متقاعدینو کابل کې د یوناما دفتر مخې ته پر اعتراض لاس پورې کړی

د متقاعدو دولتي کارکوونکو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د دوی د درې کلنو معاشونو د نه ورکولو له امله په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ پر وړاندې اعتراض کړی. د طالبانو مشر په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغوه کړی او د متقاعدینو معاشونه یې بند کړي دي.
