• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سفارت له ګواښونو او تاوتریخوالي د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت «د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغان خبریالان له ګواښونو، تاوتریخوالي او تهدید سره مخ دي. دغه سفارت د دغو تاوتریخوالي په وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې غوښتنه وکړه.

د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده.

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی و، چې طالبانو له ۱۴۰۰ راهیسې لږ تر لږه ۲۲۰ خبریالان نیولي دي.

دغه مرکز همدارنګه زیاته کړې، چې په دې موده کې یې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې ۴۴۷ پېښې یې ثبت کړې دي.

د امریکا سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له افغان خبریالانو سره خپل ملاتړ اعلانوي، چې د حقایقو په لټه کې له ګواښونو، تاوتریخوالي او وېرې سره مخ دي.

دغه سفارت ازادې رسنۍ د یوې عادلانه ټولنې بنسټ بولي او زیاتوي: «موږ باید د هغو کسانو ساتنه وکړو، چې د حقایقو د څرګندولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په پراخه کچه د رسنیو او خبریالانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې ګواښونه، خپلسري نیول، د افغان خبریالانو شکنجه او په ځینو مواردو کې د هغوی د مرموز وژنې پېښې زیاتي شوي دي.

د دې تر څنګ طالبانو په دې وروستیو کې د امربالمعروف د قانون په چوکاټ کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د «روح لرونکو» انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی او د دولتي او خصوصي تلویزیونونو خپرونې یې بندې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کابل کې «د ګاز یو شرکت» کې اور لګېدلی

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۶ GMT+۰

له کابل ښار رسېدلي رپوټونه او افغانستان انټرنشنل ته استول شوي پیغامونه ښيي، چې د دغه ولایت پغمان کې د ګاز د تولید یو شرکت کې اور لګېدلی دی. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند هم تاییدوي، چې د پغمان په قلعه حیدر سیمه کې د ګاز تولیدي شرکت کې اور لګېدلی دی.

خالد ځدراڼ په خپل اېکس کېزیاتوي چې د اور مړولو لپاره د اور وژنې ادارې عمله رسېدلې ده.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې اور لا هم روان دی او شاوخوا سیمه یې لوګي پر سر اخیستې ده.

دې اور پسې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، چې ښايي د ګاز ډبو د چاودنو له امله وي.

د ایران د بشري حقونو سازمان: ایران یو افغان بندي اعدام کړ

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت پنځه زندانیان اعدام کړي، چې یو پکې د عبدالله تاجک په نوم افغان بندي و. د دغه سازمان په وینا عبدالله تاجک د «نشه يي توکو» په تور په قزل حصار زندان کې اعدام شو.

د ایران د بشری حقوقو سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بندیان د ایران د قضايیه قوې له خوا په اعدام محکوم شوي وو.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي، دا پنځه بندیان د چهارشنبې په سهار د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شول.

دغه سازمان د مصطفا غلام زاده، محمد جلالي او سمن عنبري په نوم د اعدام شویو دریو ایراني بندیانو هویت په ډاګه کړی او د یوه کس هویت لا نه دی معلوم.

تر دې مخکې د بشري حقونو سازمان هه نګاو د لړم مياشتي په دریمه خبر ورکړی و، چې د ایران حکومت په قم زندان کې دوه افغان بندیان اعدام کړي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې دغه دوه کسان ایوب سنګر او عبدالرقیب مالکي نومېدل.

د ایران د بشري حقونو سازمان زياته کړې، چې په تیرو څلورو کلونو کې په ایران کې د «نشه يي توکو» په تور په اعدام محکوم شوي بندیان هر کال په پرله پسې ډول زیات شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې اعدامونه لږ تر لږه ۸۴ سلنه زیات شوي دي.

سازمان ویلي، چې تېر کال ۲۵۶ کسان د نشه ‎يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي، چې سږ کال دغه شمېر ۴۷۱ کسانو ته رسېدلی دی.

طالبانو د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د عملي کار مخه نیولې

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د دوی د انځور او ویډیو پر اخیستو بندېز لګولی دی. د ژورنالیزم پوهنځي محصلين وايي چې دا یې په اخري سمیسټر کې د انځور او ویډیو د عملي کار برخه ده.

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون ځینو محصلینو نن شنبې «د لړمه۱۲مه» وویل چې د پوهنتون مسوولانو ورته ویلي چې له دې وروسته په پوهنتون کې انځور او یا هم ویډیو نه شي اخیستی.

دوی همد دراز زیاتوي چې د شېخ زاید پوهنتون کې د ځیني استادانو تر منځ د انځور یا ویډیو پر اخیستو نظر اختلاف موجود دی.

د دوی په وینا ځیني استادانو ورته کورنی کار ور کړی ورکړی، چې د انځور او یا هم د ویډیو په برخه کې عملي کار وکړي.

تر اوسه د دې تازه محدودیتونو په اړه د خوست شېخ پوهنتون ادارې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د شېخ زاید د ژورنالیزم ځینې محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی اړ دي، په اخري سمیسټر کې د انځور او ویډيو په برخه کې عملي کار وکړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر خوست ته په سفر کې په شېخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال خبریالان له ویډیو او انځور اخیستو منع کړل.

د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولانو هم خبریالانو ته ویلي وو« د ندا محمد ندیم د وینا یوازې غږ ثبتولی شئ.»

له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي و، چې د نوي قانون له مخې په ټولو رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګوي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، دغه قانون به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلی شي.

