل.

د قزاقستان د منځنۍ اسیا ټایمز د رپوټ له مخې، د لارې په دې نقشه کې ټاکل شوې الماتاپه افغانستان کې د اورګاډي د دوو کرښو تورغونډۍ-هرات، -کندهار-سپین بولدک او مزارشریف- خرلاچي په رغولو کې برخه واخلي.

دغه راز په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د توکو او کیمیاوي صنعت په برخه کې د همکارۍ پراخول او افغانستان ته د قزاقستان د یو شمېر توکو د صادراتو ډېرول شامل دي.

پر دې سربېره، په لار نقشه کې افغانستان ته د قزاقستان د زړو او نویو موټرو صادرول، په افغانستان کې د خدماتي مرکزونو او ښوونځیو جوړول هم شامل دي.

قزاقستاني چارواکو افغانستان ته د اوړو او نورو خوراکي توکو د صادراتو ډېرولو ته تیاری ښودلی او دې ته یې هم لیوالتیا ښودلې چې افغاني میوې، سبزۍ،وچې مېوې او نورخوراکي توکي وارد کړي.

ددې لارنقشې له مخې، قزاقستان لېواله دی چې د اقتصادي پراختیا او په نړۍوالو ترانسپورتي دهلیزونو کې د ادغام په تړاو د افغانستان ملاتړ وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ژومانګارين په دې فورم کې يادونه وکړه چې د اورګاډي پټلۍ قزاقستان او افغانستان د ترکمنستان او ازبکستان له لارې سره نښلوي.

قزاقستان دغه راز لېواله دی چې د افغانستان ترانسپورتي دهلېز چې د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته رسیږي، د منځني ختیځ او جنوب ختیځې اسیا بازارونو ته د قزاقستان د صادراتي کارګو د لېږد لپاره وکاروي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له دغه فورم وړاندې د "خارگوس" بندر ته لاړ، چې په وچه کې د نړۍ تر ټولو ستر بندر ګڼل کیږي.

قزاقي رسنۍ وايي، طالب پلاوي ته د قزاقستان – چین پر پوله خارګوس وچ بندر ته د لاسرسي وړاندیز شوی، چې چین ته د افغاني مالونو د لېږد بهیر ډاډمنولای شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ډېورنډ جبري کرښه؛ نن، پرون او سبا

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۱
•
حلیم فدايي

دې ورځو کې د ډېورنډ د استعماري جبري فرضي کرښې په اړه یو ځل بیا بحثونو زور اخیستی دی. په تېر تاریخ یې ډېرې خبرې نه کوم، یوازې دومره وایم چې ډېورنډ هم پرون او هم نن د جبر کرښه وه او ده. په هر څه کې جبري عمل نه قانوني حیثیت لري، نه حقوقي او نه هم رسمي.

په دې اړه درې خبرې ډېرې مهمې دي:

یو ملت او ولسونه

ولسونو دا کرښه هم پرون او هم نن نه ده منلې او نه تر ازادې فضا لاندې د ازاد تصمیم او پرېکړې حق ورکړل شوی، کوم چې د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی.

حکومتونه او حاکمان

حکومتونه او حاکمان تل مجبور او تر ستوني نیول شوي دي. هغه وخت کې انګلستان دا سیمه د بفر (حایل) زون په توګه د یوه جنګي تاکتیک په توګه وبلله، ترڅو د افغانانو د مخته تګ مخه ډب کړي.

د لوی افغانستان په دې برخه کې د کرښې را تېرول جبري او د زور په نتیجه کې وو، نه د دوو برابرو هېوادونو ترمنځ د تفاهم، توافق یا معاهدې په نتیجه کې. د دې مثال دا دی لکه اوس چې د افغانستان فضا په زور اشغال شوې او ترې ګټه اخیستل کېږي؛ نو ایا دا فضا اوس د افغانستان برخه ده او که د پردي هېواد؟!

له شخصي ژوند تر سیاسي ژوند پورې په هیڅ برخه کې په زور اقرار، په زور ګواهي، په زور نکاح، په زور ایمان، په زور کفر، په زور کرښه، په زور حکومت… نه دا چې رسمي نه ده، بلکې جرم دی.

پاکستان د چا برخه خور نه دی

دا هم باید له یاده ونه باسو چې پاکستان د نه انګلستان او نه د برېتانوي هند جاینشین دولت (Succession State) و.

