د خوړو نړۍوال پروګرام: وچکالۍ په افغانستان کې زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بېځایه کړې دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د ژمي په رارسیدو سره په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، لا له وړاندې وچکالۍ د افغانستان ډير شمېر وګړي ځپلي او د هغوی د عایداتو سرچینې چې کرنیز محصولات دي، د اوبو د کچې د ټیټیدو له امله د له منځه تلو په حال کې دي.