د بالیووډ مشهور ستوري شاهرخ خان د خپلې ۵۹مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې نور سګرټ نه څښي. هغه وويل، چې دا پرېکړه يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په خاطر کړې او هيله لري، چې له روغ ژوند څخه برخمن شي.
شاهرخ خان په یو ویډیويي پیغام کې ویلي: "ملګرو، ښه خبر دا د چې زه نور سګرټ نه څکوم."
هغه مخکې اعتراف کړی و چې په یوه ورځ کې یې تر سلو سګرټ هم څښلي.
د خپلې پرېکړې په بیانولو کې دغه مشهور لوبغاړی وویل، چې هیله من دی چې نور به د ساه لنډۍ نه ځورېږي. هغه ومنله چې هغه لا تر اوسه د سګرټ نه څښلو سره عادت نه دی کړی، خو په خوشبینۍ سره یې زیاته کړه: "د خدای شکر دی، دا وضعیت به ښه شي."
د پاکستان ملي شورا ددغه هېواد د پوځ د ۱۹۵۲ کال په قانون کې تعدیلات تصویب کړل، چې په دې سره به د پوځ د رییسانو کاري موده له دې وروسته ددرېو کلونو پرځای پنځه کاله وي.
دغه قانون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ملي شورا ته وړاندې کړ او له تحریک انصاف ګوند پرته یې نورو ګوندونو ملاتړ وکړ او تصویب یې کړ.
ددغه تعدیل هدف د پاکستان د ټولو ځواکونو د رییسانو د کاري مودې ورته والی ښودل شوی او په دې توګه به له دې وروسته د پوځ لوی درستیز او د آی ایس آی رییس هم د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
ددغه قانون له مخې، د پوځ اوسنی لوی درستیز اصف منیر ددوو نورو کلونو لپاره هم پر خپله دنده پاتې کیږي.
د نویو تعدیلاتو له مخې، د پوځ د نورو افسرانو لپاره د تقاعد تګلارې او د عمر اصل به پر لوی درستیز د پلیتابه وړ نه وي.
که څه هم چې دغه شمېرې کره نه دي او پاکستان ته د راغلیو کډوالو له ډلې هره ورځ یو شمېر کډوال امریکا، اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته تلونکي دي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي چې هره ورځ نوي کډوال په ناقانونه لارو له افغانستانه پاکستان ته وراوړي چې شمېر یې تر لکونو هم زیات دی.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې ګڼ شمېر یې تر نیولو، بندي کولو او ربړولو وروسته افغانستان ته په زوره وشړل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۷۴۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګیدلي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي.
هغه زیاته کړه: « په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ایران دا دلیل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره تلای شي.
خو د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله وروستۍ پېښې وښودل چې د افغانستان دغه دواړه ګاونډي هېوادونه نه یوازې نړۍوال قوانین او د کډوالو حقونو ته پاملرنه کوي؛ بلکې پر هغوی داسې مرګوني بریدونه کوي چې د بشريت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به نن اسلام اباد ته سفر وکړي او د منځني ختیځ پر کړکېچ او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه به خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د عراقچي تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې هغه پاکستان رسمي سفر کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عراقچي به په دغه دوه ورځني سفر کې له لومړي وزير شهباز شريف او د بهرنيو چارو له وزير محمد اسحاق ډار سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې «دغه سفر د سوداګرۍ، اقتصاد، برېښنا او امنیت په ګډون په بیلابیلو برخو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د همکارۍ او خبرو اترو د پراختیا لپاره یو مهم چانس برابروي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي داسې مهال پاکستان ته په سفر په ځي چې څو ورځې وړاندې اسراییل د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي او له هغه وروسته په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.