طالبانو په هلمند پوهنتون کې له ځان وژنې د ژغورنې په اړه ځوانانو ته عامه پوهای ور کړ

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د خبر له مخې په هلمند پوهنتون کې نن د دې ډلې چارواکو "د شریعت له نظره ځان وژنه او عواقب يې" تر سرلیک لاندې سمینار جوړ کړ.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د خبر له مخې په هلمند پوهنتون کې نن د دې ډلې چارواکو "د شریعت له نظره ځان وژنه او عواقب يې" تر سرلیک لاندې سمینار جوړ کړ.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې نن د سې شنبې «د لړم۱۵مه» د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د طالبانو دعوت او ارشاد له خوا دا سمینار ترسره شو.
د معلوماتو له مخې دا سمینار د هلمند پوهنتون لپاره د طالبانو د دعوت او ارشاد امر عبدالقیوم ذاکر د دې پوهنتون مسولینو، استادانو، کارمندانو او محصلانو ته د شریعت له نظره د ځان وژني په اړه د پوهاوي سمینار وړاندې کړ.
طالبان وايي چي د سمینار موخه یې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې څخه د ځان ژغورنې په اړه د اسلامي تعلیماتو په رڼا کي د عامه پوهاوي کچه لوړول وو.
د طالبانو د دوعوت او ارشاد امریت امر عبد القیوم ذاکر د سمینار په پیل کي وویل: د ځان وژنې موضوع په اوسني وخت کې د ځوانانو لپاره یوه جدي ستونزه ده.
د طالبانو دا مسوول چارواکی وايی په دې باور دی، چې اسلام د ژوند د ارزښت په اړه ډيرې روښانه لارښوونې لري او دا عمل د شریعت له نظره یوه لویه ګناه ګڼل کیږي.
دغه طالب چارواکی فقر او غربت، ژور خپګان او د نشه یي توکو استعمال د ځان وژنې علتونه بولي.
دا به داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره شل کلنه جګړه کې ځوانان ځانمرګي برید ته هڅولي او چمتو کړي دي.
د طالبانو درې کلنۍ واکمنۍ کې خراب اقتصادي وضعیت او بي کاري ډیری ځوانان مایوسه کړي دي، چې ځوانان ځان وژنې ته مخه کوي.


د طالبانو په واک کې برېښنا شرکت وايي، که د جمهوري نظام پخواني چارواکي او سیاستوال د برېښنا د لګښتونو له درکه خپل پورونه ور نه کړي، د دوی کورونه او شتمنۍ به ضبط کړي.
د یاد شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل، چې د تیر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پورونه پاتې چې تر اوسه یې نه دي ادا کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې « ۱۳ میلیارده افغانۍ د جمهوریت پر دولتي ادارو، چارواکو او سیاستوالو پور دي. موږ دوی ته اعلان کوو چې که بیلونه تحویل نه کړي، ملکیتونه به یې د محکمې له لارې برېښنا ریاست ته ورکړل شي».
عمر د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی د وارداتي برېښنا پیسې د هرې میاشتې پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه ور کوي او اوس له دې اړخه د کوم هېواد پوروړي نه دي.
د برېښنا شرکت دغه طالب چارواکی وايي، د ترکیې ۷۷ شرکت پر یو شمېر پروژو کار کوي، چې ځینې یې د تخنیکي بحثونو لپاره تر څیړنې او ځینې تر کار لاندې دي.
داسې مهال چې په کابل او ولایتونو کې خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه کوي او د ژمي په را رسېدو سره دا ستونزه نوره هم ډیریږي، دا طالب چارواکی وايي، په تېرو دریو میاشتو کې یې د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې ډیزاین کړې او ځینې نورې تر تخنیکي بحثونو لاندې دي.
د ده په وینا، په دغو پروژو کې د بادي، ګازي، ډبرو سکرو او لمري برېښنا پروژې شاملې دي.
نوموړي د هلمند کجکي بند د برېښنا په اړه وویل، چې دغه بند به په راتلونکي یوه او یونیم کال کې د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ومومي.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم پخوانیو چارواکو او سیاستوالو ته خبرداری ورکړی و، چې که د برېښنا بېلونه پرې نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.
د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې ۶۸۱ میلیونه ډالره پورونه یې راغونډ کړي دي.
دغه پیسې ډیری له پخوانیو سیاستوالو، شرکتونو او سوداګریزو او صنعتي کمپنیو راټولې شوې وې.
طالبانو د یوشمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو کورونه ولکه کړي او د شخصي مېلمستونونو او کورونو په توګه ترې ګټه اخلي.

د طالبانو مشر د پکتیکا ولایت لپاره د دې ډلې مخکینی امنیه قوماندان د ننګرهار ولایت د پوهنې د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.
