• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې د ښځو او نجونو د حقونو خلاف فرمانونه ژر تر ژره لغوه کړي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په وړاندې د بندیزونو په زیاتېدو سره د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېزې شوې.

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تازه بندیزونو په غبرګون لیکلي، چې د طالبانو نور بندیزونه داسې مهال شوي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دوی د حقونو په اړه په زیاتیدونکي ډول د سختونو بریدونو سره مخ دي او دا د «ښځو او نجونو» د ژوند پر ټولو چارو اغیزې کوي.

همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې وړاندې لیکلي: «ښځې د یو بل له غږ اورېدو منعه شوې، په عامه ځایونو کې ښځې له خبرو کولو وروسته، طالبان وايي، چې ښځې نه شي کولی په لوړ غږ قرات وکړي، چې بله ښځه یې غږ واوري.»

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان د اوسني چارواکو په توګه طالبان باید ژر تر ژره ټول هغه فرمانونه او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو وروستي بندیزونه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دي، خو طالبان وايي، چې د شریعت پر بنسټ یې افغانو مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مالیې وزارت: د افغانستان له ګمرکونو مو ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته تېل بېرته ګرځولي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د افغانستان له ګمرکونو یې ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته تېل بېرته ګرځولي دي. دوی وايي دغه تېل یې له دریو ګمرکونو حیرتان، نیمروز او فراه اوبو نصرفراهي له ګمرکونو ګرځولي.

د طالبانو د مالیې وزارت تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت څارنې ریاست افغانستان ته واردېدونکي هغه ۱۲۸ ټانکره بې کیفيته تیل یې بېرته له ګمرکونو ګرځولي چې د دوی له معیارونو سره برابر نه وو.

دغه وزارت وايي یاد بې کیفیته تیل یې د یوې اونۍ په موده د افغانستان له ګمرکونو بیرته ګرځولي چې ۹۵ ټانکره د فراه اوبو نصر فراهي، ۳۱ ټانکره د نیمروز او دوه ټانکره یې د حیرتان له ګمرکه ګرځولي دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په خپلو اعلاميو کې د نيمروز او فراه ولایتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تيلو د ورګرځولو خبر ورکړی.

تر دې مخکې به د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ادارې افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو د ګرځولو خبرونه ورکړي و او سوداګرو ته به یې خبرداری ورکاوه، چې د بې کيفيته تيلو له راوړلو دې ډډه وکړي.

خو هغه مهال ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي وو.

ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه؛ بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته معیارونه ټاکي.

خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني تېر کال کې منلې وه، چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.

د درېیم چارلز د پاچا د تاج اېښودنې مډال افغان، ایرانۍ او اوکرایني مېرمنو ته ورکړل شو

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمنستانو ټولنه وایي، د درېیم چارلز د پاچا د تاج اېښودنې مډال افغان، ایرانۍ او اوکرایني مېرمنو ته ورکړل شو. یادې ټولنې په خپل اېکس کې لیکلي، دا مډال افغان مېرمنې نرګس نهان، ایرانۍ مېرمنې نازنین افشین او اوکراینۍ مېرمنې الکساندرا چیکژي ته ورکړل شوی دی.

د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمنستانو ټولنې همداراز ویلي، چې یادو مېرمنو ته د درېیم چارلز د پاچا د تاج اېښودنې مډال د ښځو د حقونو د ملاتړ له امله ورکړل شوی دی.
دا مډال هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي او د عدالت او برابرۍ د تحقق په لار کې مبارزه کوي.
یاده ټولنه وایي: «د کاناډا حکومت څو کسان د دوی د نړۍوالو لاسته راوړنو له امله غوره کړي و، چې له هغوی څخه د نرګس نهان په ګډون درې مېرمنې ځکه په پام کې ونیول شوې، چې د ښځو د حقونو او ډیموکراسۍ لپاره یې نه ستړي کېدونکې مبارزې کړې دي.»

دغه راز د افغانستان د تېر حکومت د کانونو او پټرولیم وزیرې او د ښځو د حقونو فعالې نرګس نهان د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه مډال اصلي مستحقینې هغه مېرمنې دي، چې د طالبانو له ګواښونو سره - سره واټونو ته وتلي دي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د نوموړې په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له شته بندیزونو او محدودیتونو سره بیا هم یو شمېر مېرمنې په خدمت کولو بوختې دي.

