که څه هم چې دغه شمېرې کره نه دي او پاکستان ته د راغلیو کډوالو له ډلې هره ورځ یو شمېر کډوال امریکا، اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته تلونکي دي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي چې هره ورځ نوي کډوال په ناقانونه لارو له افغانستانه پاکستان ته وراوړي چې شمېر یې تر لکونو هم زیات دی.
د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه چې ګڼ شمېر یې تر نیولو، بندي کولو او ربړولو وروسته افغانستان ته په زوره وشړل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون (د تلې په ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۷۴۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګیدلي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د تعلیم، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي.
هغه زیاته کړه: « په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ایران دا دلیل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره تلای شي.
خو د ایران او پاکستان تر منځ پر پوله وروستۍ پېښې وښودل چې د افغانستان دغه دواړه ګاونډي هېوادونه نه یوازې نړۍوال قوانین او د کډوالو حقونو ته پاملرنه کوي؛ بلکې پر هغوی داسې مرګوني بریدونه کوي چې د بشريت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې تهران "حیران او ناخوښه" دی چې د طالبانو "ځینو چارواکو" د ایراني پوله ساتو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو خبرونه جدي نیولي.
اسماعیل بقايي یو ځل بیا د ایران پر پوله پر افغانانو ډزې «بې بنسټه» خبرونه وبلل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ د لړم پر ۱۴ مه په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ:« افغان چارواکو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده. "موږ حیران او ناخوښه یو چې یوه بې بنسټه مساله راپورته شوه او ځینو افغان چارواکو دا بې بنسټه خبرونه جدي ونیول."» د بشري حقونو یوه سازمان حال وش چې د سیستان او بلوچستان په تړاو رپوټونه خپروي، د لومړي ځل لپاره د تلې پر ۲۲ مه د کلګان سراوان په سیمه کې پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ. دغه خبر نړیوال غبرګونونه راوپارول. د دغه سازمان په وینا، د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کې د هغو ۳۰۰ افغان کډوالو پر یوه ډله ډزې وکړې چې غوښتل یې ایران ته ننوځي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. د دغو راپورونو له خپرېدو دوه اوونۍ وروسته طالبانو هم پېښه تاييد کړه او اعلان يې وکړ چې د ايران پر پوله د ډزو او ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان او عیني شاهدان افغانستان ته لېږدول شوي دي. طالبانو دا هم ویلي چې د دې پېښې یو شمېر نور قربانیان په ایران او پاکستان کې دي او دا ډله هڅه کوي افغانستان ته یې انتقال کړي.
ټاکل شوې وه چې دغه چينایي کمپنۍ به پر دغه لوی کان شاوخوا درې ميلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابيلو تخنيکي او امنیتي ستونزو له امله د کان کيندنې او استخراج چارې وځنډېدلې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې او په همدې ترڅ کې څو ځله د عینک د مسو کان قرارداد ګټونکې چینایي کمپنۍ له طالبانو سره ليدنې تر سره کړې. ظاهرا دغه چينایی شرکت ټينګار کوی، چې په سيمه کې د تاريخي اثارو له خوندي ايستلو وروسته د پروژې عملي چارې پیلوي، خو په دې پروژه کې ځنډ د کان د استخراج په تړاو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې دي.
د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه ايم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزيځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو او چينايي چارواکو تر منځ یې د کانونو پروژې او تړونونه څارلې او د ده د موندنو له مخي به د طالبانو په شتون کې د میس عینک کان چارې پيل نه شي.
صالح نن دوشنبه پر خپله اېکس پاڼه د عینک د مسو کان اړوند ولیکل چې « طالبانو نن سباد مس عینک پروژې د پیل په اړه تبلیغات او اعلانات پیل کړي او یوازې د خلکو رواني حالت مغشوشوي، خو د طالبانو درواغو خپل اغیز له لاسه ورکړی .»
امرالله صالح وايي، چې اړوند چينایي شرکت تر اوسه عینک کان ته د غځېدلي اته کیلومتره سړک د پخولو چارې هم نه دي پیل کړې.
د طالبانو د کانونو وزارت وايي، چې اوس يې د مس عینک کان اړوند ټول خنډونه له منځه وړي او د لرغونو اثارو د خونديتابه لپاره یې یوه بدیله خوندي لاره هم غوره کړې.
د طالبانو په وینا،د مسو کیندنه به تر ځمکې لاندې تونلونو له لارې کيږي او لرغونې اثار به هم خوندي ځای ته لېږدول کيږی.
خو د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې د مس عینک کان د استخراج او ټرانزيت موضوع چې د پاکستان له لارې د تېرېدو حق لري هم د څو دلایلو له مخې د طالبانو له کنټرول وتلې خبره ده.
صالح زیاتوي، چې افغانستان دامهال مشروع او قانوني حکومت نه لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوپټا (OPTA) ترانزيټي تړون لغو شوی او اسلام اباد دامهال له طالبانو سره د قانون له مخې نه بلکي د شخصي اړيکو پر بنسټ چلند کوي.
صالح د عینک د مسو کان د چارو نه پيلیدو یو لامل د مسو ټيټه بیه او د چینایانو غير عملي ژمنې ګڼي. هغه وايي، « د برېښنا فابريکې جوړول او ورته نورې ژمنې د لومړنيو خبرو لپارهخيالي هڅونې دي. تر څو چې د لویو کانونو ګټې د طالبانو شخصي جیبونو ته ځي، هيڅ معتبره اداره به په افغانستان کې پانګونه ونه کړي.»
د عینک د مسو کان د لوګر په شمال ختيځ او د کابل په جنوب کې پروت دی، چې د نړۍ د مسو په سترو کانونو کې شمېرل کیږي.