د پاکستان په جوړېدو د افغانستان د وخت حاکمانو اعتراض وکړ، ځکه چې د دغه هېواد له جوړېدو سره د افغانستان برخه په زور لاندې شوې وه؛ د ملتونو د خود ارادیت حق پکې شامل نه و او نه دی.

هغه روایتونه چې وايي، پخوانیو حاکمانو خیانت کړی یا د یوه مستقل او ازاد حاکم په توګه یې دا کرښه منلې ده، د پاکستاني اسټبلشمنټ روایت دی.

که د عبدالرحمان خان د ډبرو څلي، د تورخم د دروازې جوړېدل، دې کرښې ته بارډر ویل، یا اغزن تار تېرول د رسمیت او قانونیت لپاره دلیل نیول کېږي، دا ټول د پاکستاني روایت برخه ده، ترڅو داسې وښيي چې افغان حاکمانو دا منلې، نو ولس دې هم ومني!؟

همدا پنجابي روایت ځینې قصدي او ځینې یې غیر قصدي تکراروي.

دوی یوازې د تورخم او سپین بولدک دروازې نه؛ بلکې هلته پښتونخوا کې د کونسلګریو یا وېزې لګولو موضوع هم د همدې پنجابي روایت د بنسټیز کولو لپاره تبلیغوي.

100%

څو پوښتنې او لنډ شالید

ښه طالبه او طالب پلويه!

ته چې د افغانستان اسلامي جمهوریت "ګوډاګی" بولې، اشغال یې بولې او خپلواک یې نه بولې؛ نو که ته د پنجاب لپاره کار نه کوې، بیا د یوه ګوډاګي حکومت اغزن تار ولې رسمي کرښه منې؟

اساسي قانون یې نه منې، ملي بیرغ یې نه منې، اما اغزن تار یې منې!؟

پاکستان د ډېورنډ فرضي او جبري کرښې خلاف تجاوزات ان د روسانو له راتګ سره پیل کړل او په انګور اډه، ژوب، خوست او کونړ کې یې د طالب مشرانو او مجاهدینو په موجودیت کې له هماغې جبرې کرښې دې لور ته تجاوز وکړ.

دوی دا شعار “جهاد افغانستان، دفاع پاکستان” د همدې لپاره زمزمه کاوه. د مجاهدینو سنګرونو ته یې د مرستې په نوم له پښتونخوا په ډېورنډ کرښه سړکونه ورتېر کړل.

هغه وخت د روسانو د اشغال پر مهال د افغانانو مجبوریت و او اوس هم له هماغه مجبوریت څخه په زور او چل د کرښې د تپلو هڅه کوي.

که چېرته کوم ولسي منلی سند وای؛ نو پاکستان ولې بیا - بیا د افغانستان له حاکمانو د دې کرښې د منلو غوښتنه کوي؟

ولې د افغانستان حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان په جوړېدو اعتراض کړی و؟

ولې ولسونه د وېزې او پاسپورټ پرته د تګ راتګ خبره کوي؟

پرون د خیبر جرګې ولسونو پرېکړه وکړه، چې دوی د ډېورنډ کرښه نه ده منلې او نه یې مني!

نو طالبه! که ته د پاکستان روایت نه تقویه کوې، بیا ولې د پي ټي ایم مخالفت کوې؟

"خراسانیان او د تاجکستان بزرګ" دعوه دارانو ته:

تاسو د طالب د حاکمیت مخالفت په دې خاطر کوئ چې د جبر او استبداد حکومت دی او د ولس په خوښه نه دی.

عبدالرحمان خان مستبد پاچا بولئ؛ نو بیا ولې د پنجاب روایت ته کار کوئ او د جبر او استبداد کرښې ته رسمي وایئ؟

حل لاره

ولسي پوهاوی او د یوه مستقل، خپلواک نظام او حکومت جوړېدل چې له اقتصادي او سیاسي پلوه پر خپلو پښو ولاړ وي؛ تر څو دا کرښه د ولسونو په ملاتړ، زور او اقتصادي ځواک بېرته ترلاسه کړو.

د پاکستان ټوله هڅه دا ده، چې افغانستان د تعلیم، اقتصاد او سیاست په ډګر کې وروسته پاتې شي او له نړۍ منزوي شي، ترڅو هیڅکله د دې کرښې غوښتلو جوګه نه شي یا حداقل جبري سکوت اختیار کړي.

