ډونالډ ټرمپ: په ټاکنو کې د ګټلو ۹۵ سلنه چانس لرم
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د رایې اچونې له پیلېدو مخکې ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د ټاکنو د ګټلو ۹۵ سلنه چانس لري.
د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالډ ټرمپ په مېشیګن ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته په وینا کې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو ۹۵ سلنه چانس لري.
هغه وویل:« بریا ممکنه ده؛ که موږ ټول رایه ورکړو او که زه ټاکنې وګټم نو امریکا به نویو لوړو پوړیو ته ورسوم.»
هغه په خپله وینا کې ویلي، چې انفلاسیون به پای ته ورسوي او د انرژۍ پر صنعت د تمرکز سره به د موټرو د تولید صنعت بیا راژوندي کړي.