د یمن حوثيان: خپلو بریدونو ته به دوام ورکوو

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي جنګلیاليو ګواښ کړی چې پر اسراییلي بیړیو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي جنګلیاليو ګواښ کړی چې پر اسراییلي بیړیو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
دغې ډلې ټینګار کړی چې د اسراییلي بېړیو د ملکیت بدلون په رسمیت نه پېژني او دا مسله به د دغو بیړیو په نښه کولو کې د حوثي جنګیالیو په پالیسۍ کې توپیر رامنځته نه کړي.
د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته، حوثي جنګیالیو په تیرو میاشتو کې د سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړیوالو بیړیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له خطر سره مخامخ کړ. د دغو بریدونو لمن د هند تر سمندر پورې هم پراخه شوې ده.

ترکیې پر اسراییلو د وسلو د پلورلو د بندیز غوښتنه کړې. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې پر اسراییل د وسلو پلورل په ‘نسل وژنه’ کې د لاس لرلو مانا لري.
هغه زیاته کړه، ترکیې له ۵۳ نورو هېوادونو سره یو ځای د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو ګډ لیک کې، اسراییلو ته وسلو او مهماتو د لېږلو د بندولو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

د اسراييلو ۱۲چينل د دغه هېواد د يو چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې اسراييل ښايي تر راتلونکو لسو تر ۱۴ورځو پورې په لبنان کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند هوکړې ته ورسېږي.
بل خوا، د موساد مشر ډیویډ برنیا د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره په خپله وروستۍ کتنه کې له دغې ډلې سره د یوې موافقې د ترلاسه کولو چانس کم ګڼلی دی.
د دغه رپوټ له مخې، حماس لا هم په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د ختمېدو په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو شرط وړاندې کړی دی.
برنيا په دې غونډه کې ویلي: "مذاکراتي ډلې ته د لومړي وزير له خوا دا واک نه دی ورکړل شوی چې د بشپړې موافقې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره فیصله وکړي."

د لبنان د پارلمان مشر او د امل شیعه غورځنګر هبر نبیه بري له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: “زه دا نه ردوم چې ایران له حزب الله سره مرسته کوی، ان حزب الله هم دغه موضوع تاییدوی، خو که امریکا له لبنان سره مرسته وکړي، موږ به له ایران څخه دستور وانخلو."
بری دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نوموړی د حزب الله له متحدینو څخه بلل کیږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ زیاته شوې او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دغه هېواد کې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي. دغه سازمان وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۱۳ افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام شوي دي.
د بشري حقونو د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې سږ کال ۴۹ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.
طالبانو په ایران کې د افغان وګړو د اعدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د لړم میاشتې پر ۱۲مه نېټه د ایران د بشری حقوقو سازمان د خپل میاشتني راپور په خپرولو سره د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د اعدام د سزا د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړ.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې ایران د روان کال په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۶۶ کسان په بېلابېلو تورونو اعدام کړل.
یاد سازمان ټینګار کړی، چې دا له ۲۰۰۷ کال راهیسې د میاشتنیو اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر دی.
په دې راپور کې راغلي، "د ولسشمریزو ټاکنو له پای ته رسېدو او د ایران او اسراییل ترمنځ د نوي کړکېچ له پیلېدو وروسته، د اعدام سزا پلي کول چټک شوي دي."
د دغه راپور له مخې، د مسعود بزشکیان د ولسمشرۍ له پیل راهیسې، د اګست، سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې لږ تر لږه ۳۵۳ کسان د دغه هېواد په زندانونو کې اعدام شوي دي.
دغه راپور ښيي چې د اکتوبر په میاشت کې د ۱۳ افغانانو، شپږو ښځو، ۱۱ بلوڅانو، ۹ کردانو او یو ایراني الاصله جرمني په ګډون ۱۶۶ کسان د ایران اسلامي جمهوریت په زندانونو کې اعدام شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې ۸۰ تنه د قصدي وژنې په تور، ۶۴ تنه د نشه يي توکو په تور، ۱۲ تنه د جګړې په تور او ۱۰ تنه د جنسي تیري په تور اعدام شوي دي.
دغه راپور دا هم په ډاګه کوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغانانو اعدامونه زیات شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶ افغانان، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغانان او سږ کال لږ تر لږه ۴۹ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، د رواني ستونزو یو زنداني چې په روغتون کې د بستر کیدو مخینه یې درلوده، د اکتوبر په میاشت کې اعدام شو.
د ایران د بشری حقوقو سازمان مشر محمود مقدم وویل: «نړیواله ټولنه او هغه هېوادونه چې له ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې لری باید دغه خبرداری جدي ونیسي او د اسلامی جمهوریت له خوا د ستر جنایت د ترسره کیدو د مخنیوي لپاره جدي غبرګون وښیی.»"
دغه سازمان ټینګار کړی، چې تېره میاشت د ۱۶۶ اعدامونو له جملې یوازې ۲۰ پېښې د ایران اسلامي جمهوریت د رسنیو له لارې اعلان شوې دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په ختیز ریناله ښار کې د جومات یو ملا امام پر یوې دیارلس کلنې جینۍ د جنسي تیري په تور نیول شوی دی. دې نجلۍ د اعظم ښارګوټي په ریناله دیني مدرسه کې زده کړه کوله او طبي معایناتو ثابته کړې چې اووه میاشتنی بچی یې په خېټه کې دی.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د دغه جومات ملا امام شاوخوا اووه میاشتې وړاندې پر خپلې زده کوونکې جنسي تېری کړی او بیا یې وېرولې، چې غلې پاتې شي. خو څه وخت وړاندې د نجلۍ مور د خپلې لور په وضعیت کې د بدلون له امله شکمنه شوې وه او تر پلټنو وروسته جوته شوه، چې پر لور یې ملا جنسي تېری کړی.
د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، طبي معایناتو ثابته کړه چې نجلۍ له اوو میاشتو راهیسې په خېټه ده.
د دې پېښې له افشا کیدو وروسته، د ریناله پولیس لاس په کار شول او شکمن ملا یې چې ملتان ته تښتیدلی و، ونیوه.
په پاکستان او افغانستان کې ګڼ شمیر کورنۍ د وړو نجونو په ګډون خپل ماشومان جوماتونو او دیني مدرسو ته د دیني زده کړو لپاره لیږي.
