په کلني ډول د یو میلیون ډالرو په ارزښت د پاریس نندارتون کې د افغاني زعفرانو تړون لاسلیک شو

د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې ویلي چې په پاریس کې یې د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې د ۶۰۰ کیلوګرامه افغاني زعفرانو د پېرلو تړون لاسلیک کړ. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه پلور کلنی ارزښت يو میليون او ۷۰ زرو امريکايي ډالرو ته رسېږي.





