د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالو لړۍ سبا پیلیږي

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي. افغان کرېکت بورډ ویلي، چې لوبډله او د شارجې نړۍوال لوبغالی د یادې لوبلړۍ لپاره په بشپړ ډول چمتو دي او سبا له غرمې وروسته به د لوبلړۍ لومړۍ سیالي ترسره شي.