د طالبانو نظامي محکمې د پنجشیر ولایتي شورا پخوانی رییس په ۱۲ کاله بند محکوم کړ

په کابل کې د طالبانو یوې پوځي محکمې د پنجشیر ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالکریم عباسي په ۱۲ کاله بند محکوم کړ. طالبانو نوموړی چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته په سوداګرۍ بوخت و، "د مقاومت له جبهې سره په همکارۍ" تورن کړی.