• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر په کار پیل وکړ

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اویبک عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړې ده. اویبک عثمانوف ۶۲ کلن دی او تردې وړاندې یې په مصر او پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ازبکستان د خبري اژانسونو د معلوماتو له مخې، دغه ازبک دیپلوماټ د لړم په شپږمه د یکشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی.

د ښاغلي عثمانوف په ژوندلیک کې راغلي، چې نوموړی له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ کاله د ازبکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د ازبکستان مخکنی سفیر یادګار خواجه شادمانوف و، چې له ۱۲ کلونو وروسته یې د روان کال د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتي.

د طالبانو او ازبکستان چارواکو د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې څو ځلې د یو بل کوربه توب کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د شانګهای د همکاریو سازمان په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي وايي، چې دغه سازمان غواړي په افغانستان کې د ټولو سیاسي، قومي او مذهبي لوریو د استازو په ګډون یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي. ژانګ مينګ روسي ورځپاڼې ایزوستيا ته وويل: «د يوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول د افغانستان په ګټه دی.»

په دې مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د (لړم اومه) نېټه خپره شوې جانګ مينګ ویلي: «د افغانستان مسئله په سيمه کې د سولې، ټیکاو او امنيت د ټینګښت له نظره ډېره مهمه ده.»

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي زیاته کړه: «موږ غواړو چې افغانستان له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو څخه پاک هېواد شي او هیله لرو چې په راتلونکي کې په افغانستان کې د ټولو سیاسي، قومي او مذهبي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره یو حکومت جوړ شي.»

د نوموړي په خبره، دغه بدلونونه به افغانستان، د شانګهاى د همکاريو سازمان غړو هېوادونو او ټولې نړۍ ته ګټه ورسوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې د روسیې او چین له خوا جوړ شوی، د بیلاروس، ایران، پاکستان، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون نهه غړي لري.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په اومه د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکي غړي په توګه شامل شو، خو په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو ته د دې سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

طالبان: د پولیو ضد په درې ورځني کمپاین کې به له شپږ میلیونو ډېر ماشومان واکسین شي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د عامي ورغتیا وزارت ویاند وايي، نن دوشنبه د (لړم اومه) نېټه یې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. شرافت زمان وايي، د درېیو ورځو په موده کې به تر پنځو کلونو کم عمره ۶،۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې نن دوشنبه د لړم په اومه نېټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

نوموړی وايي، دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند په سیمه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او اغېز لرونکو کسانو څخه یې د پولیو ضد واکسین کمپاین د ښه عملي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغه کمپاین په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو څه موده وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاره امر کړی و، چې کور په کور دې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول ودرول شي او دغه کمپاین دې د جوماتونو له لارې ترسره شي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور ښيي، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱، په ۲۰۱۹ کې ۲۹، په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶، په ۲۰۲۱ کال کې څلور، په ۲۰۲۲ کال کې دوه، په ۲۰۲۳ کال کې شپږ او په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۲ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۴۰۳ کال د تلې پر نهمه په یوه راپور کې ویلي، چې د زمري له ۳۱مې د وږي تر نهمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې، چې د طالبانو مرکزونه ګڼل کیږي، د پولیو درې نوې پېښې ثبتې شوې.

ایراني چارواکي وايي، د ایران زعفران افغانستان ته له قاچاق وروسته هند ته صادریږي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د ایران د کانونو، صنایعو او سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ د پراختیا کمېسیون ویاند وايي، د دغه هېواد ډېره برخه زعفران افغانستان ته قاچاق کېږي. ایران دعوه لري چې د دغه هیواد زعفران، افغانستان په خپل نوم نورو هیوادونو ته صادروي.

د ایران خبری اژانس د راپور له مخې روح الله لطیفي ویلي، د ایران زعفران له قاچاق وروسته په افغاني برانډ د هند په ګډون نورو هېوادونو ته صادریږي.

د نوموړي په ​​وينا، افغانستان ته څيرمه د ایران په ولایتونو کې د زعفرانو تولید د دې لامل شوی، چې ایراني زعفران په اسانۍ افغانستان ته قاچاق شي.

د روح الله لطیفي د څرګندونو له مخې، له ایران څخه د زعفرانو اېستل په اسانۍ سره د ایران او افغانستان د هغو وګړو له لارې ترسره کیږي چې «قومي او کورنۍ اړیکې» لري.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې له افغانستان څخه هند ته د زعفرانو صادرات تعرفه صفر سلنه ده، خو که له ايران څخه هند ته ولېږدول شي، د ايراني سوداګرو لپاره تعرفه ٣٨ سلنه وي.

د ایران اقتصادي چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې د ایران زعفران افغانستان ته قاچاق کېږي او له هغه ځایه د دغه هېواد په نوم بسته بندي او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د ایران د زعفرانو د ملي شورا مرستیال غلام رضا میري د روان کال په غوايي میاشت کې ویلي و، چې هره میاشت لس ټنه زعفران له هېواده بهر ته قاچاق کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نيشابور د کرنيز جهاد مشر علي مبارکي دوه ورځې وړاندې ويلي وو، چې افغانستان د ايران د زعفرانو اصلي سيال ګرځېدلی دی.

په روزګان ولایت کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو په پېښه کې اته کسان مړه شوي

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۷ GMT+۰

په روزګان ولایت کې ځايي طالب چارواکي وايي، چې دغه موټر تېره شپه ناوخته د ترینکوټ ـ ګیزاب ولسوالۍ پر لاره سیند ته غورځېدلی دی، چې له امله یې اته کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

په روزګان ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر اغا ولي قریشي وايي، سیند ته د موټر لویدو پېښه تېره شپه ناوخته درې بجې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي،‌ یو مساپر وړونکی موټر چې له ګیزاب ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ته پر لاره و، موټر یې سیند ته لویدلی، چې له امله یې اته تنه مساپر مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته په رسیدلو انځورونو کې ښکاري، چې یاده پېښه د ترینکوټ ـ ګیزاب ترمنځ لاره کې د هلمند پر سیند د غیرې میعاري پل له امله رامنځه شوې ده.

د ګیزاب ولسوالۍ اوسیدونکو په ځلونو ترینکوټ ته د غځیدلې لارې په منځ کې پر هلمند سیند د میعاري پل جوړیدو غوښتنه کړې خو دغه کار تر اوسه پورې نه دی شوی.

طالبان: له ایران او پاکستانه ۱۵۹ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې

۷ لړم ۱۴۰۳ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۵۹ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د (لړم اومه) نېټه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۳ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ هېواد هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې لیکل شوي، چې تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو ته یې د مرستو او سیمکارټونو ورکولو تر څنګ یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدولې دي.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که زور له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.

خو ډیرۍ وخت د ایران او پاکستان هېوادونو له لوري افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته شړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه ډیر شوي، د دغه هېواد په ډيرو ولایتونو کې د افغانانو پر کار کولو بندیزونه لګول شوي او د اوسیدو لپاره کورونه په کرایه نه ورکول کیږي.

له څه باندې یوه کال راهیسې، د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې، خو تر اوسه طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د یادو هېوادونو له لوري پر افغان کډوالو د فشارونو په کمولو کې ګام پورته کړي.