• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: اسلامي شورا د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د پوځي چلند سره موافقه ده

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۱

د ایران د اسلامي شورا د کورنیو چارو د کمېسیون مشر پر افغان کډوالو د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو په اړه وويل؛ هغه کسان، چې د امنيتي مسايلو په پام کې نه نيولو سره د ایران له پولو تيرېږي د قانون خلاف عمل دی.

محمد صالح جوکار د چهارشنبې په ورځ له ایران دیده بان رسنۍ سره په مرکه کې وویل، د یوه هېواد پوله دقیق او روښانه تعریف لري، چې له نړۍوال اړخه هم منل کېږي.

د ایران پارلمان دغه غړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړې دي او که نه زیاته کړه: «د سرحد ساتونکي باید خپله دنده سرته ورسوي او د ایران خاورې ته د بهرنیو اتباعو د غیر قانوني ننوتلو مخه ونیسي، ځکه دا موږ ته د منلو وړ نه ده، چې هر څوک کولای شي په اسانۍ سره د ایران له پولو تېر او زموږ هېواد ته داخل شي.»

محمد صالح جوکار په اسلامي شورا کې د یزد ولایت استازی دی.

هغه وويل؛ که کډوال غواړي په ايران کې کار وکړي، بايد په قانوني ډول دغه هېواد ته داخل شي.

د نوموړي په خبره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو له نيمايي ډېر د اوسېدو اسناد نه لري.

محمد صالح جوکار ادعا وکړه، چې د استوګنې له اسنادو پرته افغانان په ایران کې د خلکو لپاره امنیتي ستونزې راپېدا کړې او ایرانیان په دې اړوند نیوکي لري.

له بلې خوا د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې د کډوالۍ د ملي ادارې د جوړولو لایحه چمتو ده او ډېر ژر به پارلمان ته وړاندې شي.

سکندر مومني زیاته کړه، چې ایران د کډوالو ضد روحیه نه لري؛ خو د کډوالو د اداره کولو لپاره یې د هغوی بیرته ستنولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

ایراني سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي

په دې وروستیو کې د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو راپورونه خپاره شول.

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان، چې د دغه سيمې خبرونه خپروي، په تېرو دوو اونیو کې د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو د دوو پېښو خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان په وینا؛ په دغو ډزو کې لسګونه افغان کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو پر افغان کډوالو ډزې رد کړي؛ خو طالباند یو پلاوی په ټاکلو سره د موضوع څېړنه کوي.

له دې پېښې څخه څه دپاسه یوه اونۍ تیریږي؛ خو تر اوسه پوري کوم تفصیلي راپور نه دی خپور شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د تهران په بند خونو کې ۱۲۴۵ افغانان بندیان دي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د تهران د ټولنیزو چارو او د جرمونو د مخنیوي مسوول او د عدلیې مرستیال وایي، دا مهال د ایران په بند خونو کې ۱۲۴۵ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور زنداينان دي. ابوالفضل نیکوکار په خبري غونډه کې زياته کړه، چې له دې شمېر يې ۴۲۳ کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخي، چې دغه ايراني چارواکې بهرني اتباع د کوربه هېواد لپاره فرصت او ګواښ وباله.

ایسنا د تهران د اتباعو د عمومي ادارې د معلوماتو د شمېرو له مخي لیکلي، چې دامهال په تهران کې يو میلیون او ۲۰۹ زره ۸۹ هغه کسان چې د اوسېدو رسمي اسناد یې اخيستي او ۳۰۳ زره او ۲۵۲ نور بيا غيري رسمي اوسيږي.

د تهران ټولنيزو چارو او د جرمونو د مخنيوي مسوول او د عدليې مرستیال ابوالفضل نیکوکار بهرنیو اتباعو ته د کار ورکولو اړوند ويلي: «د کار د قانون له مخې، بهرنيو اتباعو که قانوني وي او که غيري قانوني وي استخدام يې جرم دی. د کار اداره مسوليت لري، چې دغو کسانو ته د ځينو شرایطو له مخي د کار جوازونه ورکړي.»

د نوموړي په خبره، چې بهرنيو اتباعو ته د کار د جوازونو د نه ورکولو له کبله د غلا پېښې زياتي شوي او نوموړی د هغو بنسټونو مخالف دی، چې د غلا په تور د محکوم شویو کسانو ملاتړ کوی.