د طالب امیر پټ ساتل او د کابل پر ځای کندهار د هېواد ډیفکټو de facto مرکز ګرځول د پنجابي روایت د تطبیق لپاره دي.

نن که د دین په نوم د عصري علومو او ښوونځیو مخه ډب کېږي، یا داسې نورې پرېکړې کېږي چې افغانستان له نړۍ لا منزوي کوي، دا د همدې ستراتیژیک هدف او اجنډا تطبیق دی.
د همدې سټراټیژیک هدف ځواب د «لر او بر یو افغان» سټراټیژیک هدف ته کار کول او د دې داعیې تقویه کول دي.

د دې لپاره لومړی په داخل کې د انحصار، استبداد او جبر حاکمیت په ولسواک نظام بدلول دي او په ورته وخت کې تعلیم، کسب، هنر او ټولو علومو ته له استثنی او افضلیت پرته د سړو او ښځو لپاره ټولې زمینې برابرول دي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

طالبانو په بادغیس کې د ټلویزیونونو خپرونې بندې کړې

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۷ GMT+۱

طالبانو د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې له مخې، په بادغیس ولایت کې د ټلویزیونونو خپرونې او د ولایتي چارواکو د ویډیو او انځورونو اخستل بند کړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په دغه ولایت کې رسنیز فعالیتونه تر غږ او لیکلو محدود شوي.

یاد مرکز د طالبانو پر دغه ګام اندېښنه ښودلې او له دې ډلې یې غوښتي چې په خپل دغه شاتګ پالي دریځ کې بدلون راولي.

یوې سیمه ییزې سرچینې یاد مرکز ته ویلي چې پرون د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستد ساکښو موجوداتو د انځورونو د نه خپراوي په تړاو رسنیو ته د یوې اعلایمې په ترڅ کې رسمي خبر ورکړی.

په دې اعلامیه کې چې د خبریالانو ترمنځ لاس په لاس کیږي ویل شوي: « د والي د لارښوونې پر بنسټ او امر بالمعروف قانون ته په پام، له رسنیو او د خپرنیزو ادارو له مسوولانو غوښتل کیږي چې په خپلو خبرونو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو له خپراوي ډډه وکړي او د هغو پرځای کولای شي لوحې، ودانۍ، منظرې او بې سا انځورونه وکاروي».

له دې لارښوونې وروسته ولایتي ملي تلویزیون او د عبور په نامه یوه خصوصي ټلویزیون خپلې خپرونې بندې کړې دي.

د یاد حکم له مخې، د ټلویزیوني خپرونو ویاندویان هم په ساکښو کې شمېرل کیږي، چې د خپرونو او خبرونو وړاندې کول ورسره ناشوني شوي.

د یادې اعلامیې له مخې، د باغیس د ولایتي چارواکو پر تصویري مرکو او انځور اخستنې هم بندیز لګول شوی.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیز لګولی.

په کابل کې ځايي سرچینو پامیر سېنما ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړی

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن چهارشنبه د ماسپښین دوه نیمې بجې د کابل پامیر سېنما ته څېرمه چاودنه شوې ده، چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

سرچینې ویلي، چې په پېښه کې یې شپږ کسان په وینو لړلي لیدلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي، چې چاودنه یو ځای پر ځای شوي ماین کړې او دا سیمه پر لاسي کراچیو د پلورونکو ځای دی.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه کوم کس يا ډلې د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پېښه د تذکرو د ادارې مخې ته شوې ده.

ایرانی چارواکی: اسلامي شورا د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د پوځي چلند سره موافقه ده

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۱

د ایران د اسلامي شورا د کورنیو چارو د کمېسیون مشر پر افغان کډوالو د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو په اړه وويل؛ هغه کسان، چې د امنيتي مسايلو په پام کې نه نيولو سره د ایران له پولو تيرېږي د قانون خلاف عمل دی.

محمد صالح جوکار د چهارشنبې په ورځ له ایران دیده بان رسنۍ سره په مرکه کې وویل، د یوه هېواد پوله دقیق او روښانه تعریف لري، چې له نړۍوال اړخه هم منل کېږي.

