د مکسیکو ولسمشره: د امریکا له ټاکنو وروسته له دغه هېواد سره د ښو اړیکو په ساتلو ډاډه یم
د مکسیکو ولسمشرې کلوډیا شینباوم ویلي، چې د امریکا له ټاکنو وروسته له دغه هېواد سره د ښو اړیکو په ساتلو ډاډه ده. مېرمن شینباوم دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې ډونالډ ټرمپ پر مکسیکو د تعرفو د لګولو ګواښ وکړ.
د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د پنسلوانیا په پیتسبرګ کې د خپلې ټاکنیزې غونډې په ترڅ کې مکسیکو ته خبرداری ورکړ، چې که ټاکنې وګټي دغه هېواد به پر ګمرکي تعرفو مجازات کړي. مګر دا چې د مکسیکو دولت متحده ایالاتو ته د فنټانیل مادې بهیر د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
خو د مکسیکو کیڼ اړخې ولسمشرې وویل: «دوی به ښې اړیکي ولري.»
هغې زیاته کړه: «کله چې پوه شول ګټونکی څوک دی باید غونډې ترسره شي او د هر هغه څه په اړه چې په مکسیکو کې ترسره کېږي د اطلاع رسونې لپاره باید په لوړه کچه بحثونه وشي، دا بحثونه باید هم له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې او هم متحده ایالاتو ته د فنټانیل د ننوتلو په اړه وي، ځکه دا باید د کډوالۍ له لید څخه هم ترسره شي.»