طالبان: د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېز څخه ولسونه زیانمنېږي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې وویل، چې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمنېږي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې وویل، چې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمنېږي.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د نړۍوال کنفرانس د څرنګوالي او تابیاوو په تړاو خبرې اترې کړي دي.
یاد طالب چارواکي ټينګار کړی، چې نړۍوال باید اقلیمي بدلون ته له سیاسې اړخه نه، بلکې له بشري اړخه وګوري.
نوموړي د یوناما له مسوولینو وغوښتل، څو د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره دوامداره همکاري وکړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر تر دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان د نړۍ د پرمختللو او صنعتي هېوادونو د اقلیمي بې پروایی قرباني شوی او منفي اغېزې یې په مستقیم ډول د دغه هېواد په اقلیمي برخه کې د بدلون لامل ګرځېدلی دی.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا بیا له دغه طالب چارواکي سره په کتنه کې ډاډ ورکړ، چې نړۍوال به د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې له دې ډلې سره ګډ کار وکړي.
نوموړې همداراز زیاته کړې: «موږ دې ته ژمن یو، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به له تاسو سره خپل مشترک کار او هلوځلو ته دوام ورکړو.»
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې ادارې مشر له اوتنبایوا سربېره د یوناما له مرستیال اندریکا رتواتي سره هم کتلي دي.
ښاغلي رتواتي د یادې ادارې له مشر سره د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې. هغه وايي، چې هڅه کوي څو په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د استازو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم اوتونبایوا د اقلیمي بدلون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې افغانستان اوسمهال په یو حساس پړاو کې دی او په دغو وروستیو کې دغه هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ د ډېرو زیانمنو هېوادونو په کتار کې راغلی دی.
د یادولو ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالره په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.
وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړۍوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن کړی دی.

د کندهار له بيلابېلو روغتيايي مرکزونو څخه يو شمېر ښځينه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د امربالمعروف کارکوونکو خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې دندو ته نه ځي. سرچينو ويلي، چې د طالبانو دغه ادارې د موضوع د تعقيب لپاره روغتيايي مرکزونو ته خپل کسان معرفي کړي دي.
له کندهاره سرچينو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبان ټولو روغتيايي مرکزونو ته ورغلي او خبرداری يې ورکړی، چې له محرم پرته دي ښځينه کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي.
د طالبانو محتسبان په تېرو دریو ورځو کېد کندهار ښار د شپږمې ناحيې میربازار، د دويمې ناحيې ښکارپور بازار او د نهمې ناحیې لوی ويالې په سېمو کې کلنیکونو ته ورغلي او خپل کارکوونکې يې هم ورپېژندلي څو د ښځينه کارکوونکو د تګ راتګ پر مهال د هغوی له محرم څخه پوښتنې وکړي.
روغتياپالانې وایي، ډېر وخت د کور مشران ورسره نه وي او طالبان د هغوی کوچني وروڼه هم د محرم په توګه نه مني.
د کندهار په کلینیکونو او روغتيايي مرکزونو کې ډېرو ښځينهواکسیناتورانو، روغتیاپالانو او نورو کارکوونکو ته یو شمېر روغتيايي موسسې معاشونه ورکوي.
ځينو روغتيايي کارکوونکو وویل: « د امربالمعروف کارکوونکو غوښتي، چې هره ښځينه کارکوونکې باید د کلینیک، روغتيا رياست او د دوی د ادارې خاص کارت ولري، چې کارکوونکې او محرم مشخصات پکې موجود وي، که دا نه کوي دندې دې پرېږدي.»
دغه ښځينه کارکوونکې د طالبانو له دې سخت چلنده شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې د دوی کورنۍ ستونزې او مجبوريتونه دي په نظر کې ونيسي.
په کندهار کې د امربالمعروف رياست پرون خپلو کارکوونکو ته په يوه غونډه کې د خپل نوي قانون د تشریح پر مهال د دغه قانون پر پلیتابه ټینګار کړی و.
دې ادارې له ټولو خلکو غوښتي، چې د دوی اصولو او نوي قانون ته غاړه کېږدي.
