طالبان: د ۳۵۵ چېک ډېمونو د جوړېدو ډېری پروژې بشپړې شوې

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ويلي، تېر لمریز کال یې د ۳۵۵ د ډنډونو یا چېک ډېمونو د جوړېدو پروژې پیل کړې وې، چې ډېری یې بشپړې شوې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ويلي، تېر لمریز کال یې د ۳۵۵ د ډنډونو یا چېک ډېمونو د جوړېدو پروژې پیل کړې وې، چې ډېری یې بشپړې شوې دي.
له دې سره په خواله رسنیو کې داسې انځورونه کم نه دي چې ښيي د دوی جوړ شوي ځینې چېک ډېمونه سېلاب وړي دي.
په افغانستان له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره د دې ډلې مشر تېر کال په هر ولایت کې د لسو ډنډونو د جوړېدو فرمان ور کړ.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال دفتر نن په يواعلاميه کې ويلي، چې د ۳۵۵ چيک ډېمونو د جوړېدو چاري په ۱۴۰۲ کال کې د جلا سيمو لپاره پيل شوي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، چې د دوی کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ۱۳۸، د اوبو او انرژۍ وزارت ۱۱۷ او د کيلو د بیارغونې او پراختيا وزارت ۱۰۰ د اوبو کوچني بندونو په بېلابيلو سيمو کې جوړ کړي دي.
پر طالبانو نيوکه کيږي، چې د اوبو دغه کوچني بندونه يې په سم او اساسي ډول نه دي جوړ کړي.
په افغانستان کې د وروستيو شديدو سېلابونو او بارانونو له کبله د اوبو دغه جوړ شوي بندونه تخريب او بیرته ونړېدل.
په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو له لوري د اوبو بندونو د جوړېدو هغه ويډيو او تصويرونه د سخت انتقاد سره مخ شول، چې سېلابونو او باران له منځه يو وړل.


د سوک وهنې ازادو سیالیو یا فري فایټ ځینې لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو له خوا د سوک وهنې پر ازادو سیالیو له بندیزونو وروسته د دې ورزش ځینې لوبغاړي په قاچاقي لارو بهر ته ځي. د اړوند کلبونو استادان وايي، په دغه بندیز پسې ځینې لوبغاړو نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې.
د ازادو سیالیو ځینو لوبغاړو داسې اسناد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ورکړي، چې ښيي دغه لوبغاړي په بېلابیلو قاچاقي لارو هڅه کوي بهر ته لاړ شي.
د سوک وهنې یو لوبغاړی چې د افغانستان لپاره یې قفس کې سیالۍ کړې دي او د کاونډیو هېوادونو سیالانو ته یې ماتې ورکړې هم د طالبانو بندیز مجبور کړی چې له افغانستانه ووځي.
نوموړي تازه په قاچاقي لارو اروپا ته د رسېدو لپاره انساني قاچاق کوونکو ته پيسې په ضمانت صراف ته سپارلې دي.
نوموړی وايي : «ډېرې هېلې مو د وطن لپاره درلودې او هڅه مو کوله چې د افغانستان لپاره لوبه وکړو خو اوس دا هېلې له خاورو سره خاورې شوې او ډېر ناامیده له خپل وطنه وځم.»
په دوی کې ځینې لوبغاړو چې اقتصادي وضعیت یو څه ښه دی، په کابل کې د وېزې له شرکتونو د روسیې وېزې له ۵۰۰۰ ډالرو تر ۷۰۰۰ ډالرو اخیستې دي.
ځینې لوبغاړي وايي، د روسیې له لارې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
یو بله ډله ځوانان چې اقتصادي وضعیت یې چندان ښه نه دی، د هرات او نیمرزو له لارې د انساني قاچاقبرانو په واسطه په سختو مرګونو لارو ځانونه ایران ته رسوي.
په دوی کې داسې لوبغاړي هم شته چې له ایرانه په قاچاقي لارو ترکیې ته رسېدلي دي.
دوی افغانستان انټرنشنل ته وویل، اروپا ته د تلو لپاره یې څو ګېمونه یې وهلي؛ خو لا هم بریالی شوي نه دي چې ځانونه په کښتیو کې ایټالیا ته ورسوي.
د کابل په رحمان بابا مېنه یا کارته نو کې د سوک وهنې کلب یو استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، په خپلو سترګو یې ځینې شاګردان لیدلي چې له تمرین د پرېښودو سره نشه یې توکو کارولو ته مخه کړې ده.
یو تن استاد:« دا زما لپاره ډېره سخته وه، چې ما خپل ځینې شاګردان ولیدل، چې پخوا یې له ماسره په کلب کې تمرین کاوه خو اوس یې نشه یي توکو کارولو ته مخه کړې ده او دا حالت زما لپاره د زغملو نه دی.»
افغاستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د سوک وهنې ازادو سیالیو یا فري فایټ کلبونه فعال وو.
