د طالبانو ویاند ویلي، چې قطر تل د هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې اغېزمن رول لوبولی دی.
د قطر حکومت د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني ایټالیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر جورجیا میلوني سره کتلي دي.
د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «ایټالیا په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت له کوربه توبه له قطر څخه مننه کوي او له افغانستان سره به د دوحې همکاریو ته دوام ورکړي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغو درېیو کلونو کې هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبانو په وار - وار له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د جوړېدو غوښتنه کړې، خو لوېدیځو هېوادونو له دې ډلې سره له خبرو ډډه کړې ده.
د ایټالیا له لومړي وزیر سره د قطر د امیر تر خبرو وروسته ذبیح الله مجاهد له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره جدي اړیکې ولري.
د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنيفي په تېره یوه اونۍ کې درېيو ولایتونو ته سفرونه کړي او پر مهال يې له ټولو اړخونو څخه د قانون د پلي کولو غوښتنې کړې دي.
سرچينې زياتوي، چې ولایتونو د نوموړي د سفر موخه تر ډېره پر انځورونو او ويډيوګانو بنديز لګول دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې خالد حنفي لوګر ولایت ته تللی او هلته یې د دغه ډلې له غړو او طالب مسولینو سره کتلي دي.
طالب وزير خالد حنفي په لوګر کې يوې غونډې ته ويلي، چې د نړۍ لوي ځواکونه د «مجاهدينو» له سخت غبرګون سره مخ شوي او ماته يې ورکړې ده.
هغه زياته کړه، چې په تېرو شلو کلنو کې «د طالبانو موخه د یرغلګرو شړل او اسلامي نظام رامنځ» ته کول دي.
د طالبانو دغه وزارت د ولايتي چارواکو سره د خالد حنفي د شخصي ليدونو او د نوموړي له لوري د ځينو بنديزونو د سپارښتونو اړوند څه نه دي ويلي.
سرچينو افغانستان انټرنشنل ويلي، چې ولایتونو ته د طالبانو د امربالمعروف د وزير خالد حنفي د سفرونو اصلي موخه پر انځورونو او ويډيو بنديز لګول دي.
د ملاهبت الله په ګډون يو شمېر وزيران، والیان، قومندانان او ان طالب پلوي پر عکس او ويډيو اخیستلو د بندېدو هڅه کوي؛ خو یو شمېر نور طالب بیا بېل نظر لري او د خپلو ناستو، لیدونو او ورځنيو چارو د فعالیت انځورونه نشروي.
خالد حنفي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نژې او باوري کس دی د سفرونو پر مهال طالب واليان او قومندانان اړ باسي، چې د انځور او ويډيو کولو څخه ډډه وکړي.
په روان کې لومړۍ کندهار ولایت و، چې والي ملاشيرين پر عکس اخيستلو او ويډيو بنديز ولګوی او له دولتي مامورينو یې وغوښتل، چې خپل راپورنه په لیکلي ډول شریک کړي.
اوس مهال د یو شمېر ولایتونو او وزارتونو خبرپاڼې هم بېله انځوره نشريږي او په ځينو ولایتونو کې د ملي ټلویزيون نشرات هم بند شوي دي.
ويل کيږي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنفي ولایتونو سفر هم د ملا هبت الله په امر پيل کړی.
دې ورځو کې د ډېورنډ د استعماري جبري فرضي کرښې په اړه یو ځل بیا بحثونو زور اخیستی دی. په تېر تاریخ یې ډېرې خبرې نه کوم، یوازې دومره وایم چې ډېورنډ هم پرون او هم نن د جبر کرښه وه او ده.
په هر څه کې جبري عمل نه قانوني حیثیت لري، نه حقوقي او نه هم رسمي.
په دې اړه درې خبرې ډېرې مهمې دي:
یو ملت او ولسونه
ولسونو دا کرښه هم پرون او هم نن نه ده منلې او نه تر ازادې فضا لاندې د ازاد تصمیم او پرېکړې حق ورکړل شوی، کوم چې د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی.
حکومتونه او حاکمان
حکومتونه او حاکمان تل مجبور او تر ستوني نیول شوي دي. هغه وخت کې انګلستان دا سیمه د بفر (حایل) زون په توګه د یوه جنګي تاکتیک په توګه وبلله، ترڅو د افغانانو د مخته تګ مخه ډب کړي.
د لوی افغانستان په دې برخه کې د کرښې را تېرول جبري او د زور په نتیجه کې وو، نه د دوو برابرو هېوادونو ترمنځ د تفاهم، توافق یا معاهدې په نتیجه کې. د دې مثال دا دی لکه اوس چې د افغانستان فضا په زور اشغال شوې او ترې ګټه اخیستل کېږي؛ نو ایا دا فضا اوس د افغانستان برخه ده او که د پردي هېواد؟!
له شخصي ژوند تر سیاسي ژوند پورې په هیڅ برخه کې په زور اقرار، په زور ګواهي، په زور نکاح، په زور ایمان، په زور کفر، په زور کرښه، په زور حکومت… نه دا چې رسمي نه ده، بلکې جرم دی.
پاکستان د چا برخه خور نه دی
دا هم باید له یاده ونه باسو چې پاکستان د نه انګلستان او نه د برېتانوي هند جاینشین دولت (Succession State) و.
