شهرزاد اکبر: ایران ځکه افغانان اعداموي، چې په افغانستان کې یې د پوښتنې څوک نه شته

په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وایي، په تېرې یوې میاشت کې په ایران کې ۱۳تنه افغانان اعدام شوي چې دغه شمېرې حیرانوونکې او هېښوونکې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وایي، په تېرې یوې میاشت کې په ایران کې ۱۳تنه افغانان اعدام شوي چې دغه شمېرې حیرانوونکې او هېښوونکې دي.
نوموړې دغه څرګندونې په اېکس پاڼه خپرې کړې؛ خو په دې تړاو یې زیات مالومات نه دي شریک کړي.
هغې لیکلي، د ایران حکومت په دې پوهېږي چې افغانستان بې پوښتنې هېواد دی او حاکمان یې هم «نامشروع او ظالم» دي.هغې د طالبانو لهخوا د بيبي ګل په نوم د یوې افغانې د وهلو، ډبولو او وژنې په اړه لیکلي:« هغو نامشروع واکمنانو چې په وهلو ډبولو یې ۵۵ کلنه بيبي ګل ووژله او خلک یې هم هره ورځ له وېرې په ډلهییزه توګه له هېواده تېښتې ته اړ اېستل کېږي.»اغلې اکبر زیاته کړې، چې دغو بې پناه خلکو ته نه وطن، وطن شو او نه یې هم په کډوالۍ کې د ارام ساه واخیسته؛ ځکه هلته هم د مرګ له ګواښ سره مخامخېږي.تر دې وړاندې (د لړم په ۱۳مه) نېټه هم د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدام شمېره لوړه شوې او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دغه هېواد کې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي.د بشري حقونو د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې سږ کال ۴۹ افغانان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.


د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو ملاتړی هېواد ایران د انساني او اسلامي چلند پر ځای د دغه هېواد په پوله افغانان وژلي؛ هغه اقدام چې په هیڅ قانون او هېڅ ډول د توجیه او منلو نه دی.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانان د بې وزلۍ او وزګارتیا له امله په قاچاقي لارو ایران ته ځي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان کډوالو د ډلهییزې وژنې په برخه کې دې د دوی کورنیو ته د دغې پېښې غرامت ورکړل شي، د پېښې د ټپیانو سمه درملنه دې وشي او د قربانیانو جسدونه دې ژر تر ژره افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه غورځنګ د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو په مشرۍ په دې برخه کې د یوې رڼې او بې پرې څېړنې غوښتنه هم کړې.
دغه غورځنګ زیاته کړې، طالبان تل له انساني ناورین څخه د خپلو سیاسي ګټو په موخه کار اخلي او اوس هم هڅه کوي، چې د قربانیانو شمېر کم وښیي او په دې کار سره غواړي چې د ایران لهخوا امتیاز تر لاسه کړي.
دغه غورځنګ دا رنګه له ایرانه غوښتي، چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي، د دغه هېواد په پولو د انساني قاچاق مخه ډب کړي او په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې توپیري سیاستونه او غیرانساني چلند پای ته ورسوي.
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تهران "حیران او ناخوښه" دی چې د طالبانو "ځینو چارواکو" د ایراني پوله ساتو لهخوا پر افغان کډوالو د ډزو خبرونه جدي نیولي.
اسماعیل بقايي یو ځل بیا د ایران پر پوله پر افغانانو ډزې «بې بنسټه» خبرونه وبلل.
خو د بشري حقونو یوه سازمان حال وش چې د سیستان او بلوچستان په تړاو رپوټونه خپروي، د لومړي ځل لپاره یې (د تلې په ۲۲مه) د کلګان سراوان په سیمه کې پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.
د دغه سازمان په وینا، د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کې د هغو ۳۰۰ افغان کډوالو پر یوه ډله ډزې وکړې چې غوښتل یې ایران ته واوړي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
د دغو راپورونو له خپرېدو دوه اونۍ وروسته طالبانو هم پېښه تاييد کړه او اعلان يې وکړ، چې د ايران پر پوله د ډزو او ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٤ نور بیا ټپیان دي؛ خو دا یې هم ویلي چې د دوی پلټنې پای ته نه دي رسېدلې او د نورو وژل شویو او ټپي شویو افغانانو په اړه به نور سپیناوی هم وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر محمد طه له پاکستانه وغوښت.
له بل پلوه د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي، چې د دغې لیدنې په تړاو اجازه نه وه غوښتل شوې او په دې برخه کې د مالدیف حکومت لهخوا لازم ګام اخیستل شوی دی.
د دغه بیان له مخې، مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.
په پاکستان کې د مالدیف سفیر محمد طه په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره درې ورځې وړاندې د نومبر په لومړۍ نېټه لیدلي و.
هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دغې لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې ښاغلي طه په دغې لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه دغه راز هیلهمندي څرګنده کړې وه، چې د افغانستان له لارې به وشي کړای د منځني ختیځ له هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکي ټینګ کړي.
که څه هم د ځینو هېوادونو سره طالبانو ښې اړیکي جوړې کړې دي؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د طالبانو حکومت هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د هغه حکومت اراده لري چې د هغو هیوادونو څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه "چټک" وڅیړي چې د منل کیدو احتمال یې لوړ دی، ترڅو د راټولو شوو قضیو حجم کم کړي.
د شمېرو له مخې، افغان، سوريايي، سوډاني او ايراني پناه غوښتونکي په برېتانيا کې د منل کېدو تر ټولو ډېر چانس لري.
د ډیلي ټیلیګراف په وینا کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ د دې هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو د قضیو د ژر څیړلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د کارګر حکومت غواړي "په سیسټم کې ټولې قضیې په چټکۍ سره وڅیړي".
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې يويټې کوپر د هغو هېوادونو نومونه وانه خيستل چې ښايي په دغه پروګرام کې شامل شي، خو افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په برتانيا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو زيات شمېر لري او د منل کیدو کچه يې ٩٦ سلنه ده.
له دې وروسته د سوریې، سوډان او ایران څخه کډوال دي چې د کورنۍ جګړې، جبر او سیاسي او مذهبي ځورونو له امله بریتانیا ته پناه وړي او د هغوی د منلو چانس خورا زیات دی.
د شمېرو له مخې، په برتانیا کې د کډوالۍ ۱۲۰زره دوسیې نه دي څېړل شوي، چې له دې جملې څخه تر ۳۵زره ډېرې قضیې د دغو پنځو هېوادونو اړوند دي.
د برتانیا لومړي وزیر د ریشي سونک حکومت د قضیو په ځنډولو کې پر کړ او ویې ویل، چې انګلستان د نورو هیوادونو په پرتله خورا بد وضعیت کې دی.
سټارمر همداراز زیاته کړه چې د انګلیس چینل له لارې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره به د انسان د قاچاقبرانو سره د تروریستي شبکو د غړو په څیر چلند وشي.
هغه د انسان د قاچاق شبکې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې د بریتانیا د سرحدي امنیت ادارې بودجه به له ۹۷میلیون ډالرو څخه ۱۹۴میلیون ډالرو ته لوړه کړي.
د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه څه باندې ۳۱زره کډوال د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته داخل شوي او لږ تر لږه ۵۶کسانو پر دغه لار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې وویل، چې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمنېږي.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د نړۍوال کنفرانس د څرنګوالي او تابیاوو په تړاو خبرې اترې کړي دي.
یاد طالب چارواکي ټينګار کړی، چې نړۍوال باید اقلیمي بدلون ته له سیاسې اړخه نه، بلکې له بشري اړخه وګوري.
نوموړي د یوناما له مسوولینو وغوښتل، څو د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره دوامداره همکاري وکړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر تر دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان د نړۍ د پرمختللو او صنعتي هېوادونو د اقلیمي بې پروایی قرباني شوی او منفي اغېزې یې په مستقیم ډول د دغه هېواد په اقلیمي برخه کې د بدلون لامل ګرځېدلی دی.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا بیا له دغه طالب چارواکي سره په کتنه کې ډاډ ورکړ، چې نړۍوال به د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې له دې ډلې سره ګډ کار وکړي.
نوموړې همداراز زیاته کړې: «موږ دې ته ژمن یو، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به له تاسو سره خپل مشترک کار او هلوځلو ته دوام ورکړو.»
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې ادارې مشر له اوتنبایوا سربېره د یوناما له مرستیال اندریکا رتواتي سره هم کتلي دي.
ښاغلي رتواتي د یادې ادارې له مشر سره د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې. هغه وايي، چې هڅه کوي څو په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د استازو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم اوتونبایوا د اقلیمي بدلون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې افغانستان اوسمهال په یو حساس پړاو کې دی او په دغو وروستیو کې دغه هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ د ډېرو زیانمنو هېوادونو په کتار کې راغلی دی.
د یادولو ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالره په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.
وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړۍوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن کړی دی.