په دوی کې یوازې په کابل کې د سوک وهنې شاوخوا ۳۰۰ کلبونه وو، چې هر کلپ شاوخوا ۱۵۰ شاګردان درلودل.
پر ازادو سیالیو له بندیز وروسته دا کلبونه هم ځینې بند شوي او نور هم ورته حالت لري.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په وږي میاشت کې په یو مکتوب کې له ملا هبت الله غوښتي و چې ځینې بندیزونو منظور کړي.
په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو لمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.
دا مکتوب د طالبانو مشر له خوا ملا هبت الله منلی او توشیح کړی، چې ور سره په ازادو سیالیو هم بندیز ولګېد.
له هغه وروسته که کومو افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی د طالبانو اړوند ورزشي ادارې یې خپل استازي نه بولي.

د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی او په استانبول کې د پخوانیو افغان چارواکو د غونډې یو ګډونوال جعفر مهدوي وویل؛ افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او په ترکیه کې د خبرو ترسره کول یو تاریخی مسوولیت دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې له ټولو اړخونو سره د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
جعفر مهدوي چې په دې غونډه کې د ګډون په موخه له افغانستان څخه ترکیې ته تللی، پر اېکس شبکې خپور کړي پیغام کې یې لیکلي، چې په دې غونډه کې د کوم حرکت استازیتوب نه کوي.
طالبانو ته نږدې دغه څېرې په افغانستان کې تېرو جګړو ته په اشارې سره وویل، چې د استانبول په غونډه کې هېڅ یو ګډونوال جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ګڼي او د ټولو سیاسي ډلو ترمنځ د صادقانه خبرو پر اهمیت ټینګار کوي.
ښاغلي مهدوي وایي: "زه هیله لرم چې د طالبانو چارواکي دغه ارزښتناکه اسلامي او ملي مسوولیت درک کړي او د ریښتینو خبرو اترو لپاره مناسب او اغیزمن ګامونه پورته کړي."
دغه ناسته د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ملي خبرو اترو د بهیر لومړۍ ناستې په نوم جوړه شوې وه، چې د افغانستان د روان وضعیت د بیا کتنې او د شته ننګونو د له منځه وړلو او سیاسي ثبات ته د رسېدو لپاره د ممکنه حل لارو په اړه پکې خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو لکه شکریه بارکزۍ، فوزیې کوفي او شاه ګل رضايي هم ګډون درلود. د دې غونډې کوربه حکمت خلیل کرزی، مصطفی مستور او ادریس زمان وو. دوی په تېر حکومت کې د بهرنیو چارو او اقتصاد وزارتونو مرستیالان وو.
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د دوحې څلورمه غونډه ډېر ژر جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د هېوادونو اقدام نه کولو دغه ډله زړوره کړې ده. هغه وايي، چې ټول نړۍوالو امکانات لکه د هاګ نړۍواله محکمه باید حساب ورکولو ته د طالبانو د اړ کولو لپاره وکارول شي.
ځانګړي راپور ورکوونکي، د جمعې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په افغانستان کې بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړ.
عملي حل لارې
ریچارډ بېنېټ حساب ورکولو ته د طالبانو د اړ کولو لپاره د عملي وسیلو او حل لارو په اړه خبرې وکړې. د بېنېټ په وینا، هېوادونه باید د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له واکونو څخه د طالبانو پر ضد کار واخلي. بېنېټ، طالبان هغه ډله یاده کړه چې د افغانستان نیمایي برخه یې له عامه ژوند څخه لرې کړې ده.
هغه د جمعې په ورځ نیویارک کې یوې خبري غونډې کې وویل: «د [نړۍ] بې کفایتۍ طالبان نور هم زړور کړي دي. طالبان باید درک کړي چې له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونې به د دوی لپاره پایلې ولري.»
بېنېټ زیاته کړه: «موږ باید اوسنیو چارواکو ته دا روښانه کړو، که د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ ښه والی رانشي، د اړیکو عادي کول یا نړۍوال مشروعیت به ممکن نه وي.»
په دې وروستیو کې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي او پر دوی لګېدلي بندیزونه لېرې نه شي، دوی به د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد شکایت وکړي. د نړۍ څه باندې ۲۳هېوادونو د دغه نوښت ملاتړ وکړ.
بېنېټ په دې غونډه کې وویل، چې دا مهال د جرمونو نړۍوالې محکمې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څیړنې پیل کړي دي. هغه، حکومتونو ته وړاندیز وکړ چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیل طالب چارواکي د "نړۍوال قضایي صلاحیت "د اصولو پر اساس په خپلو محکمو کې محاکمه کړي."
هالنډ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په اتیایمه لسیزه کې د افغانستان د کمونیستي حکومت پر مهال یې یو شمېر افغانان د شکنجې او قتل په تور محاکمه کړي و. تر دې مخکې د کاناډا په څېر یو شمېر نورو هېوادونو هم د نورو هېوادونو چارواکي له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تور محاکمه کړي او زنداني کړي دي.