د دې ډلې مشر په خپل تازه حکم کې په اتو پوسټونو کې تغییرات راوستي، خو د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ته یې د پکتیکا مخکینی امنیه قوماندان محمد شریف حلیم د نوي رییس په توګه معرفي کړی.
په نویو ټاکنو کې د پروان ولایت مخکینی والي مولوي قدرت ﷲ امیني د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه او د یاد وزارت مخکینی امنیتي سلاکار مولوي محمد ابوالوفا عثماني، د پروان ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د مولوي هبت الله اخوندزاده په دغه حکم کې د طالبانو یو شمېر نور چارواکي هم له یوه پوسټ نه بل هغه ته بدل شوي، خو نوې څېرې پکې نه ترسترګو کیږي.
د شنونکو په باور، طالبان د ملکي او نظامي برخو ترمنځ پر تفکیک قایل نه دي او وړتیا او ظرفیت د افرادو په «جهادي مخینه» کې لټوي.
د طالبانو مشرانو له دې وړاندې ویلي، چې د حکومتي څوکیو لپاره هغو کسانو ته لومړیتوب ور کوي، چې لږترلږه اووه کاله له دوی سره د جګړو په لیکو کې همکار پاتې شوي وي.
ددې ډلې د تصفیې پر کمیسیون هم ګڼ طالبان نیوکې کوي او ځینو د اعتراض په ډول د تصفیې پاڼې سوځولې دي.
نړیوالو سازمانونو په خپلو رپوټونو کې په تکرار د طالبانو حکومت د افغانستان له مسلکي کدرونو سره په تبعیض تورن کړی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر محمد طه له پاکستانه وغوښت.
له بل پلوه د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي، چې د دغې لیدنې په تړاو اجازه نه وه غوښتل شوې او په دې برخه کې د مالدیف حکومت لهخوا لازم ګام اخیستل شوی دی.
د دغه بیان له مخې، مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.
په پاکستان کې د مالدیف سفیر محمد طه په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره درې ورځې وړاندې د نومبر په لومړۍ نېټه لیدلي و.
هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دغې لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې ښاغلي طه په دغې لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه دغه راز هیلهمندي څرګنده کړې وه، چې د افغانستان له لارې به وشي کړای د منځني ختیځ له هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکي ټینګ کړي.
که څه هم د ځینو هېوادونو سره طالبانو ښې اړیکي جوړې کړې دي؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د طالبانو حکومت هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د هغه حکومت اراده لري چې د هغو هیوادونو څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه "چټک" وڅیړي چې د منل کیدو احتمال یې لوړ دی، ترڅو د راټولو شوو قضیو حجم کم کړي.
د شمېرو له مخې، افغان، سوريايي، سوډاني او ايراني پناه غوښتونکي په برېتانيا کې د منل کېدو تر ټولو ډېر چانس لري.
د ډیلي ټیلیګراف په وینا کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو د قضیو د ژر څیړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د کارګر حکومت غواړي "په سیسټم کې ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅیړي".
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې يويټې کوپر د هغو هېوادونو نومونه وانه خيستل چې ښايي په دغه پروګرام کې شامل شي، خو افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په برتانيا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو زيات شمېر لري او د منل کیدو کچه يې ٩٦ سلنه ده.
له دې وروسته د سوریې، سوډان او ایران څخه کډوال دي چې د کورنۍ جګړې، جبر او سیاسي او مذهبي ځورونو له امله بریتانیا ته پناه وړي او د هغوی د منلو چانس خورا زیات دی.
د شمېرو له مخې، په برتانیا کې د کډوالۍ ۱۲۰زره دوسیې نه دي څېړل شوي، چې له دې جملې څخه تر ۳۵زره ډېرې قضیې د دغو پنځو هېوادونو اړوند دي.
د برتانیا لومړي وزیر د ریشي سونک حکومت د قضیو په ځنډولو کې پر کړ او ویې ویل، چې انګلستان د نورو هیوادونو په پرتله خورا بد وضعیت کې دی.
سټارمر همداراز زیاته کړه چې د انګلیس چینل له لارې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره به د انسان د قاچاقبرانو سره د تروریستي شبکو د غړو په څیر چلند وشي.
هغه د انسان د قاچاق شبکې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې د بریتانیا د سرحدي امنیت ادارې بودجه به له ۹۷میلیون ډالرو څخه ۱۹۴میلیون ډالرو ته لوړه کړي.
