• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په شمال کې سیند ته د یوه بس موټر د غورځېدو په پېښه کې تږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۴ GMT+۰

هندي چارواکو ویلي، چې تېره ورځ د هند په شمال کې یو زوړ مساپر وړونکی بس موټر چې ۴۲ سپرلۍ په کې وې، د یوې درې په منځ کې سیند ته غورځېدلی چې له امله ۲۴ کسان مړه او کڼ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د اتراکنډ ایالت د المورا په یوه غرنۍ سیمه کې شوې ده.

د اتراکنډ ایالت یوه دولتي چارواکي وینیت پال ویلي، چې په بس کې ۴۲ سپرلۍ وې، خو د ۲۴ تنو جسدونه موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې د پېښې په سیمه کې د ژغورنې ډلې ځای پر ځای شوې او چارواکو ویلي، ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

ښاغلی پال وايي، ایالتي حکومت د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې لومړني معلومات ښيي، چې دغه پخوانی بس د سړک له سره ۶۰ متره ژورې کندې ته چې سیند په کې بهیږي غورځېدلی دی.

هند په نړۍ کې د سړکونو د خرابوالي له امله په ټرافیکي پېښو کې د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې هر کال په لسګونه زره خلک مړه او ټپیان کیږي.

په دغه هېواد کې ډیری ټرافیکي پېښې د چلونکو د بې احتیاطۍ، ورانو سړکونو او د موټرو د زوړوالي له امله رامنځته کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به نن اسلام اباد ته سفر وکړي او د منځني ختیځ پر کړکېچ او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه به خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د عراقچي تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې هغه پاکستان رسمي سفر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عراقچي به په دغه دوه ورځني سفر کې له لومړي وزير شهباز شريف او د بهرنيو چارو له وزير محمد اسحاق ډار سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې «دغه سفر د سوداګرۍ، اقتصاد، برېښنا او امنیت په ګډون په بیلابیلو برخو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د همکارۍ او خبرو اترو د پراختیا لپاره یو مهم چانس برابروي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي داسې مهال پاکستان ته په سفر په ځي چې څو ورځې وړاندې اسراییل د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي او له هغه وروسته په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

پاړه چنار ته له ۲۴ ورځو وروسته په ۲۱۶ موټرونو کې خوراکي توکي، درمل او تېل ورسېدل

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په ۲۱۶ موټرونو کې یې خوراکي توکي، درمل او تېل د پاړه چنار کورمې ولسوالۍ ته رسولي دي. چارواکو ویلي، چې هلته له یوې اونۍ وروسته ټولې تعلیمي ادارې بېرته فعالې شوې دي.

د کورمې ولسوالۍ د پولیسو مشر جاویدالله محسود وايي، دمګړۍ د یادې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې امنیت خوندي دی او په کورمه کې مذهبي مشرانو له امنیتي ځواکونو سره ژمنه کړې چې نور به تاوتریخوالی کوي.

د نوموړي په خبره د پيښور ـ پاړه چنار لاره چې د اکټوبر میاشتې په ۱۲ نېټه د مساپرو پر موټر د برید په غبرګون بنده شوې وه، نن دوشنبه له ۲۴ ورځو وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

له پاړه چناره ځايي خبریالان وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې ټولې تعلیمي ادارې چې د لارو د بندښت او مذهبي شخړو په پایله کې تړل شوې وې، له یوې اونۍ وروسته نن بېرته پرانیستل شوې.

د سیمې خلک له حکومت غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې په پاړه چنار کې د دا ډول پيښو مخه ونیسي.

د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د مساپرو پر یوه موټر برید وشو، چې له امله یې ۲۰ تنه ووژل او ۴۰ نور ټپیان شول.

په پاړه چنار کې د ځايي خلکو تر منځ دا ډول پيښې د مذهبي مخالفتونو او ځمکو پر سر رامنځته کیږي او ډيری وخت په دغه ډول لانجو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله هم اوړي.

الجزیره: له سپټبمر راهیسې له لبنان څخه شاوخوا ۵۰۰ زره کسان سوریې ته کډوال شوي دي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی، چې د حزب‌الله او اسراییل تر منځ له تاوتریخوالي وروسته د روان کال له سپټبمر میاشتې راهیسې څلور لکه او ۷۲ زره کسان له لبنان څخه سوریې ته کوچېدلي دي.

الجزیرې خبري شبکې د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له قوله راپورو ورکړی، چې د روان کال د سپټمبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال له لبنان څخه سوریې ته تللي دي.

د راپورونو له مخې په لنبان کې د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ د جګړو له امله خلک د خوړو، پاکو اوبو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.