دمګړۍ د کندهار په ښار او ګڼو ولسوالیو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکې نه شته اوډېرې مېرمنې د زيږون لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته وړل کیږي.

په کابل کې د طالبانو یوې پوځي محکمې د پنجشیر ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکریم عباسي په ۱۲ کاله بند محکوم کړ. طالبانو نوموړی چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته په سوداګرۍ بوخت و، "د مقاومت له جبهې سره په همکارۍ" تورن کړی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالکريم عباسي اوس په بګرام زندان کې د طالبانو په بند کې دی.
د سرچینو په وینا، عباسي د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، له شته فشارونو سره سره د طالبانو د "عمومي بښنې" پر اعلان باور درلود.
سرچينې زياته کړې، چې عباسي د کابل په شهرنو کې د لاجوردو دوکان درلود او په شخصي کارونو بوخت و.
افغانستان انټرنشنل په کابل کې د طالبانو د استخباراتي پوځي محکمې د پرېکړې یوه کاپي لیدلې، چې عباسي یې په "شر او فساد" کې په لاس لرنه تورن کړی.
په دې متن کې عباسي ته د ناصر په نوم د یوه کس له خوا د «شر او فساد» بلنه ورکړل شوې او هغه هم دوه کاله وړاندې دغه بلنه منلې وه. دا پریکړه د روان کال د غبرګولي په پای کې اعلان شوه.
د دغه حکم په متن کې راغلي چې عباسي د کابل په بهارستان سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید د تنظیمولو لپاره د عبدالقهار په نوم یو بل کس ته ۳۵ زره افغانۍ ورکړې وې.
د طالبانو قاضي په دې پرېکړه کې ادعا کړې چې عبدالکریم عباسي په دې تورونو "اعتراف" کړی دی.
خو سرچينې وايي، چې د عبدالکريم عباسي محاکمه د هغه د مدافع وکيل له شتون پرته ترسره شوه.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې د طالبانو قضايي سیسټم له قانوني معیارونو سره برابر نه دی او تورن کسان اکثره مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.
په تېرو دریو کلونو کې طالبانو له «مقاومت جبهې سره د همکارۍ» په تور ډېر کسان نیولي او شکنجه کړي، چې ډېری یې د پنجشیر اصلي اوسېدونکي دي او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.
طالبانو په رسمي ډول د پنجشیر د ولایتي شورا د پخواني رییس د نیولو او محاکمې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نېږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي. خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
که څه هم چې افغانان له څلورو لسیزو د زیاتې مودې راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دغه هېواده د کډوالۍ بهیر یو ځلې بیا ګړندی شو او په ګڼ شمېر افغانان د دغې ډلې له وېرې مهاجر او جلا وطنه شول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي (د تلې په ۲۳مه) ویلي وو، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ میلیونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
ښاغلي نصیر اندېشه دغه راز ویلي وو، چې دغه شمېر د بشریت په تاریخ کې تر ټولو زیات شمېر دی چې د نړۍوالو اندېښنې یې هم له ځانه سره لرلې دي.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې، او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

خو د دې تر څنګ په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو زور زیاتي بیا ګڼ کډوال اړ ایستي چې د ستونزو او کړاونو له ګاللو سره - سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دوی کې یې کمه برخه پخپله خوښه؛ خو غوښنه برخه یې بیا په زوره شړل شوې ده.
له ایرانه د کډوالو ستنېدل
په ایران کې افغان کډوال په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنیو وګړو ۹۵ سلنه جوړوي.
په ایران کې د کډوالۍ ملي سازمان د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
همداراز د ایران حکومت تېره میاشت ویلي وو، چې نېږدې ۶۲۱ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د ایران د البرز والي مجتبی عبداللهي (د وږي په ۶مه) ویلي وو، چې له تېر کال راهیسې یې له دغه ولایته ۵۰ زره «ناقانونه» افغان کډوال اېستي دي.