نیکوکار وايي، هغه کسان، چې پرله پسې جریمونه کوي تر تعقيب لاندي او خپلي سزاوي به ويني او له دې وروسته به باميټریک شي.

نن د ایران د لرستان د پولیسو مرستیال محمد پير حياتي بیا ويلي، چې د روان کال له پیله په دغه ولایت کې يې ۱۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

محمد پيرحياتي وايي:« دغه شمېره د تېر کال پرتله سل په سلو کې زياته شوې ده.»

نوموړي په لرستان کې له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې په دغه ولایت کې د افغانانو کار کول جرم دی.

طالبان: وږي مياشت کې صادرات زیات او واردات کم شوي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د احصايي او معلوماتو اداره وایي، په تېره وږي میاشت کې د افغانستان صادرات ۷۰.۶ ميليون ډالره زیات شوي، خو واردات ۵۷ ميليونه ډالره کم شوي. دا اداره وايي، په وږي میاشت کې یې بېلا بيلو هېوادونو ته ۱۷۳.۹ میليون ډالره صادرات کړي، چې تر زمري ۷۰.۶ ميليون ډالره زیات شوي دي.

د طالبانو احصایي او معلوماتو ادارې نن ويلي، چې په همدغه موده کې یې د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليون ډالر ته رسيږي، چې تر زمري میاشتې ۵۷ ميليونه ډالره کم شوي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره زياتوي، چې د وږي په مياشت کې يې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته کړي او واردات يې بیا له ایران، پاکستان او چين څخه کړي دي.

د ځينو معلوماتو له مخې، پخواني جمهوري دولت د افغانستان د صادراتو کچه نږدې ۶۰ سلنې ته رسولې وه، چې د هوايي او ځمکنيو دهليزونو له لارې یې منظم اسيا او اروپا ته لاس رسی درلود.

پر طالبانو نیوکه کيږي، چې د سوداګرۍ لپاره منظمه پاليسي نه لري، د صادراتو او وارداتو ټولې پيسې د صرافيو له لارې تبادله کوي او بانکي سیسټم هم سقوط دی.

د ایران ولسمشر له طالبانو سره د سیمې تعامل غواړي

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

ایران چې په کور دننه پر افغان کډوالو د کار او ژوند کړۍ تنګه کړې، ولسمشر یې وايي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د هرګام ملاتړ کوي. مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنه کې وویل، له افغانانو سره باید د سولې او سوکاله ژوند په برخه کې مرسته وشي.

ښاغلي پزشکیان او نریندرا مودي د بریکس غونډې په څنډه کې سره ولیدل.

پزشکیان په دغه لیدنه کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو له حکومت سره د تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې« د سیمې د راتلونکې د جوړلو په اراده او انګیزه باید له افغانستان سره هم تعامل او خبرې اترې ولرو».

د ایران ولسمشر د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه د روسیې په کازان کې د بریکس ډلې د سرمشریزې په ۱۶مه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی.

پزشکیان په بریکس ډله کې د تهران او نوي ډیلي غړیتوب د دوه اړخیزو همکاریو په لا ډیروالي کې مرستندوی ګڼي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې ناسته کې د ایران ولسمشر ته د نوي ډیلي د سفر بلنه ورکړه.

مودي پر خپل ایکس ولیکل چې د ایران له ولسمشر سره یې ګټوره ناسته درلوده او پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو سره وغږیدل.

دواړو خواوو د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د چابهار بندر پر ارزښت او پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

د مودي رسنیز دفتر اعلان وکړ چې « د چابهار بندر د تړون لاسلیکول د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د عطف ټکی دی. دواړو مشرانو یوځل بیا د افغانستان په بیا رغونه او پراختیا کې د هغه پر ارزښت ټینګار وګړ».

چابهار بندر د هند او ایران ګډه پروژه ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره چې په وچه ایسار دي، مهم ټرانزیټي بندر ګڼل کیږي.

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په چابهار بندر کې پر افغان سوداګرو ځمکې نه پلوري او یوازې د ګډو ګټو لپاره ترې ګټه اخستل کېدای شي.

