• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د پاړه چنار او پېښور تر منځ لویه لاره د ۲۳ ورځو په تېرېدو هم تړلې پاتې ده

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۲ GMT+۰

سیمه ییزې سرچینې وايي، د لارې د بندښت له امله د پاړه چنار زده کړیالانو نن په پېښور کې عمومي خدمتونو او د لوړو زده‌کړو په ازموینه کې ګډون ونه شو کړی. بل خوا سرچینې وايي، د پاړه چنارـ پیښور لویې لارې د بندیدو په غبرګون له تېرې اونۍ راهیسې پرلت هم وهل شوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پيښورـ پاړه چنار ترمنځ لاره نن یکشنبې د (لړم ۱۳مه) د ۲۳مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، د پاړه چنار په مرکزي روغتون کې د درملو د خلاصیدو له امله د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي سرچینې وايي، په پاړه چنار کې د سړک بندیدو په غبرګون د بېلابېلو ګوندونو غړو د تېرو څلورو ورځو راهیسې پر (ار پي) څلورلارې باندې پرلت وهلی دی.

ځايي پولیسو خبریالانو ته ویلي، چې د پيښورـ پاړه چنار ترمنځ سړک د اکټوبر په ۱۲مه د ملکي وګړو پر موټر له ډزو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله بند شوی دی.

د اکټوبر په ۱۲مه د ملکي وګړو پر موټر په برید کې ۱۵ کسان ووژل شول.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په پاړه چنار کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي رخصت شوي او هلته خلګ د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لارې د خلاصون او په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د وسله والې لانجې د پای ته رسولو په مومه د تېرو څو ورځو راهیسې د قومي او قبایلي مشرانو او ځايي امنیتي چارواکو په ګډون د امن جرګه دوام لري.

خو تر اوسه پورې جرګه وال په دې نه دې توانیدلي چې په پاړه چناره کې روانه لانجه حل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لاهور ښار د ککړې هوا او لوګي له امله د ککړو ښارونو په کتار کې لومړی ځای خپل کړ

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۱ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، د لاهور ښار د ککړې هوا او لوګي له امله د ککړو ښارونو په کتار کې بیا لومړی ځای خپل کړی او په دغه ښار کې پرته له اړتیا د نه ګرځېدو سپارښتنې شوې دي. ویل کیږي، ساه لنډي، د سترګو خارښت او ورته ناروغۍ په ډېرېدو دي.

د لاهور ښار د هوا پېژندنې ادارې د دغه ښار په بیلابیلو سیمو کې د هوا د ککړتيا کيفيت په ډي اېچ اې کې ۱۹۱۷، ګلبرګ کې ۱۵۱۵، مرات علي روډ کې ۱۲۶۴ او عسکري ۱۰ سیمه کې ۱۲۵۷ درجې ثبت کړی دی.

لاهور کې د هوا ککړتیا له امله تعليمي ادارو په يوه اونۍ کې درې رخصتۍ ټاکلې چې زده‌کوونکي د ککړې هوا له منفي اغېزو وژغوري.

د لاهور د هوا پېژندنې ادارې له مخې، په راتلونکو ورځو کې د باران امکان نه شته، چې له امله یې اټکل کیږي چې د هوا دغه ککړتیا څو برابره زیاته شي.

د دې تر څنګ په ملتان او پيښور کې هم هوا تر ډیره بریده ککړه شوې چې له امله یې ښاريانو ته د ساه لنډۍ او د سترګو د خارښت ناروغۍ ډیرې شوې دي.

روغتیايي کارپوهانود دغو ښارونو اوسیدونکو ته لارښوونه کړې چې ماسک وکاروي او له کورونو دې نه وځي.

یونېسف: غزه کې په ۴۸ ساعتونو کې ۵۰ ماشومان وژل شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د غزې د شمالي برخې په جبالیه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۵۰ ماشومان وژل شوي. د دغې ادارې د راپور له مخې، په جبالیه کې د استوګنې پر دوو ودانیو بمبار دغه ماشومان وژلي دي.

د شنبې په ورځ د یونېسف له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په شمالي برخه جبالیه کې ۵۰ ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې اسراییل د استوګنې پر دوو هغو ودانیو بمبار وکړ، چې سلګونو کسانو د جګړې له وېرې په کې پناه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اجراییه مشرې کاټرین رسل وايي، دا د غزې په شمال کې یوه خونړۍ اونۍ وه.