دا رنګه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (د تلې په ۱۲مه) په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې یوازې په تېرې یوې میاشتې کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه ستانه کړل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو ستنېدل
په ټوله کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصاد او امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
که څه هم چې دغه شمېرې کره نه دي او پاکستان ته د راغلیو کډوالو له ډلې هره ورځ یو شمېر کډوال امریکا، اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته تلونکي دي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي چې هره ورځ نوي کډوال په ناقانونه لارو له افغانستانه پاکستان ته وراوړي چې شمېر یې تر لکونو هم زیات دی.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې ګڼ شمېر یې تر نیولو، بندي کولو او ربړولو وروسته افغانستان ته په زوره وشړل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۷۴۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغو دواړو بنسټونو په وینا، د دغو راستنو شویو کډوالو ډېری برخه بې اسناده افغانان جوړوي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دغو بېرته ستنو شویو افغانانو له ډلې ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه ستانه شوي او پاتې ۱۰ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
د ښاغلي اپریدي په وینا، د دغو ستنو شویو کډوالو له ډلې ۵۴ سلنه یې له بلوچستانه، ۲۶ سلنه یې له خیبر پښتونخوا، ۱۳ سلنه یې له سنده، شپږ سلنه یې له پنجابه او یو سلنه یې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده بېرته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د کډوالو چارو اداره وایي، چې له دغه هېواده افغانستان د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېره له ۷۰۰ زرو اوښتې ده.

په پاکستان کې بیا د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه هېواد کې لاهم یو مېلیون او ۳۳۱ زره او ۳۳۳ د پي او ار کارټ لرونکي، ۸۹۰ زره د اې سي سي کارټ لرونکي، ۱۱زره او ۸۹۲ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي کسان، ۴۹ زره او ۸۲۳ زره هغه پناه غوښتونکي چې په پاکستان کې د درېیمو هېوادونو پناه غوښتنې ته په تمه دي او ۷۷۵ زره بیا بې اسناده کډوال مېشت دي.
ایران کې د افغان کډوالو ستونزې
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی وهي، ټکوي او زندانونو ته یې استوي.
په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په درلودو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او له دوی څخه بډې اخلي.
په تهران کې مېشت افغان کډوال مهدي علي زاده وایي، چې دوی په هغه هېواد کې د کډوالۍ له هیڅ ډول حقونو برخمن نه دي، هغه وایي دوی نه یوازې د پولیسو له خوا ځورول کېږي؛ بلکې د ایراني وګړو له خوا هم ورسره زور زیاتی کېږي.
هغه وایي، چې په دې برخه کې که څوک شکایت هم وکړي؛ نو پولیس ورسره لازمه همکاري نه کوي.
هغه وایي، د افغان کاریګرو سره هم له زور زیاتي څخه کار اخیستل کېږي. د هغوی د کار مزد ترېنه په زوره ستنول کیږي او حقونه یې نه ورکول کیږي.
د نوموړي په وینا، افغان کاریګر کار او مزدوري کوي؛ خو ایرانیان یې پیسې یا تنخوا نه ورکوي او د تنخوا د غوښتنې په بدل کې یې ګواښي.
هغه وایي، په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو ماشومانو کولای شول چې زده کړې وکړي؛ خو نن سبا په ښوونځیو کې د افغان کډوالو په ماشومانو محدودیت د دغو کډوالو پر وړاندې یوه بله ستونزه ده، چې ورسره مخامخ شویدي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګیدلي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي.
تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي مولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږ مزد په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یوخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له خوا ځورول کیږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته شړل کیږي.
هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمیږي، نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه دی پوره.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د تګ لاملونه
د کډوالۍ نړۍوال سازمان(ای او اېم)له راستنو شویو او هغو افغانانو سره د دوی د کډوالۍ د لاملونو په اړه یو لړ پوښتنې کړې دي.
دغو کډوالو یې په ځواب کې ویلي، چې د پاکستان او ایران سره په کرښو کې شاوخوا ۹۱ زره کسانو ورته د وطن د پرېښودلو لاملونه بې روزګاري، ځان خوندي نه ګڼل، د درملنې په برخه کې د اسانتیاو نشتوالی، د کورنیو د غړو لنډمهاله لیدنه کتنه په افغانستان کې امنیتي ګواښونه، د ټولنیزو او بشري حقونو نابرابري او د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ښودلي دي.