د بریکس سرمشریزه نن د روسیې د ولسمشر په کوربه توب ددغه هېواد په کازان کې پیل شوه.

غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو خبرو کې وویل، چې بريکس ډله په نړيوال ډګر کې د واک، نفوذ او مقام له اړخه په لوړ ځای کې ده او دغه ډله د نړۍ د وضعیت په تړاو خپل مسووليت په خبرو نه، بلکې په کړنو کې ثابتوي.

نوموړي وویل چې له بریکس سره همکاریو ته ۳۰ هېوادونو لېوالتیا ښودلې او د نړۍ د سوېل او ختیز د هېوادونو لېوالتیا هم له پامه نه شي غورځول کېدای.

پر انځوریزو رسنیو له بندیز سره د طالبانو دفاع وزارت د «خالد غږ» په نوم راډیو فعاله کړه

۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو له خوا د افغانستان پر نورو انځوریزو رسنیو له بندیز سره د طالبانو دفاع وزارت د «خالد غږ» په نوم راډیو فعاله کړې. د طالبانو د دفاع وزارت وايي، چې دغې راډیو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې خپرونې پیل کړې دي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبه د (لړم دویمه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه راډیو به هره ورځ په یوه ټاکلي وخت کې په ژوندۍ بڼه خپرونې کوي.

دفاع وزارت وايي، چې یاده راډیو به هره ورځ په اسلامي برخه کې خپرونې لري او د دې تر څنګ به د یاد وزارت پر فعالیتونو هم موضوع ګانې خپروي.
دا راډیو په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې، باوري سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته څو ورځې مخکې ویلي و، طالبان پلان لري چې د افغانستان د ملي تلویزیون خپرونې بندې کړي. روان لمریز کال د طالبانو مشر په کندهار کې په انځور او ویډیو اخیستلو بندیز ولګاوه چې دغه لړۍ اوس د افغانستان نورو ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

په تېرو دوو ورځو کې طالب چارواکو په لغمان او ننګرهار کې هم خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې انځورونه او ویډیوګانې واخلي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په وروستي خپاره شوي قانون کې د نورو بندیزونو تر څنګ په رسنیو کې پر ساکښو انځورونو بندیز لګېدلی

د ازادۍ جبهه: طالبانو د کورونو په پلټلو سره د حفیظ الله امین دوره را ژوندۍ کړې

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر په کابل کې د کور په کور پلټنه له خلکو څخه د طالبانو د وېرې نښه ګڼي. داوود ناجي د سې شنبه په ورځ د اګسا امنیتي ادارې ته په اشارې سره وویل، چې دا کړنه «د حفیظ الله امین دوره کې د اګسا یادونه ده.»

اګسا په افغانستان کې د تره کي او حفيظ الله امين د کمونستي واکمنۍ پر مهال يوه امنيتي اداره وه، چې د دولت د سلګونو مخالفينو او بې ګناه خلکو د نيولو او وژلو مسووليت يې پر غاړه درلود.

د کابل پر هوايي ډګر د ازادۍ جبهې له راکټي برید وروسته طالبانو د سې شنبه په ورځ په خیرخانه کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

داوود ناجي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دا کړنه د طالبانو دغه ادعا چې په افغانستان کې یې سرتاسري امنیت راوستی، تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زیاته کړه: «د دغې ډلې د واکمنۍ په درې کلنه موده کې د اته میلیونو انسانانو کډوالي، له عامو خلکو د زندانونو ډکول، د ښځو د اعتراضونو دوام او د رسنیو تړل دا ټول د افغانانو له خوا د طالبانو نه منل څرګندوي.»

د ناجي په وینا، دا موضوعګانې د طالبانو د حکومت د "بې ثباتۍ تر ټولو مهم عامل" دي.

طالبانو د سې شنبه په ورځ د کابل په خیرخانه کې کور په کور تالاشۍ پیل کړي او راپورونه وايي، چې د خیرخانې سرکوتل کې د ۱۱مې حوزې څخه تر ۱۷مې حوزې پورې د کچالو پوسته محاصره شوې.

طالبانو د ازادۍ جبهې د راکټي برید او د کورونو د تالاشۍ په اړه چوپتیا غوره کړې ده.