• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کرنې وزارت مرستیال: که نړۍ د فقر کمول غواړي، افغانستان دې غوره کړي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني چین ته د خپل سفر پر مهال ویلي: «که نړۍ غواړي فقر راکم کړي، نو افغانستان دې غوره کړي.» ښاغلي عثماني په چین کې د بې وزلۍ د کمولو په کنفرانس کې له نړۍوالو ادارو وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

هغه د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان اوس د کرنې، صنعت او سوداګرۍ لپاره یو خوندي ځای دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي و، چې د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲.۴ سلنه یې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یا (ډبلیو‌ اېف‌ پي) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۷ میلیونو زیات وګړي په کافي اندازه خواړه نه‌ لري.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د (لړم ۱۲مه نېټه)ویلي چې صدراعظم عثماني په دې غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ته راښکته شوې ده.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د نیولو خبرونه ورکړي.

د دې ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کوکنارو په کښت او تولید، مصرف، پېر او پلور بندیز ولګاوه. خو نړۍوال بنسټونه وايي، چې له افغانستان څخه د صنعتي نشه يي توکو توليد او قاچاق روان دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: یوه میاشت کې مو د افغانستان له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره همکاري کړې ده

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د دغه صندوق تر چتر لاندې په افغانستان کې ۶،۱ میلیون وګړي اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. دغه سازمان وايي، یوه میاشت کې یې د افغانستان له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره همکاري کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په نومبر میاشتې کې یې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

دغه اداره وايي: «اوس کورنۍ پوهیږي، چې د یونېسف له ملاتړه په برخمنو روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درمل او باوري روزل شوي روغتیايي کارکونکي مومي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق همدارنګه زیاته کړې، چې د دغې ادارې په ملاتړ په افغانستان کې ۶،۱ میلیون کسان اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه سازمان په افغانستان کې د زده کړو، پاکو اوبو، روغتیا او خوړو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي.

یادې ادارې په خپلو ورستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو او خوارځواکۍ په برخو کې له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنې هم وکړې.

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې د ښځو او نجونو د حقونو خلاف فرمانونه ژر تر ژره لغوه کړي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په وړاندې د بندیزونو په زیاتېدو سره د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېزې شوې.

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تازه بندیزونو په غبرګون لیکلي، چې د طالبانو نور بندیزونه داسې مهال شوي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دوی د حقونو په اړه په زیاتیدونکي ډول د سختونو بریدونو سره مخ دي او دا د «ښځو او نجونو» د ژوند پر ټولو چارو اغیزې کوي.

همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې وړاندې لیکلي: «ښځې د یو بل له غږ اورېدو منعه شوې، په عامه ځایونو کې ښځې له خبرو کولو وروسته، طالبان وايي، چې ښځې نه شي کولی په لوړ غږ قرات وکړي، چې بله ښځه یې غږ واوري.»

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان د اوسني چارواکو په توګه طالبان باید ژر تر ژره ټول هغه فرمانونه او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو وروستي بندیزونه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دي، خو طالبان وايي، چې د شریعت پر بنسټ یې افغانو مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

د طالبانو مالیې وزارت: د افغانستان له ګمرکونو مو ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته تېل بېرته ګرځولي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د افغانستان له ګمرکونو یې ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته تېل بېرته ګرځولي دي. دوی وايي دغه تېل یې له دریو ګمرکونو حیرتان، نیمروز او فراه اوبو نصرفراهي له ګمرکونو ګرځولي.

د طالبانو د مالیې وزارت تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت څارنې ریاست افغانستان ته واردېدونکي هغه ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته تیل یې بېرته له ګمرکونو ګرځولي چې د دوی له معیارونو سره برابر نه وو.

دغه وزارت وايي یاد بې کیفیته تیل یې د یوې اونۍ په موده د افغانستان له ګمرکونو بیرته ګرځولي چې ۹۵ ټانکره د فراه اوبو نصر فراهي، ۳۱ ټانکره د نیمروز او دوه ټانکره یې د حیرتان له ګمرکه ګرځولي دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په خپلو اعلاميو کې د نيمروز او فراه ولایتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تيلو د ورګرځولو خبر ورکړی.

تر دې مخکې به د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ادارې افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو د ګرځولو خبرونه ورکړي و او سوداګرو ته به یې خبرداری ورکاوه، چې د بې کيفيته تيلو له راوړلو دې ډډه وکړي.