د تازه کډوال شوي افغانان
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره او ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
دغه سازمان په خپل یو بل خپور شوي راپور کې ویلي، چې روان کال د سپټمبر له ۲۹مې راهیسې د اکټوبر تر پنځمې نېټې پورې له افغانستانه ۵۳ زره او ۹۵۱ کسان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
په ایران او پاکستان کې افغان بندیان
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیل صدیق الله کاکړ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې یوازې په سند صوبه کې نهو تنو افغان بندیانو د خپلې سزا موده پوره کړې او روانه اونۍ به له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړی شي او ۲۵ تنه نور افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي د محکمې پرېکړې ته په تمه دي.
هغه وایي، چې په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او بلوچستان کې ډېر افغان کډوال نیول کېږي؛ خو دغه کچه بیا په پنحاب کې ځکه کمه ده، چې هلته د مېشتو افغانونو شمېره کمه ده او له بل پلوه په اسلام اباد کې تر ډېره حده اسناد لرونکي افغانان اوسېږي.
د تهران د جرمونو د مخنیوي ادارې مرستیال ابوالفضل نیکوکار وایي، یوازې د تهران ښار په زندانونو کې ۱۲۴۵ تنه افغانان بندیان دي.
هغه وایي، له دې ډلې یې ۴۲۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو وضعیت
افغانستان ته له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي کډوال په کور دننه هم له خورا زیاتو ننګونو سره مخامخ دي.
دغه کډوال وایي، له یو پلوه نه دي توانیدلي، چې له پلان سره سم ستانه شي؛ د دوی د کور کاڼي کودي تر ډېره ترینه په کوربه هېوادونو کې پاتې شوي او ډېر یې په تش لاس وطن ته ستانه شوي دي.
محمد نعیم هغه افغان کډوال دی، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، په کابل کې یی نن سبا لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی.
هغه زیاته کړې: «کوم کورونه چې پخوا په ۶،۷ زره افغانیو کرایه کېدل اوس په دغه بیه نه پېدا کیږي.»
حمید یو له هغو کډوالو څخه دی، چې تازه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي، له ایرانه تش لاس راغلی او هېڅ کومه پانګه نه لري.
د هغه په وینا: « نه پانګه شته، چې شخصي کارو بار پرې وکړم او نه هم په افغانستان کې کاري فرصتونه شته چې ګوزاره پرې وشي.»
هغه زیاته کړه، چې یوه ننګونه یې د ماشومانو ښوونځي دي.
حمید وایي، هغوی په ډېره بېړه هېواد ته راستانه شوي او دې ته یې هم وخت نه دی موندلی چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له ځانه سره راوړي او اوس یې ماشومان دلته بې برخلیکه پاتې شوي دي.
د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د کډوالو د حقونو د فعالینو نظر
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو له خوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له خوا هم په وار - وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو په وار - وار ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلی وایي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول چلند نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف؛ بلکې د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کړنه هم ده.
هغه وایي، په ایران او پاکستان کې چې کوم وضعیت او سلوک له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ په یو قانون کې هم نه شته.
د هغه په وینا، په دې برخه کې ډېر ښه قوانین منل شوي؛ خو ستونزه دا ده، چې څوک ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: « په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ایران دا دلیل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره تلای شي.
خو د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله وروستۍ پېښې وښودل چې د افغانستان دغه دواړه ګاونډي هېوادونه نه یوازې نړۍوال قوانین او د کډوالو حقونو ته پاملرنه کوي؛ بلکې پر هغوی داسې مرګوني بریدونه کوي چې د بشريت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
تېره میاشت د ایران د کلګان په سیمه کې ۳۰۰ تنه هغه افغان کډوال د ایراني پوله ساتو له خوا په نښه شول چې ایران ته یې د تلو تکل لاره.
د ځینو راپورونو له مخې، په هغه برید کې شاوخوا ۲۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې تهران "حیران او ناخوښه" دی چې د طالبانو "ځینو چارواکو" د ایراني پوله ساتو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو خبرونه جدي نیولي. اسماعیل بقايي یو ځل بیا د ایران پر پوله پر افغانانو ډزې «بې بنسټه» خبرونه وبلل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ د لړم پر ۱۴ مه په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ:« افغان چارواکو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده. "موږ حیران او ناخوښه یو چې یوه بې بنسټه مساله راپورته شوه او ځینو افغان چارواکو دا بې بنسټه خبرونه جدي ونیول."»
