د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د زېمباوې پروړاندې لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د کرېکټ ملي لوبډله به د زېمباوې د ملي لوبډلې پر وړاندې د شل او پنځوس اوریزو سیالیو او د ټېسټ نړۍوالې سیالۍ ترسره کړي. دغه لوبې د روان کال د لیندۍ په ۱۹مه پیلېږي او د مرغومې تر ۱۷مې به دوام وکړي.