پاکستان کې د جومات ملا پر ۱۳ کلنې جینۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی

د پاکستان د پنجاب ایالت په ختیز ریناله ښار کې د جومات یو ملا امام پر یوې دیارلس کلنې جینۍ د جنسي تیري په تور نیول شوی دی. دې نجلۍ د اعظم ښارګوټي په ریناله دیني مدرسه کې زده کړه کوله او طبي معایناتو ثابته کړې چې اووه میاشتنی بچی یې په خېټه کې دی.