• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غزني ولایت کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلی دی

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په ورو وهلی دی. دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې ویلي چې یاد کس ته د «نامشروع» اړیکو په تور سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې یو کس د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې د «نامشروع» اړیکو په جرم د عامو خلکو په حضور کې ۳۹ دوري وهلی دی.

په خبرپاڼه کې د یاد کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یاد کس یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی دی.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلګو شریعت پلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې شریکې کړې.

هغه ښځو او نجونو ته د امر بالمعروف د قانون له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د بشري حقونو سرغړونې د دې لامل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د سختو بندیزونو غوښتنه وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، د تېرې شپې په اورلګېدنه کې شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ټپيان شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د اطفايې ریاست مسولان وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګاز د تولید په یوه شرکت کې د اور لګېدنې په پېښه کې شپږ تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ ناوخته په کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو د تولید په یوه شرکت کې اور لګیدنه رامنځته شوه، چې د طالبانو تر واک لاندې د اطفايې کارکوونکي د شپې تر ناوخته په یاده اورلګیدنه بوخت وه.

د طالبانو تر واک لاندې پيښو ته د رسیدو او اطفايې عمومي مشر نورالله انصار د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) رسنیو ته ویلي، چې د ګاز د تولید په شرکت د اور د غځیدو منخیوی یې پر وخت وکړ، خو په یاده اورلګیدنه کې شپږ تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، د په دغه اورلګیدنه کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه یې لا څیړنې نه دي بشپړي شوي.

ایراني چارواکی وايي، چې «ناقانونه» افغانانو ته باید اوبه او برېښنا ورنه کړل شي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۰

د تهران د پولیسو یوه مشر ویلي، چې پر ایران د لګول شویو بندیزونو له مخې «ناقانونه» افغانانو ته باید د میټرو، ښاري بس، روغتون، ښوونځي، اوبو او بریښنا په څېر اسانتیاوې ورنه کړل شي. علي قاسم پور وايي: «موږ باید دغه امتیازات «ناقانونه» افغانانو ته ورنه کړو.»

د تهران د پولیسو یوه مشر د دغه هېواد ایسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې: «ناقانونه افغانان د یوه ایراني په څير د ښاري ټولو خدمتونو لکه میټرو او بس، روغتون، ښوونځي، اوبه، بریښنا او داسې نور کاروي، چې په بېلابېلو مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې او د خلګو ته د خدمتونو د کموالي لامل کیږي.»

نوموړي زیاته کړه: «د هغو بندیزونو په پام کې نیولو سره چې زموږ هیواد یې لري او هغه اقتصادي ستونزې چې موږ ورسره مخ یو، دا سرچینې باید خلکو ته په واک کې ورنه کول شي او موږ باید دا امتیازات ناقانونه کډوالو ته ورنه کړو.»

علي قاسم پور ټینګار کړی؛ هغه افغانان چې په «ناقانونه» توګه ایران ته راغلي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د هغه په ​​وينا، د تهران پوليس دا مهال د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانان په راټولو او اړوندو مرکزونو ته په سپارلو بوخت دي، چې افغانستان ته واستول شي.

نوموړي له ایرانیانو څخه غوښتنه کړې، چې له پولیسو سره د افغانانو د اوسېدو د ځایونو په اړه د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

ایران په رسمي توګه ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی او د راپورونو له مخې ان په دغه هېواد کې د ویزو لرونکي افغانان نیول او شړل کېږي.

د راپورنو له مخې، ایران هره اونۍ نږدې زرګونه کسان نیسي او په جبري توګه یې افغانسان ته استوي.

طالبان: د افغان کډوالو ۴۴ کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۴۴ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي. دغه کډوال په خپله خوښه او زور له دغو هیوادونو ایستل شوي.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي دي، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې نهه یې د تورخم، ۱۶ یې د کندهار د سپین بولدک، دوه یې د نيمروز د ورېښمو پله او ۱۷ یې د هرات د اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.

دغه اژانس زیاته کړې ده، چې له دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې شپږیې بېرته خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو نورو کورنيو ته یې مرستې وېشلې دي.

که څه هم د کډوالو په برخه کې نړۍوالو ادارو او سازمانونو له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې له کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او دوی په زور له دغو هیوادونو کډې کولو ته اړ نه شي خو ایران او پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو ته دوام ورکړی او دغه لړۍ روانه ده.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.

دا رنګه په پاکستان کې د کډوالو چارو وزارت بیا وایي، چې د اګسټ میاشتې له ۱۷مې د سپتمبر میاشتې تر نهمې نېټې پورې ۲۱ زره او ۱۹۳ افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د طالبانو کرنې وزارت مرستیال: که نړۍ د فقر کمول غواړي، افغانستان دې غوره کړي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني چین ته د خپل سفر پر مهال ویلي: «که نړۍ غواړي فقر راکم کړي، نو افغانستان دې غوره کړي.» ښاغلي عثماني په چین کې د بې وزلۍ د کمولو په کنفرانس کې له نړۍوالو ادارو وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

هغه د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان اوس د کرنې، صنعت او سوداګرۍ لپاره یو خوندي ځای دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي و، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یا (ډبلیو‌ اېف‌ پي) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷ میلیونو زیات وګړي په کافي اندازه خواړه نه‌ لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د (لړم ۱۲مه نېټه)ویلي چې صدراعظم عثماني په دې غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ته راښکته شوې ده.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د نیولو خبرونه ورکړي.

د دې ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کوکنارو په کښت او تولید، مصرف، پېر او پلور بندیز ولګاوه. خو نړۍوال بنسټونه وايي، چې له افغانستان څخه د صنعتي نشه يي توکو توليد او قاچاق روان دی.

یونېسف: یوه میاشت کې مو د افغانستان له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره همکاري کړې ده

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د دغه صندوق تر چتر لاندې په افغانستان کې ۶،۱ میلیون وګړي اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. دغه سازمان وايي، یوه میاشت کې یې د افغانستان له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره همکاري کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په نومبر میاشتې کې یې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

دغه اداره وايي: «اوس کورنۍ پوهیږي، چې د یونېسف له ملاتړه په برخمنو روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درمل او باوري روزل شوي روغتیايي کارکونکي مومي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق همدارنګه زیاته کړې، چې د دغې ادارې په ملاتړ په افغانستان کې ۶،۱ میلیون کسان اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه سازمان په افغانستان کې د زده کړو، پاکو اوبو، روغتیا او خوړو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي.

یادې ادارې په خپلو ورستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو او خوارځواکۍ په برخو کې له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنې هم وکړې.