خو هغه مهال ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي وو.

ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه؛ بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته معیارونه ټاکي.

خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني تېر کال کې منلې وه، چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.

د درېیم چارلز د پاچا د تاج اېښودنې مډال افغان، ایرانۍ او اوکرایني مېرمنو ته ورکړل شو

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمنستانو ټولنه وایي، د درېیم چارلز د پاچا د تاج اېښودنې مډال افغان، ایرانۍ او اوکرایني مېرمنو ته ورکړل شو. یادې ټولنې په خپل اېکس کې لیکلي، دا مډال افغان مېرمنې نرګس نهان، ایرانۍ مېرمنې نازنین افشین او اوکراینۍ مېرمنې الکساندرا چیکژي ته ورکړل شوی دی.

د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمنستانو ټولنې همداراز ویلي، چې یادو مېرمنو ته د درېیم چارلز د پاچا د تاج اېښودنې مډال د ښځو د حقونو د ملاتړ له امله ورکړل شوی دی.
دا مډال هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي او د عدالت او برابرۍ د تحقق په لار کې مبارزه کوي.
یاده ټولنه وایي: «د کاناډا حکومت څو کسان د دوی د نړۍوالو لاسته راوړنو له امله غوره کړي و، چې له هغوی څخه د نرګس نهان په ګډون درې مېرمنې ځکه په پام کې ونیول شوې، چې د ښځو د حقونو او ډیموکراسۍ لپاره یې نه ستړي کېدونکې مبارزې کړې دي.»

دغه راز د افغانستان د تېر حکومت د کانونو او پټرولیم وزیرې او د ښځو د حقونو فعالې نرګس نهان د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه مډال اصلي مستحقینې هغه مېرمنې دي، چې د طالبانو له ګواښونو سره - سره واټونو ته وتلي دي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د نوموړې په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له شته بندیزونو او محدودیتونو سره بیا هم یو شمېر مېرمنې په خدمت کولو بوختې دي.

د کاناډا حکومت دغه مډال په داسې حال کې افغان، ایراني او اوکرایني مېرمنو ته ورکوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ژوند کوي، ایرانۍ مېرمنې له لسیزو راهیسې د ایران له اخوندي او د ښځو ضد حکومته سرټکوي او په اوکرایین کې هم له درېیو کلونو راهیسې جګړې روانې دي.
په افغانستان کې د زده کړو او کار په ګډون طالبانو د ښځو په ټولو حقونو بندیزونه لګولي او همداراز له کلونو راهیسې بیا ایراني مېرمنې (د ښځې، کار او ازادۍ) تر نامه لاندې مبارزه کوي، چې تر اوسه لسګونه ښځې په دې لار کې بندیانې شوي او ژوند یې هم له لاسه ورکړی دی.
سره له دې چې نه طالبان او نه هم د ایران حکومت د ښځو د حقونو پروړاندې نرمښت ښيي، برعکس له تاوتریخوالو ډک چلند هم له افغان او ایراني مېرمنو سره د واکمنو له خوا کېږي.

په کندهار کې د طالبانو د والي مرستیال له رسنیو غوښتي چې د دې ډلې "دفاعي ځواک" واوسي

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

په كندهار كې د طالبانو د والي مرستیال محمد صادق انقلابي له رسنيو سره په ليدنه كې له هغوى وغوښتل، چې د دې ډلې د تبليغاتي دستګاه برخه دې شي.

هغه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې سره ویلي: «د کفر نړۍ په فزیکي جګړه کې له شرمناکې ماتې وروسته تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې ده.»

دغه طالب چارواکي ویلي، رسنۍ باید د غربي هېوادونو پر وړاندې د طالبانو په دفاع او د طالبانو د حکومت د ګټو مطابق کار وکړي.

په کندهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد صادق انقلابي دغه څرګندونې د کورنیو او نړۍالو رسنیو له مسوولینو سره کړې دي.

دغه طالب چارواکي رسنۍ د دې ډلې "دفاعي ځواک" بللې او له هغوی یې غوښتي چې د "دښمن منفي پروپاګند" ودروي او "د طالبانو د تبلیغاتي سیسټم یوه برخه دې اوسي."

هغه زیاته کړه، رسنۍ باید د هېواد، د طالبانو د رژیم او خلکو د ګټو له مخې کار وکړي.