د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه څه باندې ۳۱زره کډوال د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته داخل شوي او لږ تر لږه ۵۶کسانو پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نېږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي. خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
که څه هم چې افغانان له څلورو لسیزو د زیاتې مودې راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دغه هېواده د کډوالۍ بهیر یو ځلې بیا ګړندی شو او په ګڼ شمېر افغانان د دغې ډلې له وېرې مهاجر او جلا وطنه شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي (د تلې په ۲۳مه) ویلي وو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
ښاغلي نصیر اندېشه دغه راز ویلي وو، چې دغه شمېر د بشریت په تاریخ کې تر ټولو زیات شمېر دی چې د نړۍوالو اندېښنې یې هم له ځانه سره لرلې دي.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې، او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

خو د دې تر څنګ په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو زور زیاتي بیا ګڼ کډوال اړ ایستي چې د ستونزو او کړاونو له ګاللو سره - سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دوی کې یې کمه برخه پخپله خوښه؛ خو غوښنه برخه یې بیا په زوره شړل شوې ده.
له ایرانه د کډوالو ستنېدل
په ایران کې افغان کډوال په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنیو وګړو ۹۵ سلنه جوړوي.
په ایران کې د کډوالۍ ملي سازمان د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
همداراز د ایران حکومت تېره میاشت ویلي وو، چې نېږدې ۶۲۱ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د ایران د البرز والي مجتبی عبداللهي (د وږي په ۶مه) ویلي وو، چې له تېر کال راهیسې یې له دغه ولایته ۵۰ زره «ناقانونه» افغان کډوال اېستي دي.
دا رنګه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (د تلې په ۱۲مه) په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې یوازې په تېرې یوې میاشتې کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه ستانه کړل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو ستنېدل
په ټوله کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصاد او امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
که څه هم چې دغه شمېرې کره نه دي او پاکستان ته د راغلیو کډوالو له ډلې هره ورځ یو شمېر کډوال امریکا، اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته تلونکي دي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي چې هره ورځ نوي کډوال په ناقانونه لارو له افغانستانه پاکستان ته وراوړي چې شمېر یې تر لکونو هم زیات دی.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې ګڼ شمېر یې تر نیولو، بندي کولو او ربړولو وروسته افغانستان ته په زوره وشړل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۷۴۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغو دواړو بنسټونو په وینا، د دغو راستنو شویو کډوالو ډېری برخه بې اسناده افغانان جوړوي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دغو بېرته ستنو شویو افغانانو له ډلې ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه ستانه شوي او پاتې ۱۰ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
د ښاغلي اپریدي په وینا، د دغو ستنو شویو کډوالو له ډلې ۵۴ سلنه یې له بلوچستانه، ۲۶ سلنه یې له خیبر پښتونخوا، ۱۳ سلنه یې له سنده، شپږ سلنه یې له پنجابه او یو سلنه یې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده بېرته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د کډوالو چارو اداره وایي، چې له دغه هېواده افغانستان د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېره له ۷۰۰ زرو اوښتې ده.

په پاکستان کې بیا د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه هېواد کې لاهم یو مېلیون او ۳۳۱ زره او ۳۳۳ د پي او ار کارټ لرونکي، ۸۹۰ زره د اې سي سي کارټ لرونکي، ۱۱زره او ۸۹۲ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي کسان، ۴۹ زره او ۸۲۳ زره هغه پناه غوښتونکي چې په پاکستان کې د درېیمو هېوادونو پناه غوښتنې ته په تمه دي او ۷۷۵ زره بیا بې اسناده کډوال مېشت دي.
ایران کې د افغان کډوالو ستونزې
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی وهي، ټکوي او زندانونو ته یې استوي.
په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په درلودو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او له دوی څخه بډې اخلي.
په تهران کې مېشت افغان کډوال مهدي علي زاده وایي، چې دوی په هغه هېواد کې د کډوالۍ له هیڅ ډول حقونو برخمن نه دي، هغه وایي دوی نه یوازې د پولیسو له خوا ځورول کېږي؛ بلکې د ایراني وګړو له خوا هم ورسره زور زیاتی کېږي.
هغه وایي، چې په دې برخه کې که څوک شکایت هم وکړي؛ نو پولیس ورسره لازمه همکاري نه کوي.
هغه وایي، د افغان کاریګرو سره هم له زور زیاتي څخه کار اخیستل کېږي. د هغوی د کار مزد ترېنه په زوره ستنول کیږي او حقونه یې نه ورکول کیږي.
د نوموړي په وینا، افغان کاریګر کار او مزدوري کوي؛ خو ایرانیان یې پیسې یا تنخوا نه ورکوي او د تنخوا د غوښتنې په بدل کې یې ګواښي.
هغه وایي، په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو ماشومانو کولای شول چې زده کړې وکړي؛ خو نن سبا په ښوونځیو کې د افغان کډوالو په ماشومانو محدودیت د دغو کډوالو پر وړاندې یوه بله ستونزه ده، چې ورسره مخامخ شویدي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګیدلي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي.
تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي مولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږ مزد په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یوخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له خوا ځورول کیږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته شړل کیږي.
هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمیږي، نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه دی پوره.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د تګ لاملونه
د کډوالۍ نړۍوال سازمان(ای او اېم)له راستنو شویو او هغو افغانانو سره د دوی د کډوالۍ د لاملونو په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.
دغو کډوالو یې په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان او ایران سره په کرښو کې شاوخوا ۹۱ زره کسانو ورته د وطن د پرېښودلو لاملونه بې روزګاري، ځان خوندي نه ګڼل، د درملنې په برخه کې د اسانتیاو نشتوالی، د کورنیو د غړو لنډمهاله لیدنه کتنه په افغانستان کې امنیتي ګواښونه، د ټولنیزو او بشري حقونو نابرابري او د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ښودلي دي.
د تازه کډوال شوي افغانان
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره او ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
دغه سازمان په خپل یو بل خپور شوي راپور کې ویلي، چې روان کال د سپټمبر له ۲۹مې راهیسې د اکټوبر تر پنځمې نېټې پورې له افغانستانه ۵۳ زره او ۹۵۱ کسان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
په ایران او پاکستان کې افغان بندیان
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې یوازې په سند صوبه کې نهو تنو افغان بندیانو د خپلې سزا موده پوره کړې او روانه اونۍ به له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړی شي او ۲۵ تنه نور افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي د محکمې پرېکړې ته په تمه دي.
هغه وایي، چې په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او بلوچستان کې ډېر افغان کډوال نیول کېږي؛ خو دغه کچه بیا په پنحاب کې ځکه کمه ده، چې هلته د مېشتو افغانونو شمېره کمه ده او له بل پلوه په اسلام اباد کې تر ډېره حده اسناد لرونکي افغانان اوسېږي.
د تهران د جرمونو د مخنیوي ادارې مرستیال ابوالفضل نیکوکار وایي، یوازې د تهران ښار په زندانونو کې ۱۲۴۵ تنه افغانان بندیان دي.
هغه وایي، له دې ډلې یې ۴۲۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو وضعیت
افغانستان ته له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي کډوال په کور دننه هم له خورا زیاتو ننګونو سره مخامخ دي.
دغه کډوال وایي، له یو پلوه نه دي توانیدلي، چې له پلان سره سم ستانه شي؛ د دوی د کور کاڼي کودي تر ډېره ترینه په کوربه هېوادونو کې پاتې شوي او ډېر یې په تش لاس وطن ته ستانه شوي دي.
محمد نعیم هغه افغان کډوال دی، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، په کابل کې یی نن سبا لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی.
هغه زیاته کړې: «کوم کورونه چې پخوا په ۶،۷ زره افغانیو کرایه کېدل اوس په دغه بیه نه پېدا کیږي.»
حمید یو له هغو کډوالو څخه دی، چې تازه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، له ایرانه تش لاس راغلی او هېڅ کومه پانګه نه لري.
د هغه په وینا: « نه پانګه شته، چې شخصي کارو بار پرې وکړم او نه هم په افغانستان کې کاري فرصتونه شته چې ګوزاره پرې وشي.»
هغه زیاته کړه، چې یوه ننګونه یې د ماشومانو ښوونځي دي.
حمید وایي، هغوی په ډېره بېړه هېواد ته راستانه شوي او دې ته یې هم وخت نه دی موندلی چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له ځانه سره راوړي او اوس یې ماشومان دلته بې برخلیکه پاتې شوي دي.
د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د کډوالو د حقونو د فعالینو نظر
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو له خوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له خوا هم په وار - وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو په وار - وار ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلی وایي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول چلند نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف؛ بلکې د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کړنه هم ده.
هغه وایي، په ایران او پاکستان کې چې کوم وضعیت او سلوک له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ په یو قانون کې هم نه شته.
د هغه په وینا، په دې برخه کې ډېر ښه قوانین منل شوي؛ خو ستونزه دا ده، چې څوک ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: « په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ایران دا دلیل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره تلای شي.
خو د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله وروستۍ پېښې وښودل چې د افغانستان دغه دواړه ګاونډي هېوادونه نه یوازې نړۍوال قوانین او د کډوالو حقونو ته پاملرنه کوي؛ بلکې پر هغوی داسې مرګوني بریدونه کوي چې د بشريت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
تېره میاشت د ایران د کلګان په سیمه کې ۳۰۰ تنه هغه افغان کډوال د ایراني پوله ساتو له خوا په نښه شول چې ایران ته یې د تلو تکل لاره.
د ځینو راپورونو له مخې، په هغه برید کې شاوخوا ۲۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.