• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هسپانیا کې د خونړیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۲۱۱ تنو ته ورسید

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) وویل، چې د هسپانیا په معاصر تاریخ کې ترټولو خونړي سیلابونو لږترلږه ۲۱۱ کسان وژلي او ډېر نور ورک دي. دغو خونړيو سیلابونو څلور ورځې مخکې د والنسیا ختیځه سیمه په پراخه توګه اغیزمنه کړه.

سانچیز په یوې ټلویزیونې بیانیه کې وویل، چې سیمې ته یې ۵۰۰۰ زره نور سرتېري هم لیږلي تر څو د لټون په عملیاتو کې مرسته وکړي. تر دې وړاندې سانچیز ۲۵۰۰ سرتېري سیمې ته لیږلي وو.

سانچیز وویل: «دا د سولې په وخت کې د اسپانیې د وسله والو ځواکونو له خوا ترټولو لوی عملیات دي. حکومت به د اړتیا په صورت کې ټولې اړینې سرچینې وکاروي.»

د هسپانیا حکومت له دغه مرګوني سیلاب وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم هم اعلان کړی و.

تر دې مخکې رویترز لیکلي و، د سېلابونو خبرداریو ته د ځايي حکومت سُست غبرګون او دغه کړکېچ ته د چمتووالي پر نشتوالي سختې نيوکې شوي او اعتراضونه تر دې کچې رسېدلي چې ټولنيزو ډلو او اتحاديو د والنسیا د ځايي حکومت د مشر کارلوس مازون د استعفا غوښتنه کړې ده.

دا پیښه د هسپانیا په معاصر تاریخ کې د سیلابونو له امله رامینځته شوې ترټولو لوی طبیعي ناورین په توګه ثبت شوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي پوځ د لبنان په شمال کې د حزب الله د یو چارواکي نیول تایید کړل

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

اسراییلي پوځ تایید کړه، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو کمانډو ډلو تېره شپه د لبنان په شمال کې د حزب الله یو چارواکی عماد امحاز نیولی دی.

اسراییلي پوځ زیاته کړه، چې امحاز د حزب الله د سمندري ځواکونو په اړه د "معلوماتو یوه مهمه سرچینه" ده.

د ټایمز اسراییل خبري ویبپاڼې په لبنان کې د خپرو شویو راپورونو په حواله لیکلي، چې اسراییلي کومانډو د سمندر له لارې د طرابلس په سویل کې البترون ساحل ته ننوتي، امحاز یې په یو کور کې نیولی او بیا د تیزو کښتیو په وسیله له سیمې وتلي دي.

ټایمز اسراییل زیاته کړې، چې اسراییلي پوځ اوس له امحاز څخه څیړنې کوي.

یوه افریقایي الاصله د لومړي ځل لپاره د بریتانیا د محافظه کار ګوند مشره شوه

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۰

یوه ۴۴ کلنه افریقایي الاصله سیاستواله کمي بیډناک له رابرت جنریک سره د رایې اچونې په وروستي پړاو کې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه. هغه د بریتانیا په تاریخ کې لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د یو لوی سیاسي ګوند مشري کوي.

د خپل ټاکنیز کمپاین په جریان کې، بیډناک ژمنه کړې وه، چې محافظه کار ګوند به خپلو "لومړنیو اصولو" ته راستون کړي او په راتلونکو میاشتو کې به د ګوند د نوي لارې نقشې جوړولو لپاره یو لړ بیاکتنې پیل کړي.

هغې د خپلې بریا په وینا کې، محافظه کار ګوند ته په خطاب کې وویل: «د رښتیا ویلو او کار کولو وخت رارسیدلی دی.» هغې زیاته کړه، چې د نوې مشرې په توګه د هغې «لومړی مسولیت» به دا وي چې د کارګر اوسنۍ حکومت حساب ورکولو ته چمتو کړي. همدا راز، بیډناک ټینګار وکړ، چې د هغې دویمه موخه د بریتانیا حکومت د ترلاسه کولو لپاره د ګوند چمتو کول دي.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، بیډناک د ګوند په منځ کې په ټاکنو کې د ۵۳ زره او ۸۰۶ رایو په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوه. جنریک ۴۱ زره او ۳۸۸ رایې ترلاسه کړې وې.

دریمه برخه د محافظه کار ګوند استازو، له هغې ملاتړ وکړ. بیډناک تر دې مخکې ویلي و، که بریالې شي نو پاتې ۶ نورو کاندیدانو ته به هم خپلې کابینه کې ځای ورکړي.

