طالبانو په کابل او فراه کې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان د «اخلاقي فساد» په تور نيولي

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان وايي، چې په کابل او فراه ولایتونو کې يې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان د «ناروا اړيکو او اخلاقي فساد» په تور نيولي دي. دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې څلور نارينه یې په کابل، يوه ښځه او يو نارينه یې په فراه کې نيولي دي.