د بشري حقونو یوه سازمان حال وش چې د سیستان او بلوچستان په تړاو رپوټونه خپروي، د لومړي ځل لپاره د تلې پر ۲۲ مه د کلګان سراوان په سیمه کې پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ. دغه خبر نړیوال غبرګونونه راوپارول.
د دغه سازمان په وینا، د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کې د هغو ۳۰۰ افغان کډوالو پر یوه ډله ډزې وکړې چې غوښتل یې ایران ته ننوځي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
د دغو راپورونو له خپرېدو دوه اوونۍ وروسته طالبانو هم پېښه تاييد کړه او اعلان يې وکړ چې د ايران پر پوله د ډزو او ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان او عیني شاهدان افغانستان ته لېږدول شوي دي.
طالبانو دا هم ویلي چې د دې پېښې یو شمېر نور قربانیان په ایران او پاکستان کې دي او دا ډله هڅه کوي افغانستان ته یې انتقال کړي.

د هرات سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په جبریل ښارګوټي کې دوه نفوذي شیعه دیني عالمان نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، محمد اکبري او حسين عظيمي تر دې مخکې د عاشورا پر مراسمو د طالبانو د بنديزونو په اړه اعتراض کړى و.
سرچینې ویلي، طالبانو د مهدي جبریل ښارګوټي د علماوو د شورا پخوانی رییس او د ال یاسین مدرسې مسوول محمد اکبري او د یادې شورا د اړیکو پخوانی رییس او د سید ملا امام جومات امام حسین عظیمي نیولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲ مه) طالبانو دغه دوه شيعه ديني عالمان د هرات امنيه قوماندانۍ ته غوښتي وو خو په نيمه لاره کې یې اکبري او عظيمي له موټر څخه ښکته کړي او طالبانو نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا نه ده څرګنده، چې طالبانو دغه دوه ملايان چېرته لېږدولي او د هغوى د برخليک په اړه هم معلومات نشته.
سرچينه وایي، د يکشنبې په ورځ يو شمېر ديني عالمان د طالبانو د والي دفتر ته ورغلي وو څو د همدې دوو ديني عالمانو د خلاصون غوښتنه وکړي.
د طالبانو والي يې په ځواب کې ويلي، چې امربالمعروف ادارې د محمد اکبري او حسين عظمي پر ضد د دې ادراې له امر څخه د سر غړونې شکایت کړی .
د سرچینو په وینا، دیني عالمان په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ته هم ورغلي خو هلته طالب چارواکو ویلي، چې دوی د دغو دوو دیني عالمانو پر ضد شکایت نه دی کړی.
سرچينې زياته کړې، دا نه ده څرګنده چې محمد اکبري او حسين عظيمي دا مهال د طالبانو د کومې ادارې په توقيف کې دي.
په هرات کې ځینو سرچینو ویلي، چې دغه دوه ملایان د هرات بانفوذه څېرې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، سږ کال اکبري او عظیمي په یوه «جدي او پرېکنده» دریځ سره د طالبانو د امربالمعروف له ریاست څخه وغوښتل، چې په هرات کې د عاشورا د ترسره کیدو مخه ونه نیسي.
د روان کال د چنګاښ په میاشت کې طالبانو د عاشورا د نمانځلو په ترڅ کې د افغانستان په مختلفو ښارونو، په ځانګړې توګه هرات کې د خلکو د ماتم غونډې بندې کړې.
د عاشورا د نمانځلو پر سر د اختلافاتو په ترڅ کې یو شیعه ځوان په جبریل ښارګوټي کې د طالبانو له خوا ووژل شول او څو تنه نور ونیول شول.
په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یو شمېر شیعه عالمانو په هرات کې د طالبانو له والي نور محمد اسلام جار سره کتلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دیني عالمانو خپلې «ننګونې او ستونزې» د طالبانو له والي سره شریکې کړې.
زموږ سرچينې وایي، د دې غونډې یوه مهمه موضوع د طالبانو له بند څخه د محمد اکبري او حسین عظیمي د ازادولو هڅې وې.