د کاناډا حکومت دغه مډال په داسې حال کې افغان، ایراني او اوکرایني مېرمنو ته ورکوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ژوند کوي، ایرانۍ مېرمنې له لسیزو راهیسې د ایران له اخوندي او د ښځو ضد حکومته سرټکوي او په اوکرایین کې هم له درېیو کلونو راهیسې جګړې روانې دي.
په افغانستان کې د زده کړو او کار په ګډون طالبانو د ښځو په ټولو حقونو بندیزونه لګولي او همداراز له کلونو راهیسې بیا ایراني مېرمنې (د ښځې، کار او ازادۍ) تر نامه لاندې مبارزه کوي، چې تر اوسه لسګونه ښځې په دې لار کې بندیانې شوي او ژوند یې هم له لاسه ورکړی دی.
سره له دې چې نه طالبان او نه هم د ایران حکومت د ښځو د حقونو پروړاندې نرمښت ښيي، برعکس له تاوتریخوالو ډک چلند هم له افغان او ایراني مېرمنو سره د واکمنو له خوا کېږي.

په کندهار کې د طالبانو د والي مرستیال له رسنیو غوښتي چې د دې ډلې "دفاعي ځواک" واوسي

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

په كندهار كې د طالبانو د والي مرستیال محمد صادق انقلابي له رسنيو سره په ليدنه كې له هغوى وغوښتل، چې د دې ډلې د تبليغاتي دستګاه برخه دې شي.

هغه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې سره ویلي: «د کفر نړۍ په فزیکي جګړه کې له شرمناکې ماتې وروسته تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې ده.»

دغه طالب چارواکي ویلي، رسنۍ باید د غربي هېوادونو پر وړاندې د طالبانو په دفاع او د طالبانو د حکومت د ګټو مطابق کار وکړي.

په کندهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد صادق انقلابي دغه څرګندونې د کورنیو او نړۍالو رسنیو له مسوولینو سره کړې دي.

دغه طالب چارواکي رسنۍ د دې ډلې "دفاعي ځواک" بللې او له هغوی یې غوښتي چې د "دښمن منفي پروپاګند" ودروي او "د طالبانو د تبلیغاتي سیسټم یوه برخه دې اوسي."

هغه زیاته کړه، رسنۍ باید د هېواد، د طالبانو د رژیم او خلکو د ګټو له مخې کار وکړي.

چين کې د کاني همکاريو کنفرانس: چينايي پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته ليواله دي

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۰

طالبان وایي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت يو پلاوي په چين کې د "کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس" کې ګډون کړی. د دوی په خبره، د کنفرانس پر مهال چينايي پانګوالو د افغانستان د سرو زرو، مسو، تېلو، ګازو، لیتيم، سرب او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د افغان هب اکسيم شرکت د مشر په همږغۍ د دوی يو پلاوي د چين په هونان ښار کې د دغه هېواد په رسمي بلنه د کاني همکاريو پياوړتيا په کنفرانس کې برخه اخيستې.

طالبانو ويلي، چې په کنفرانس کې د دوی د ګډون موخه په افغانستان کې د يوه مجهز لابراتوار جوړول، د کانونو او پټروليم وزارت د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفيت لوړول او د پانګوالو جلبول دي.

چین له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره خپلې سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.
چین د افغانستان کانونو ته ځانګړې پاملرنه لري.

تر دې مخکې د تېر کال په لومړیو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، چې چینايي شرکت «ګوچین» په پام کې لري چې د افغانستان د لیتیم په کانونو کې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

طالبان وايي تر ۱۰ میلیارده زیاتې افغانۍ یې پر «یتیمانو او کونډو» وېشلې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۳ - ۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، چې په وروستیو میاشتو کې یې ۱۰ میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، معلولینو او کونډو ویشلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو له تنخواوو څخه د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او د ځانمرګو بریدونو له کبله د قربانیانو د کورنیو له محرومیت څخه شکایت درلود.

د روان کال د غبرګولي د میاشتې په پیل کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ويلي وه، چې تر ۴۵۰ زرو زیاتې کونډې، یتیمان او معلولین یې ثبت کړي دي.

د دې ترڅنګ دغه وزارت د روان کال په پیل کې اعلان وکړ. چې د روان کال بودیجه یې ۱۲ میلیارده افغانیو ته لوړه کړې ده.

اوس د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند فیصل خاموش وايي، په تېرو څو میاشتو کې ۱۰ میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل شوې دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تېر کال په مرغومي میاشت کې ویلي وه، چې د پخواني افغان حکومت د ۱۱۷ زره ۴۴۰یتیمانو، کونډو او معلولو سرتېرو نومونه یې ثبت کړي او دوی ته هر کال په دوه مرحلو کې د بانکي سیسټم له لارې «میاشتنۍ تنخواوي» ورکول کیږي.

دا لا څرګنده نه ده، چې په دغو مرستو کې د امنیتي ځواکونو د قربانیانو او په تېر حکومت کې د ځانمرګو بریدونو له کبله د قربانیانو کورنۍ هم شاملې دي که نه.

تر دې مخکې د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر سرتېرو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري دوی ته میاشتني معاشونه بند شوي دي.