د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزو ګواښونو په اړه د خبرو اترو په موخه پاکستان ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپلو سیمه ییزو سفرونو پر دوام د دوشنبې په ورځ د یو رسمي سفر په لړ کې اسلام اباد ته رسیدلی. نوموړي پاکستان ته په رسېدو سره ویلي، چې د دغه هیواد له چارواکو سره به د سیمې د ګواښونو او د ترینګلتیاوو د کمېدو په اړه خبرې اترې وکړي.





