طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه په یوه ورځ نږدې دوه سوه کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۹۷ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۹۷ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
دغه اژانس په اېکس پاڼې لیکلي، چې د تازه راستنو شویو کورنیو له ډلې څخه ۲۱ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۸ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستنې شوې او ۵۲ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۱۶ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.
دغه اژانس د طالبانو د کډوالو وزارت له قوله لیکلي، چې ۳۹ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوې او سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې دي.
بل خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال ایستل شوي دي.
ويل کیږي، د نومبر تر پنځمې نیټې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۷۹۹۲۰۸ تنو ته رسېدلی.
په ورته وخت کې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د تېر یوه کال راهیسې دوام لري.
ایران په خپل هېواد کې پر بې اسناده کډوالو د کار کولو د بندیز ترڅنګ، په ښاري ميټرو، بسونو او نورو عامه خدمتونو کې هم بندیزونه لګولي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. ويل کیږي، د نومبر تر پنځمې نیټې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۷۹۹۲۰۸ تنو ته رسېدلی.
له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چې د دغو کډوالو له ټول شمېر څخه چې د اکتوبر له اومې نېټې څخه د نومبر تر پنځمې نیټې پورې ستانه کړل شوي له ډلې یې ۹۰۰۵ یې نارینه، ۷۱۰۵ یې ښځې او ۱۰۴۳۰ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه کړل شوي دي.
راپور کې راغلي چې دغه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال، ۷۶۰ کورنۍ کیږي، افغانستان ته په ۷۱۰ موټرو کې ستنې شوې دي.
دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.
پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربهتوب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.
ویل کیږي د افغان کډوالو یوه لویه برخه د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې ژوند کوي چې د پاکستاني پولیسو په وینا له پلټنو او موندلو وروسته به یې افغانستان ته ستانه کړي.

ازبکستان او ملګري ملتونه په سرخان بندر سیمه کې د افغانانو ګډ تعلیمي پرواګرام جوړوي. د ازبکستان او ملګرو ملتونو استازو د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر وضعیت او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي پر هڅو خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان استازي عصمت الله اېرګاشېف او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي اکیکو فوجي په سرخان دریا بندر کې د افغان وګړو د روزنې د ګډې پروژې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د ستونزو د سولهییز حل لپاره د ازبکستان او ملګرو ملتونو د بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه ناسته د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره له افغانستان سره د مرستې او له نړۍوالو سازمانونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې د دغه هېواد د ژمنو د تایید په اړه وه.
تر دې وړاندې د ازبکستان د ولسمشر لور ویلي و، چې د افغان ښځو د خوندیتوب لپاره له وړیا زدهکړو پرته بله ښه لاره نه شته.
سعیدې میرضیایف ویلي، ازبکستان چمتو دی چې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د نوموړې په خبره:«د نجونو زدهکړه زما په زړه کې ځانګړی ځای لري.»

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون وایي، چې د پنجشېر ولایت ۵۰۱۴ قیراطه زمرد په ۲۴۵۵۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي دي. ویل کیږي، یاده اندازه زمرد د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشیر ولایت د طالب چارواکو له قوله تېره ورځ سې شنبه د (لړم ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، د پنجشېر ولایت ۵۰۱۴ قیراطه زمرد یې په ۲۴۵ زره او ۵۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي.
طالبان وايي، چې په دغو لاسته راغلو ډالرو کې ۱۰ سلنه ونډه دوی اخیستې. خو پر طالبانو نیوکې دي چې د ۱۰ سلنې خبره یوازې د رسنیو په مخکې کوي او د پردې تر شا کیسه بل ډول ده.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوسمهال یې یوازې ٥٠٠ فعال دي.
د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.
تر ډیره بریده پر طالبانو نیوکې کیږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
طالبانو واک ته له رسیدو سره سم په افغانستان کې، د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته ډیره پاملرنه کړې ده.
دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي.
په دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زیرمو په ایستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نا معیاري ډول سپړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د فساد په تور له دندې ګوښه کړ.
تېر کال د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کانونو کېندنه ناقانونه بللې وه او زیاته کړې یې وه، دا مهال روښانه نه ده چې د دغو کانونو څخه تر لاسه شوې پیسې چېرته او په څه لګول کیږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګهوالو پلورل شوي دي.
په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د تلې ۲۹مه ویلي و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاوونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

