په تخار کې یوه ۵۵ کلنه ښځه چې «د طالبانو له خوا وهل شوې وه» مړه شوه

۵۵کلنه ګل بي بي، چې د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا وهل شوې وه په روغتون کې سا ورکړه. له تخار ولايت څخه سرچينې وايي، چې د طالبانو امنيه قوماندانۍ کسانو دوه ورځې وړاندې د ځمکې پر سر په يوه شخړه کې دغه او يو شمېر نورې ښځې «سختې وهلې» وې.