ښاغلي بېنېټ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې وويل، دى هيله لري چې لوېديځ هېوادونه به د دوى شکايت تعقيب کړي او طالبان به د هاګ محکمې ته معرفي کړي. د هغه په وينا، دا شکايت د طالبانو پر وړاندې د نړېوالو د لومړي اقدام نښه ده.
نړۍ ته راپور
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې شریکې کړې. هغه ښځو او نجونو ته د امر بالمعروف د قانون له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د بشري حقونو سرغړونې د دې لامل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د سختو بندیزونو غوښتنه وشي.
خو هغه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د مشروطېدو ملاتړ ونه کړ. بېنېټ وویل؛ له افغانستان سره د مرستو اندازه کمه شوې او د نړۍوالو بشردوستانه مرستو مشروطېدل به افغان ولس ته ډیر زیان ورسوي. خو بېنېټ وویل، چې په افغانستان کې باید د بشري مرستو د ویشلو په برخه کې لا زیاته څارنه وشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د بشري حقونو د مدافعانو، ښځو او خبریالانو په ګډون له خطر سره مخامخ افغانانو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د مجازاتو څخه معافیت ته د پای ټکي ایښودلو نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې له ۱۲۰ څخه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکو وژل شوي دي.
د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو څخه د معافیت کلتور له امله د هغوی په حق کې عدالت نه دی پلي شوی او په هېواد کې پر خبریالانو او رسنیو بندیزونه هم په بې ساري ډول زیات شوي دي.
دغه مرکز دا څرګندونې، د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د مجازاتو څخه معافیت ته د پای ټکي ایښودلو نړۍوالې ورځې په مناسبت چې سبا (شنبه) د لړم ۱۲مه چې د نومبر له دویمې نېټې سره سمون خوري، کړي دي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال ( ۱۳۸۰ هجري لمریز) څخه تر اوسه پورې په هېواد کې د ۲۰ ښځینه وو خبریالانو په ګډون ۱۲۸ تنو خبریالانو ا د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د افغانستان د خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې د مجازاتو څخه د معافيت کلتور له امله په ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مې څخه تر ۱۴۰۳ کال د زمري ۲۴مې پورې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۴۴۷ پېښې ثبت شوي.
په دې پېښو کې درې یې د مړینې، لسګونه یې د ګواښونو او له ۲۲۰ څخه ډېرې یې د خبریالانو د نیونې پېښې دي.
دغه مرکز وایي: "د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو، فشارونو او د محدودیتونو زیاتېدل به پر ټولنه او د هېواد پر پرمختګ خورا ناوړه پایلې ولري."
د خبریالانو مرکز په خپلې خبر پاڼه کې له طالبانو غوښتي چې د قرباني شویو خبریالانو په اړه عدالت پلي کړي، «او د رسنیو او خبریالانو اساسي حقونو ته د درناوي ترڅنګ هغه کړنلارې چې د رسنیو ازادي یې په بې ساري ډول محدوده کړې لغو کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د امربالمعروف قانون په توشیح کولو سره د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی. د دې قانون د پلې کولو په پار تر اوسه د افغانستان په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې د دولتي او ځینو شخصي ټلویزیونونو نشرات بند شوي دي.

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د غرغښت په نامه یوه سیمه ایزه راډیو تړلې ده. سرچینې وايي، چې طالبانو دغه راډيو د خپرونو په زګنالونو کې د موسیقۍ د شتون له امله تړې ده.
په خوست کې ځايي سرچینو نن جعمه (د لړم۱۱مه) ویلي، چې طالبانو تېره ورځ ماسپښین درې بجې د غرغښت سیمه ایزې راډیو نشرات قطع کړي او د دروازه یې ورته مهرلاک کړې ده.
د ترلاسه شو معلوماتو پربنسټ په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف، استخبارات او اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو غړو په حضور کې دغه راډیو تړل شوې ده.
د غرغښت راډيو او د رسنیو نورو سیمه ایزو بنسټونو تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو څه ویلي دي.
په خوست کې ځینو ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن د جعمې ورځ «د لړم۱۱مه» د طالبانو د خوست په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځايي رسنیو له استازو سره غونډه کړې ده.
په دې ناسته کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنک او امربالمعروف ریاستونو مسوولاتو د رسنیو استازو ته خبرداری ورکړی چې د امربالمعروف د قانونو د پلي کېدو او په راډيوګانو کې موسیقۍ غږول په مکمل ډول بند دي.
ځینو خبریالانو چې په دې ناسته کې یې کډون کړی وو، وايي، چې طالبانو ورته جدي ګواښ کړی چې په رسنیو کې د هر ډول موسیقۍ غږول بند دي او که دوی هم موسیقي خپره کړي د غرغښت راډيو له سرنوشت سره به مخ شي.
طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.
د رسنیو ملاتړو بنسټونو د طالبانو دا کار، په ټول هېواد کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو په مانا بولي.
دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.