د حال وش د معلوماتو له مخې تېره ورځ سې شنبه د (لړم ۱۵مه) د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون شپږ تنه په دار ځړول شوي دي. ویل کیږي، په دغو کسانو کې د سیستان او بلوچستان دوه بندیان هم اعدام شوي.
د حال وش ویبپاڼې د معلوماتو له مخې تېره ورځ سې شنبه د (لړم ۱۵مه) د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون د سیستان او بلوچستان ولایت دوه زندانیان او درې تنه نور بندیان د نشهيي توکو او نورو تورونو له امله په دار ځړول شوي دي.
د حال وش په وینا، په اعدام شویو کسانو کې ظاهر صفري د افغانستان، محمود شهرکي او رضا دارو د سیستان او بلوچستان د زابل اوسیدونکي، مجید قادري د ایران د مشهد اوسیدونکي ښودل شوي دي.
تر اوسه پورې د دوو نورو اعدام شویو کسانو د هويت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
روانه اونۍ د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و، چې د ایران حکومت پنځه زندانیان اعدام کړي، چې یو په کې افغان او نوم یې عبدالله تاجک ښودل شوی و.
د ایران د بشری حقوقو سازمان د لړم ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بندیان د ایران د قضايیه قوې له خوا په اعدام محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان زياته کړې، چې په تیرو څلورو کلونو کې په ایران کې د «نشهيي توکو» په تور په اعدام محکوم شوي بندیان هر کال په پرله پسې ډول زیات شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې اعدامونه لږ تر لږه ۸۴ سلنه زیات شوي دي.
سازمان ویلي، چې تېر کال ۲۵۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي، چې سږ کال دغه شمېر ۴۷۱ کسانو ته لوړ شوی.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر طالبانو ته په اشارې سره وایي، چې افغان خبریالان باید د غچ اخیستو له وېرې پرته په خوندي توګه فعالیت وکړي. نوموړې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو باید ملاتړ وشي، تر څو په خوندي توګه کار وکړي.
مېرمن دېګر دغه راز زیاته کړې ده، چې د معلوماتو ترلاسه کول د ټولو انسانانو بنسټیز حق دی او افغان خبریالان د افغانستان دننه او بهر افغانانو ته معلومات رسوي.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خبریالان هېڅ ډول معلوماتو ته لاسرسی نه لري او نه هم د طالبانو د بندیزونو له امله په ازاده توګه کار کولی شي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافیرې مخکې هم ویلي و، چې افغان خبریالان له ورپېښو ګواښونو کړېږي او ډېری یې د ځورونې، ربړونې او نیونې سره مخامخ شوي دي.
هغې دا هم ویلي و، چې د طالبانو له واکمنۍ سره د رسنیو فعالیت پېکه شوی او خبریالانو ځان سانسورۍ ته مخه کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت «د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو» د نړۍوالې ورځې په مناسبت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې افغان خبریالان له ګواښونو او تاوتریخوالو سره مخ دي.
دغه سفارت د دغو تاوتریخوالو په وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې غوښتنه هم کړې وه.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي او د خبرپالانو او د رسنیو پروړاندې د امربالمعروف وزارت چارواکي نامناسب او ان له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.
سره له دې چې د رسنیو ملاتړو ادارو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو پروړاندې خپل بندیزونه لرې کړي، خو دغه ډله ټينګار کوي چې خپلې ټولې چارې د شریعت پر اساس مخ ته وړي.