د پاکستان په جوړېدو د افغانستان د وخت حاکمانو اعتراض وکړ، ځکه چې د دغه هېواد له جوړېدو سره د افغانستان برخه په زور لاندې شوې وه؛ د ملتونو د خود ارادیت حق پکې شامل نه و او نه دی.
هغه روایتونه چې وايي، پخوانیو حاکمانو خیانت کړی یا د یوه مستقل او ازاد حاکم په توګه یې دا کرښه منلې ده، د پاکستاني اسټبلشمنټ روایت دی.
که د عبدالرحمان خان د ډبرو څلي، د تورخم د دروازې جوړېدل، دې کرښې ته بارډر ویل، یا اغزن تار تېرول د رسمیت او قانونیت لپاره دلیل نیول کېږي، دا ټول د پاکستاني روایت برخه ده، ترڅو داسې وښيي چې افغان حاکمانو دا منلې، نو ولس دې هم ومني!؟
همدا پنجابي روایت ځینې قصدي او ځینې یې غیر قصدي تکراروي.
دوی یوازې د تورخم او سپین بولدک دروازې نه؛ بلکې هلته پښتونخوا کې د کونسلګریو یا وېزې لګولو موضوع هم د همدې پنجابي روایت د بنسټیز کولو لپاره تبلیغوي.
څو پوښتنې او لنډ شالید
ښه طالبه او طالب پلويه!
ته چې د افغانستان اسلامي جمهوریت "ګوډاګی" بولې، اشغال یې بولې او خپلواک یې نه بولې؛ نو که ته د پنجاب لپاره کار نه کوې، بیا د یوه ګوډاګي حکومت اغزن تار ولې رسمي کرښه منې؟
اساسي قانون یې نه منې، ملي بیرغ یې نه منې، اما اغزن تار یې منې!؟
پاکستان د ډېورنډ فرضي او جبري کرښې خلاف تجاوزات ان د روسانو له راتګ سره پیل کړل او په انګور اډه، ژوب، خوست او کونړ کې یې د طالب مشرانو او مجاهدینو په موجودیت کې له هماغې جبرې کرښې دې لور ته تجاوز وکړ.
دوی دا شعار “جهاد افغانستان، دفاع پاکستان” د همدې لپاره زمزمه کاوه. د مجاهدینو سنګرونو ته یې د مرستې په نوم له پښتونخوا په ډېورنډ کرښه سړکونه ورتېر کړل.
هغه وخت د روسانو د اشغال پر مهال د افغانانو مجبوریت و او اوس هم له هماغه مجبوریت څخه په زور او چل د کرښې د تپلو هڅه کوي.
که چېرته کوم ولسي منلی سند وای؛ نو پاکستان ولې بیا - بیا د افغانستان له حاکمانو د دې کرښې د منلو غوښتنه کوي؟
ولې د افغانستان حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان په جوړېدو اعتراض کړی و؟
پرون د خیبر جرګې ولسونو پرېکړه وکړه، چې دوی د ډېورنډ کرښه نه ده منلې او نه یې مني!
نو طالبه! که ته د پاکستان روایت نه تقویه کوې، بیا ولې د پي ټي ایم مخالفت کوې؟
"خراسانیان او د تاجکستان بزرګ" دعوه دارانو ته:
تاسو د طالب د حاکمیت مخالفت په دې خاطر کوئ چې د جبر او استبداد حکومت دی او د ولس په خوښه نه دی.
عبدالرحمان خان مستبد پاچا بولئ؛ نو بیا ولې د پنجاب روایت ته کار کوئ او د جبر او استبداد کرښې ته رسمي وایئ؟
حل لاره
ولسي پوهاوی او د یوه مستقل، خپلواک نظام او حکومت جوړېدل چې له اقتصادي او سیاسي پلوه پر خپلو پښو ولاړ وي؛ تر څو دا کرښه د ولسونو په ملاتړ، زور او اقتصادي ځواک بېرته ترلاسه کړو.
د پاکستان ټوله هڅه دا ده، چې افغانستان د تعلیم، اقتصاد او سیاست په ډګر کې وروسته پاتې شي او له نړۍ منزوي شي، ترڅو هیڅکله د دې کرښې غوښتلو جوګه نه شي یا حداقل جبري سکوت اختیار کړي.
د طالب امیر پټ ساتل او د کابل پر ځای کندهار د هېواد ډیفکټو de facto مرکز ګرځول د پنجابي روایت د تطبیق لپاره دي.
نن که د دین په نوم د عصري علومو او ښوونځیو مخه ډب کېږي، یا داسې نورې پرېکړې کېږي چې افغانستان له نړۍ لا منزوي کوي، دا د همدې ستراتیژیک هدف او اجنډا تطبیق دی. د همدې سټراټیژیک هدف ځواب د «لر او بر یو افغان» سټراټیژیک هدف ته کار کول او د دې داعیې تقویه کول دي.
د دې لپاره لومړی په داخل کې د انحصار، استبداد او جبر حاکمیت په ولسواک نظام بدلول دي او په ورته وخت کې تعلیم، کسب، هنر او ټولو علومو ته له استثنی او افضلیت پرته د سړو او ښځو لپاره ټولې زمینې برابرول دي.