کرن دېګر: افغان خبریالان باید د غچ اخیستو له وېرې پرته په خوندي توګه فعالیت وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر طالبانو ته په اشارې سره وایي، چې افغان خبریالان باید د غچ اخیستو له وېرې پرته په خوندي توګه فعالیت وکړي. نوموړې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو باید ملاتړ وشي، تر څو په خوندي توګه کار وکړي.