د کندهار له بيلابېلو روغتيايي مرکزونو څخه يو شمېر ښځينه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د امربالمعروف کارکوونکو خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي. سرچينو ويلي، چې د طالبانو دغه ادارې د موضوع د تعقيب لپاره روغتيايي مرکزونو ته خپل کسان معرفي کړي دي.
له کندهاره سرچينو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبان ټولو روغتيايي مرکزونو ته ورغلي او خبرداری يې ورکړی، چې له محرم پرته دي ښځينه کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي.
د طالبانو محتسبان په تېرو دریو ورځو کېد کندهار ښار د شپږمې ناحيې میربازار، د دويمې ناحيې ښکارپور بازار او د نهمې ناحیې لوی ويالې په سېمو کې کلنیکونو ته ورغلي او خپل کارکوونکې يې هم ورپېژندلي څو د ښځينه کارکوونکو د تګ راتګ پر مهال د هغوی له محرم څخه پوښتنې وکړي.
روغتياپالانې وایي، ډېر وخت د کور مشران ورسره نه وي او طالبان د هغوی کوچني وروڼه هم د محرم په توګه نه مني.
د کندهار په کلینیکونو او روغتيايي مرکزونو کې ډېرو ښځينهواکسیناتورانو، روغتیاپالانو او نورو کارکوونکو ته یو شمېر روغتيايي موسسې معاشونه ورکوي.
ځينو روغتيايي کارکوونکو وویل: « د امربالمعروف کارکوونکو غوښتي، چې هره ښځينه کارکوونکې باید د کلینیک، روغتيا رياست او د دوی د ادارې خاص کارت ولري، چې کارکوونکې او محرم مشخصات پکې موجود وي، که دا نه کوي دندې دې پرېږدي.»
دغه ښځينه کارکوونکې د طالبانو له دې سخت چلنده شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې د دوی کورنۍ ستونزې او مجبوريتونه دي په نظر کې ونيسي.
په کندهار کې د امربالمعروف رياست پرون خپلو کارکوونکو ته په يوه غونډه کې د خپل نوي قانون د تشریح پر مهال د دغه قانون پر پلیتابه ټینګار کړی و.
دې ادارې له ټولو خلکو غوښتي، چې د دوی اصولو او نوي قانون ته غاړه کېږدي.
دمګړۍ د کندهار په ښار او ګڼو ولسوالیو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکې نه شته اوډېرې مېرمنې د زيږون لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته وړل کیږي.