نوموړې په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بشري کارکوونکو په ګډون په ملکي وګړو او په غزه کې پر ملکي ځایونو بریدونه باید ودرول شي.

یونېسف وايي،‌ ملکي وګړي او ملکي جوړښتونه، د استوګنې ودانیو په ګډون، او همدارنګه د بشرپاله کارکوونکو او د هغوی وسایل باید تل د نړۍوال بشردوستانه قانون سره سم خوندي شي.

د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بې ځایه کېدو یا اېستلو امر د جګړې هیڅ اړخ ته اجازه نه ورکوي، چې په سیمه کې ټول وګړي یا وسایل د نظامي هدفونو په توګه وګڼي او باید د نظامي او ملکي هدفونو تر منځ توپیر وشي.

یونېسف وايي: «خو بیا هم دا اصول په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کیږي، چې په لسګونو زره ماشومان په کې وژل شوي، ټپیان شوي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره له اړینو خدمتونو بې برخې شوي.»

یونیسف د جګړې په دواړو غاړو هم غږ کوي چې د نړۍوالو قوانینو د درناوي د تضمین لپاره خپل اغېز وکاروي، او د ماشومانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

د خیبرپښتونخوا په بونیر کې د ټرافیکي پېښې له امله د څلورو ښځو په ګډون اته تنه مړه شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۵ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ وايي، چې نن یکشنبه د خیبرپښتونخوا په بونیر ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د څلورو ښځو په ګډون اته تنه مړه شوي او شپږ ټپیان دي. ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې ټپیان یې نږدې روغتون ته لیږدولي دي.

د پوليسو په خبره دغه د سورلۍ ګاډی له چغرزي څخه سواړي ته روان و چې په لاره کې له سړک بېواکه شوی او ژورې کندې ته لويدلی.

پولیسو د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

ویل کیږي د دغې پېښې مړي او ټپیان د ځايي خلکو په مرسته له کندې را ایستل شوي دي.

د لبنان په سوېل کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزب الله دوه زره غړي وژل شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د اسراییل پوځ ویلي چې، د لبنان په سوېل کې د دغه هېواد د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزب الله شاوخوا دوه زره غړي وژل شوي دي. دغه کسان د هوايي بریدونو او هم د جګړې په ډګر کې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

په دې توګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه د روانې جګړې له پیل راهیسې د حزب الله د وژل شویو غړو شمېر شاوخوا درې زرو ته لوړ شوی دی.

په دغو وژل شویو کې د لبنان د حزب الله ډلې لس مهم مشران هم وژل شوي چې د دغو مشرانو وژل کېدل حزب الله ته لوی ګوزار بلل شوی.

د حزب الله په وژل شویو مشرانو کې د دغې ډلې تر نورو مهم مشر حسن نصرالله هم شامل و چې د دغې ډلې مشري یې په غاړه لرله.

هسپانیا کې د خونړیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۲۱۱ تنو ته ورسید

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) وویل، چې د هسپانیا په معاصر تاریخ کې ترټولو خونړي سیلابونو لږترلږه ۲۱۱ کسان وژلي او ډېر نور ورک دي. دغو خونړيو سیلابونو څلور ورځې مخکې د والنسیا ختیځه سیمه په پراخه توګه اغیزمنه کړه.

سانچیز په یوې ټلویزیونې بیانیه کې وویل، چې سیمې ته یې ۵۰۰۰ زره نور سرتېري هم لیږلي تر څو د لټون په عملیاتو کې مرسته وکړي. تر دې وړاندې سانچیز ۲۵۰۰ سرتېري سیمې ته لیږلي وو.

سانچیز وویل: «دا د سولې په وخت کې د اسپانیې د وسله والو ځواکونو له خوا ترټولو لوی عملیات دي. حکومت به د اړتیا په صورت کې ټولې اړینې سرچینې وکاروي.»

د هسپانیا حکومت له دغه مرګوني سیلاب وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم هم اعلان کړی و.

تر دې مخکې رویترز لیکلي و، د سېلابونو خبرداریو ته د ځايي حکومت سُست غبرګون او دغه کړکېچ ته د چمتووالي پر نشتوالي سختې نيوکې شوي او اعتراضونه تر دې کچې رسېدلي چې ټولنيزو ډلو او اتحاديو د والنسیا د ځايي حکومت د مشر کارلوس مازون د استعفا غوښتنه کړې ده.

دا پیښه د هسپانیا په معاصر تاریخ کې د سیلابونو له امله رامینځته شوې ترټولو لوی طبیعي ناورین په توګه ثبت شوې.