طالبان: د ۳۵۵ چېک ډېمونو د جوړېدو ډېری پروژې بشپړې شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ويلي، تېر لمریز کال یې د ۳۵۵ د ډنډونو یا چېک ډېمونو د جوړېدو پروژې پیل کړې وې، چې ډېری یې بشپړې شوې دي.

له دې سره په خواله رسنیو کې داسې انځورونه کم نه دي چې ښيي د دوی جوړ شوي ځینې چېک ډېمونه سېلاب وړي دي.

په افغانستان له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره د دې ډلې مشر تېر کال په هر ولایت کې د لسو ډنډونو د جوړېدو فرمان ور کړ.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال دفتر نن په يواعلاميه کې ويلي، چې د ۳۵۵ چيک ډېمونو د جوړېدو چاري په ۱۴۰۲ کال کې د جلا سيمو لپاره پيل شوي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، چې د دوی کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ۱۳۸، د اوبو او انرژۍ وزارت ۱۱۷ او د کيلو د بیارغونې او پراختيا وزارت ۱۰۰ د اوبو کوچني بندونو په بېلابيلو سيمو کې جوړ کړي دي.

پر طالبانو نيوکه کيږي، چې د اوبو دغه کوچني بندونه يې په سم او اساسي ډول نه دي جوړ کړي.

په افغانستان کې د وروستيو شديدو سېلابونو او بارانونو له کبله د اوبو دغه جوړ شوي بندونه تخريب او بیرته ونړېدل.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو له لوري د اوبو بندونو د جوړېدو هغه ويډيو او تصويرونه د سخت انتقاد سره مخ شول، چې سېلابونو او باران له منځه يو وړل.

د طالبانو له خوا پر ازادو سیالیو له بندېز وروسته ځینې لوبغاړي په قاچاقي لارو بهر ته ځي

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د سوک وهنې ازادو سیالیو یا فري فایټ ځینې لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو له خوا د سوک وهنې پر ازادو سیالیو له بندیزونو وروسته د دې ورزش ځینې لوبغاړي په قاچاقي لارو بهر ته ځي. د اړوند کلبونو استادان وايي، په دغه بندیز پسې ځینې لوبغاړو نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې.

د ازادو سیالیو ځینو لوبغاړو داسې اسناد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ورکړي، چې ښيي دغه لوبغاړي په بېلابیلو قاچاقي لارو هڅه کوي بهر ته لاړ شي.

د سوک وهنې یو لوبغاړی چې د افغانستان لپاره یې قفس کې سیالۍ کړې دي او د کاونډیو هېوادونو سیالانو ته یې ماتې ورکړې هم د طالبانو بندیز مجبور کړی چې له افغانستانه ووځي.

نوموړي تازه په قاچاقي لارو اروپا ته د رسېدو لپاره انساني قاچاق کوونکو ته پيسې په ضمانت صراف ته سپارلې دي.

نوموړی وايي : «ډېرې هېلې مو د وطن لپاره درلودې او هڅه مو کوله چې د افغانستان لپاره لوبه وکړو خو اوس دا هېلې له خاورو سره خاورې شوې او ډېر ناامیده له خپل وطنه وځم.»

په دوی کې ځینې لوبغاړو چې اقتصادي وضعیت یو څه ښه دی، په کابل کې د وېزې له شرکتونو د روسیې وېزې له ۵۰۰۰ ډالرو تر ۷۰۰۰ ډالرو اخیستې دي.

ځینې لوبغاړي وايي، د روسیې له لارې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

یو بله ډله ځوانان چې اقتصادي وضعیت یې چندان ښه نه دی، د هرات او نیمرزو له لارې د انساني قاچاقبرانو په واسطه په سختو مرګونو لارو ځانونه ایران ته رسوي.

په دوی کې داسې لوبغاړي هم شته چې له ایرانه په قاچاقي لارو ترکیې ته رسېدلي دي.

دوی افغانستان انټرنشنل ته وویل، اروپا ته د تلو لپاره یې څو ګېمونه یې وهلي؛ خو لا هم بریالی شوي نه دي چې ځانونه په کښتیو کې ایټالیا ته ورسوي.

د کابل په رحمان بابا مېنه یا کارته نو کې د سوک وهنې کلب یو استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، په خپلو سترګو یې ځینې شاګردان لیدلي چې له تمرین د پرېښودو سره نشه یې توکو کارولو ته مخه کړې ده.

یو تن استاد:« دا زما لپاره ډېره سخته وه، چې ما خپل ځینې شاګردان ولیدل، چې پخوا یې له ماسره په کلب کې تمرین کاوه خو اوس یې نشه یي توکو کارولو ته مخه کړې ده او دا حالت زما لپاره د زغملو نه دی.»

افغاستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د سوک وهنې ازادو سیالیو یا فري فایټ کلبونه فعال وو.

په دوی کې یوازې په کابل کې د سوک وهنې شاوخوا ۳۰۰ کلبونه وو، چې هر کلپ شاوخوا ۱۵۰ شاګردان درلودل.

پر ازادو سیالیو له بندیز وروسته دا کلبونه هم ځینې بند شوي او نور هم ورته حالت لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په وږي میاشت کې په یو مکتوب کې له ملا هبت الله غوښتي و چې ځینې بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو لمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

دا مکتوب د طالبانو مشر له خوا ملا هبت الله منلی او توشیح کړی، چې ور سره په ازادو سیالیو هم بندیز ولګېد.

له هغه وروسته که کومو افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی د طالبانو اړوند ورزشي ادارې یې خپل استازي نه بولي.