طالبانو په کابل کې د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان چې پر «زنا» تورن و په دورو وهلي

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې په کابل کې د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان د «زنا» په تور په دورو وهلي دي. دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان هر یو په يو ـ یو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دورو سزا محکوم شوي و.