اوس ولیدل شي چې هغه به څوک د کابینې لپاره غوره کړي، ځکه چې دا ټاکنې د ګوند د راتلونکي لپاره برښلیک ټاکونکي دي.

اسراییل وايي، د حزب الله دوه قومندانان یې ووژل

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د اسرایل پوځ وايي، د حزب الله هغه دوه ساحلي قومندانان یې وژلي چې د لبنان په سویل کې یې اسراییل ته له ۴۰۰ د زیاتو توغندیو د توغولو مسولیت په غاړه درلود. دغه دوه قومندانان په ساحلي برخه کې د حزب الله د ځواکونو قومندان موسی عزالدین او د توپخانې قومندان حسن مجید وو.

د لبنان په سوېل کې د اسراییل پوځ وايي ځواکونه یې د حزب الله پر اهدافو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي او د دغې ډلې وسلې به کشفوي.

راپورونه وايي د اسراییل هوايي ځواکونو د جمعې په ورځ په غزه کې د حماس تر ۱۲۰ زیات مرکزونه په نښه کړل.

لبنان: د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د اوربند خبرې اترې ناکامې شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د لبنان دپارلمان مشر نبیه بری له شرق الاوسط رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې د امریکا په مینځګړیتوب د اسراییلو او حزب الله ترمینځ د اوربند خبرې اترې ناکامې شوې او د دغه کړکیچ د حل لپاره سیاسي هلې ځلې د امریکا د ټاکنو تر پای ته رسیدو پورې وځنډیدې.

تر دې مخکې، رویټرز خبري اژانس د څو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د اسراییلو او د لبنان حزب الله ډلې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې، د اوربند په اړه د اسراییل له خوا د "یوې نا مناسبې" مسودې له وړاندې کولو او پر تطبیق یې د اسراییلو له ټینګار وروسته ناکامې شوې.

په همدې حال کې، په لبنان کې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د لبنان د یو سیمه ییز چارواکي په وینا، د جمعې په ورځ په بعلبک سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د اسراییلو په بریدونو کې ۴۱ نور کسان هم وژل شوي چې له دې سره د جګرې له پیل راهیسې د وژل شوو شمېر ۲۹۰۸ ته رسیدلی دی.

د هسپانیا په سویل لویدیځ کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر ۲۰۵ ته ورسید

۱۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د هسپانیا په سویل لویدیځ کې د راوتلو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۲۰۵ تنو ته رسیدلی، لسګونه کسان لادرکه دي او اوه کسان ژوندي موندل شوي دي. د هسپاینا د هوا پیژندنې ادارې د دې هېواد په سویل لویډیځ کې د سختو بارانونو د وریدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

مرستندویه کارکونکي هڅه کوي، چې لرې پرتو سیمو ته لاسرسي پیدا کړي او له ژوندیو پاتې شویو خلکو سره مرسته وکړي.

د لټون او ژغورنې عملیاتو د پیاوړتیا لپاره، تر اوسه ۵۰۰ سرتېري سیمې ته لیږل شوي ترڅو د ورکو کسانو لټون وکړي او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره مرسته وکړي.

د والنسیا په سیمه کې د سیلابونو له امله تر اوسه له ۳۶۰ زرو څخه زیات خلک بې کوره شوي، ۳۰۰ زره کسان د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د ۷۵ زره کورونو برېښنا پرې شوې ده.

د هسپانیا حکومت له دغه مرګوني سیلاب وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د سېلابونو خبرداریو ته د ځايي حکومت سُست غبرګون او دغه کړکېچ ته د چمتووالي پر نشتوالي سختې نيوکې شوي او اعتراضونه تر دې کچې رسېدلي چې ټولنيزو ډلو او اتحاديو د والنسیا د ځايي حکومت د مشر کارلوس مازون د استعفا غوښتنه کړې ده.

د جمعې په ورځ (د لړم ۱۱مه) په ټولې هسپانیا کې د ورښتونو په اړه خبرداری ورکړل شوی او د اندلسیا په سیمه کې د سخت او دوامداره اورښتونو وړاندوینه شوې ده.

دا پیښه د هسپانیا په معاصر تاریخ کې د سیلابونو له امله رامینځته شوې ترټولو لوی طبیعي ناورین په توګه ثبت شوې او په ۱۹۶۷ کې په پرتګال کې له سیلابونو وروسته چې نږدې ۵۰۰ کسان یې وژلي وو په اروپا کې د ترټولو سخته طبیعي پیښه بلل کیږي.