د دغه راپور له مخې، ۳۲۸۲۹ لبناني کډوال چې د کورنیو جګړو له پیلیدو وروسته یې خپلې سیمې پریښې او ۲۱۶۳۶۹ سوریايان چې خپل هېواد یې د جګړو له امله پریښی لبنان ته تښتیدلي دي.

د الجزیري د راپور له مخې، ډیری کسان د سویلي لبنان څخه د اسراییلي ځواکونوو له سختو او دوامداره بریدونو له امله سوریې ته تښتېدلي دي.

ټي ټي پي: یوه میاشت کې مو په ۲۲۰ بریدونو کې ۱۳۰ نظامیان وژلي او ۱۵۴ نور مو ټپیان کړي

۱۴ لړم ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان وايي، اکتوبر میاشت کې یې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پرضد ۲۲۰ وسلوال بریدونه کړي چې په کې ۱۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵۴ ټپیان شوي. دغه ډله ادعا کوي چې مرګ ژوبله یې ۱۲۳ پوځیانو، ۹۹ پولیسو ، ۵۹ ملیشه ځواکونو او ۳۰ د څارګرو ادارو غړو ته اړولې ده.

دغه ډله وايي، زیات بریدونه یې د پښتونخوا ایالت په ملاکنډ، دېره اسماعیل خان، پېښور، کوهاټ سویلي وزیرستان، ژوب او بنو کې د پاکستان د حکومتي ځواکونو پرضد کړي دي.

ټي ټي پي وايي، په دغو بریدونو کې یې ۹۴ واره د سناپیر پر مټ د پاکستان ځواکونه په نښه کړي دي.

دوی زیاتوي یوازې یې یو ځانمرګی برید، نهه وارې تعرضي، ۱۹ وارې د لاسي بمونو، اوه هدفمند، اته ځوابیه او چریکي بریدونه هم کړي دي.

دوی همدراز لیکلي چې ۳۲ کمینونه یې نیولي او یو توغندی یې توغولی دی.

ټي ټي پي ادعا کوي چې تېره اکتوبر میاشت یې له پاکستاني نظامیانو ۱۳ کلاشنګوفونه، یو راکټ لانچر، یو سنایپر، ۱۰ ټوپک، اته د راکټ ګولۍ او ځینې نور توکي ولجه کړي.

دوی زیاتوي په تېره یوه میاشت کې ۳۳ امنیتي کامرې، درې نظامي ټانکونه، ۴۰ پوځي موټرونه، دوه پوځي ټانکرونه او شپږ چیک پاینټونه یې تخریب کړي دي.

ټي ټي پي په تېره اکتوبر کې ځان ته د اوښتو زیانونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

پاکستاني طالبانو دا هم نه ده په ډاکه کړې چې تر پخوا یې بریدونه زیات شوي او که کموالی په کې راغلی دی.

د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د افغان طالبانو له بیا واکمنۍ سره د پاکستاني طالبانو بریدونه په پاکستان کې څو برابره زیات شوي دي.

پاکستان پوځ وايي ددغه هېواد مخالف وسله وال د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پرضد بریدونه پلان او عملي کوي.

د پاکستان دغه ادعا تل طالبانو رد کړې او د پاکستان ناامني یې د دغه هېواد کورنۍ موضوع بللې ده.

وال سټریټ ژورنال: ایران غواړي دا ځل د اسراییلو پر ضد له قوي وسلو کار واخلي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۳ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې، د ایراني او عربي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران اسراییلو ته د پیچلي ځواب ورکولو پلان لري چې په هغه کې نورې پیاوړې وسلې هم شاملې دي.

د دغه رپوټ له مخې، د ایران حکومتي چارواکو عرب دیپلوماتانو ته ویلي دي، چې پوځ به هم د اسراییلو خلاف په ځوابي برید کې برخه واخلي.

په دې راپور کې د ایران د حکومت د یو چارواکي له قوله ویل شوي: "زموږ پوځ خپل ځواکونه له لاسه ورکړی، نو باید ځواب ووایي." هغه زیاته کړه چې د ایران رژیم ممکن د عملیاتو د یوې برخې لپاره د عراق خاوره وکاروي او ښايي د اسراییلو په پوځي تاسیساتو برید وکړي، خو "د تیر ځل په پرتله به ډیر قوي وي."

د ایراني او عربي چارواکو په وینا، د ایران حکومت اراده نه لري چې د تیرو دوو بریدونو په څیر د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پورې خپل غبرګون محدود کړي او کوم توغندي چې دا ځل کاروي ډیر به قوي وي.

دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي، چې اسلامي جمهوریت نه غواړي په دې برید سره د امریکا ټاکنې اغېزمنې کړي، او زیاته یې کړه، چې برید به د سه شنبې ورځې له رای اچونې وروسته، او د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو مخکې ترسره شي.