د ایران پارلمان دغه غړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړې دي او که نه زیاته کړه: «د سرحد ساتونکي باید خپله دنده سرته ورسوي او د ایران خاورې ته د بهرنیو اتباعو د غیر قانوني ننوتلو مخه ونیسي، ځکه دا موږ ته د منلو وړ نه ده، چې هر څوک کولای شي په اسانۍ سره د ایران له پولو تېر او زموږ هېواد ته داخل شي.»

محمد صالح جوکار په اسلامي شورا کې د یزد ولایت استازی دی.

هغه وويل؛ که کډوال غواړي په ايران کې کار وکړي، بايد په قانوني ډول دغه هېواد ته داخل شي.

د نوموړي په خبره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو له نيمايي ډېر د اوسېدو اسناد نه لري.

محمد صالح جوکار ادعا وکړه، چې د استوګنې له اسنادو پرته افغانان په ایران کې د خلکو لپاره امنیتي ستونزې راپېدا کړې او ایرانیان په دې اړوند نیوکي لري.

له بلې خوا د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې د کډوالۍ د ملي ادارې د جوړولو لایحه چمتو ده او ډېر ژر به پارلمان ته وړاندې شي.

سکندر مومني زیاته کړه، چې ایران د کډوالو ضد روحیه نه لري؛ خو د کډوالو د اداره کولو لپاره یې د هغوی بیرته ستنولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

ایراني سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي

په دې وروستیو کې د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو راپورونه خپاره شول.

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان، چې د دغه سيمې خبرونه خپروي، په تېرو دوو اونیو کې د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو د دوو پېښو خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان په وینا؛ په دغو ډزو کې لسګونه افغان کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو پر افغان کډوالو ډزې رد کړي؛ خو طالباند یو پلاوی په ټاکلو سره د موضوع څېړنه کوي.

له دې پېښې څخه څه دپاسه یوه اونۍ تیریږي؛ خو تر اوسه پوري کوم تفصیلي راپور نه دی خپور شوی.

ایرانی چارواکی: د تهران په بند خونو کې ۱۲۴۵ افغانان بندیان دي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د تهران د ټولنیزو چارو او د جرمونو د مخنیوي مسوول او د عدلیې مرستیال وایي، دا مهال د ایران په بند خونو کې ۱۲۴۵ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور زنداينان دي. ابوالفضل نیکوکار په خبري غونډه کې زياته کړه، چې له دې شمېر يې ۴۲۳ کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخي، چې دغه ايراني چارواکې بهرني اتباع د کوربه هېواد لپاره فرصت او ګواښ وباله.

ایسنا د تهران د اتباعو د عمومي ادارې د معلوماتو د شمېرو له مخي لیکلي، چې دامهال په تهران کې يو میلیون او ۲۰۹ زره ۸۹ هغه کسان چې د اوسېدو رسمي اسناد یې اخيستي او ۳۰۳ زره او ۲۵۲ نور بيا غيري رسمي اوسيږي.

د تهران ټولنيزو چارو او د جرمونو د مخنيوي مسوول او د عدليې مرستیال ابوالفضل نیکوکار بهرنیو اتباعو ته د کار ورکولو اړوند ويلي: «د کار د قانون له مخې، بهرنيو اتباعو که قانوني وي او که غيري قانوني وي استخدام يې جرم دی. د کار اداره مسوليت لري، چې دغو کسانو ته د ځينو شرایطو له مخي د کار جوازونه ورکړي.»

د نوموړي په خبره، چې بهرنيو اتباعو ته د کار د جوازونو د نه ورکولو له کبله د غلا پېښې زياتي شوي او نوموړی د هغو بنسټونو مخالف دی، چې د غلا په تور د محکوم شویو کسانو ملاتړ کوی.

نیکوکار وايي، هغه کسان، چې پرله پسې جریمونه کوي تر تعقيب لاندي او خپلي سزاوي به ويني او له دې وروسته به باميټریک شي.

نن د ایران د لرستان د پولیسو مرستیال محمد پير حياتي بیا ويلي، چې د روان کال له پیله په دغه ولایت کې يې ۱۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

محمد پيرحياتي وايي:« دغه شمېره د تېر کال پرتله سل په سلو کې زياته شوې ده.»

نوموړي په لرستان کې له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې په دغه ولایت کې د افغانانو کار کول جرم دی.