• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لبنان په سوېل کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزب الله دوه زره غړي وژل شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د اسراییل پوځ ویلي چې، د لبنان په سوېل کې د دغه هېواد د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزب الله شاوخوا دوه زره غړي وژل شوي دي. دغه کسان د هوايي بریدونو او هم د جګړې په ډګر کې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

په دې توګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه د روانې جګړې له پیل راهیسې د حزب الله د وژل شویو غړو شمېر شاوخوا درې زرو ته لوړ شوی دی.

په دغو وژل شویو کې د لبنان د حزب الله ډلې لس مهم مشران هم وژل شوي چې د دغو مشرانو وژل کېدل حزب الله ته لوی ګوزار بلل شوی.

د حزب الله په وژل شویو مشرانو کې د دغې ډلې تر نورو مهم مشر حسن نصرالله هم شامل و چې د دغې ډلې مشري یې په غاړه لرله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هسپانیا کې د خونړیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۲۱۱ تنو ته ورسید

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) وویل، چې د هسپانیا په معاصر تاریخ کې ترټولو خونړي سیلابونو لږترلږه ۲۱۱ کسان وژلي او ډېر نور ورک دي. دغو خونړيو سیلابونو څلور ورځې مخکې د والنسیا ختیځه سیمه په پراخه توګه اغیزمنه کړه.

سانچیز په یوې ټلویزیونې بیانیه کې وویل، چې سیمې ته یې ۵۰۰۰ زره نور سرتېري هم لیږلي تر څو د لټون په عملیاتو کې مرسته وکړي. تر دې وړاندې سانچیز ۲۵۰۰ سرتېري سیمې ته لیږلي وو.

سانچیز وویل: «دا د سولې په وخت کې د اسپانیې د وسله والو ځواکونو له خوا ترټولو لوی عملیات دي. حکومت به د اړتیا په صورت کې ټولې اړینې سرچینې وکاروي.»

د هسپانیا حکومت له دغه مرګوني سیلاب وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم هم اعلان کړی و.

تر دې مخکې رویترز لیکلي و، د سېلابونو خبرداریو ته د ځايي حکومت سُست غبرګون او دغه کړکېچ ته د چمتووالي پر نشتوالي سختې نيوکې شوي او اعتراضونه تر دې کچې رسېدلي چې ټولنيزو ډلو او اتحاديو د والنسیا د ځايي حکومت د مشر کارلوس مازون د استعفا غوښتنه کړې ده.

دا پیښه د هسپانیا په معاصر تاریخ کې د سیلابونو له امله رامینځته شوې ترټولو لوی طبیعي ناورین په توګه ثبت شوې.

اسراییلي پوځ د لبنان په شمال کې د حزب الله د یو چارواکي نیول تایید کړل

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

اسراییلي پوځ تایید کړه، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو کمانډو ډلو تېره شپه د لبنان په شمال کې د حزب الله یو چارواکی عماد امحاز نیولی دی.

اسراییلي پوځ زیاته کړه، چې امحاز د حزب الله د سمندري ځواکونو په اړه د "معلوماتو یوه مهمه سرچینه" ده.

د ټایمز اسراییل خبري ویبپاڼې په لبنان کې د خپرو شویو راپورونو په حواله لیکلي، چې اسراییلي کومانډو د سمندر له لارې د طرابلس په سویل کې البترون ساحل ته ننوتي، امحاز یې په یو کور کې نیولی او بیا د تیزو کښتیو په وسیله له سیمې وتلي دي.

ټایمز اسراییل زیاته کړې، چې اسراییلي پوځ اوس له امحاز څخه څیړنې کوي.

یوه افریقایي الاصله د لومړي ځل لپاره د بریتانیا د محافظه کار ګوند مشره شوه

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۰

یوه ۴۴ کلنه افریقایي الاصله سیاستواله کمي بیډناک له رابرت جنریک سره د رایې اچونې په وروستي پړاو کې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه. هغه د بریتانیا په تاریخ کې لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د یو لوی سیاسي ګوند مشري کوي.

د خپل ټاکنیز کمپاین په جریان کې، بیډناک ژمنه کړې وه، چې محافظه کار ګوند به خپلو "لومړنیو اصولو" ته راستون کړي او په راتلونکو میاشتو کې به د ګوند د نوي لارې نقشې جوړولو لپاره یو لړ بیاکتنې پیل کړي.

هغې د خپلې بریا په وینا کې، محافظه کار ګوند ته په خطاب کې وویل: «د رښتیا ویلو او کار کولو وخت رارسیدلی دی.» هغې زیاته کړه، چې د نوې مشرې په توګه د هغې «لومړی مسولیت» به دا وي چې د کارګر اوسنۍ حکومت حساب ورکولو ته چمتو کړي. همدا راز، بیډناک ټینګار وکړ، چې د هغې دویمه موخه د بریتانیا حکومت د ترلاسه کولو لپاره د ګوند چمتو کول دي.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، بیډناک د ګوند په منځ کې په ټاکنو کې د ۵۳ زره او ۸۰۶ رایو په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوه. جنریک ۴۱ زره او ۳۸۸ رایې ترلاسه کړې وې.

دریمه برخه د محافظه کار ګوند استازو، له هغې ملاتړ وکړ. بیډناک تر دې مخکې ویلي و، که بریالې شي نو پاتې ۶ نورو کاندیدانو ته به هم خپلې کابینه کې ځای ورکړي.

اوس ولیدل شي چې هغه به څوک د کابینې لپاره غوره کړي، ځکه چې دا ټاکنې د ګوند د راتلونکي لپاره برښلیک ټاکونکي دي.

اسراییل وايي، د حزب الله دوه قومندانان یې ووژل

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د اسرایل پوځ وايي، د حزب الله هغه دوه ساحلي قومندانان یې وژلي چې د لبنان په سویل کې یې اسراییل ته له ۴۰۰ د زیاتو توغندیو د توغولو مسولیت په غاړه درلود. دغه دوه قومندانان په ساحلي برخه کې د حزب الله د ځواکونو قومندان موسی عزالدین او د توپخانې قومندان حسن مجید وو.

د لبنان په سوېل کې د اسراییل پوځ وايي ځواکونه یې د حزب الله پر اهدافو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي او د دغې ډلې وسلې به کشفوي.

راپورونه وايي د اسراییل هوايي ځواکونو د جمعې په ورځ په غزه کې د حماس تر ۱۲۰ زیات مرکزونه په نښه کړل.

لبنان: د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د اوربند خبرې اترې ناکامې شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د لبنان دپارلمان مشر نبیه بری له شرق الاوسط رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې د امریکا په مینځګړیتوب د اسراییلو او حزب الله ترمینځ د اوربند خبرې اترې ناکامې شوې او د دغه کړکیچ د حل لپاره سیاسي هلې ځلې د امریکا د ټاکنو تر پای ته رسیدو پورې وځنډیدې.

تر دې مخکې، رویټرز خبري اژانس د څو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د اسراییلو او د لبنان حزب الله ډلې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې، د اوربند په اړه د اسراییل له خوا د "یوې نا مناسبې" مسودې له وړاندې کولو او پر تطبیق یې د اسراییلو له ټینګار وروسته ناکامې شوې.

په همدې حال کې، په لبنان کې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د لبنان د یو سیمه ییز چارواکي په وینا، د جمعې په ورځ په بعلبک سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د اسراییلو په بریدونو کې ۴۱ نور کسان هم وژل شوي چې له دې سره د جګرې له پیل راهیسې د وژل شوو شمېر ۲۹۰۸ ته رسیدلی دی.