طالبان: له ایران او پاکستانه په یوه ورځ له دوه نیم سوو ډېرې کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۲۶۷ کورنۍ بېرته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۲۶۷ کورنۍ بېرته راستنې شوې دي.
دغه اژانس د سې شنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د تازه راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۸۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۳۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې ده، چې له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کورنیو له ډلې پر سلګونو کورنیو یې مرستې هم وېشلې دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان کال په تېرو شپږو میاشو کې افغانستان ته ۶۴۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
دغه وزارت ویلي، چې له دغې ډلې ۸۰ زره له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځوس زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
که څه په ایران او پاکستان کې د کوربه هېوادونو له لوري د افغان کډوالو پر کار کولو، زدهکړو او هلته پر اوسېدو سخت محدودیتونه لګېدلي؛ خو بیا هم نږدې هره ورځ لسګونه کسان پر نا قانونه لارو دغو هېوادونه ته سفرونه کوي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په میدان وردګ ولایت کې یې یو کس ته د «لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده. د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو سترې محکمې نن سې شنبه د (لړم ۱۵مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ ابتداییه محکمې پرون دوشنبه یوه کس ته د «لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر یوه کس عملي شوه.
په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې چې طالبانو دغه کس ته چې د متهم اصطلاح کارولې، دوه کاله د تنفیذي بند سزا اورولې او ۳۹ دورې یې هم وهلی دی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورن کس ته یې د استناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د ژمي په رارسیدو سره په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، لا له وړاندې وچکالۍ د افغانستان ډير شمېر وګړي ځپلي او د هغوی د عایداتو سرچینې چې کرنیز محصولات دي، د اوبو د کچې د ټیټیدو له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه د دغې اندېښنې په ښودلو پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې وچکالي او د حاصلاتو له منځه تلل خلک له لوږې سره مخامخوي او اقتصادي ستنې یې کمزورې کوي.
دغه پرواګرام وایي، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۲۹م کنفرانس کې چې د روان کال د نومبر په میاشت کې په باکو کې جوړېږي، له هغه، مخکې موږ د اقلیمي بدلون په وړاندې د انعطاف د رامنځته کولو د اړتیا غوښتنه کوو.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د ډېریو کورنیو لپاره یوازیني خواړه چې دوی یې لري، هغه خواړه دي چې دوی په خپلو ځمکو کې کرلي دي او د عایداتو یوازینۍ سرچینه یې هغه پیسې دي، چې دوی یې د خپلو کرنیزو محصولاتو له لارې تر لاسه کوي.
یاد پرورګرام په افغانستان کې د اوبو د کچې د ټیټېدو او د فصلونو د له منځه تلو له امله د کلیو د خالي کېدو او خلکو د کوچېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
دغه بنسټ وايي:«د اوبو د کچې د ټیټېدو او د فصلونو د له منځه تللو له امله ټول کلي خالي شوي دي. کورنۍ د بدیل معیشت موندلو لپاره له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه کېږي او د بې ځایه کېدو هڅه ډېری وخت دوی نور هم زیانمنوي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، دمګړۍ اوبه د هغو کسانو لپاره د تاوتریخوالی او شخړې سرچینه ګرځېدلې چې وروسته پاتې کېدو ته لومړیتوب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د نړۍوال کنفرانس د څرنګوالي او تابیاوو په تړاو خبرې اترې کړې دي.
دغه طالب چارواکي ټينګار کړی، چې نړۍوال باید اقلیمي بدلون ته له سیاسې اړخه نه؛ بلکې له بشري اړخه وګوري.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وایي، په تېرې یوې میاشت کې په ایران کې ۱۳تنه افغانان اعدام شوي چې دغه شمېرې حیرانوونکې او هېښوونکې دي.
نوموړې دغه څرګندونې په اېکس پاڼه خپرې کړې؛ خو په دې تړاو یې زیات مالومات نه دي شریک کړي.
هغې لیکلي، د ایران حکومت په دې پوهېږي چې افغانستان بې پوښتنې هېواد دی او حاکمان یې هم «نامشروع او ظالم» دي.
هغې د طالبانو لهخوا د بيبي ګل په نوم د یوې افغانې د وهلو، ډبولو او وژنې په اړه لیکلي:« هغو نامشروع واکمنانو چې په وهلو ډبولو یې ۵۵ کلنه بيبي ګل ووژله او خلک یې هم هره ورځ له وېرې په ډلهییزه توګه له هېواده تېښتې ته اړ اېستل کېږي.»
اغلې اکبر زیاته کړې، چې دغو بې پناه خلکو ته نه وطن، وطن شو او نه یې هم په کډوالۍ کې د ارام ساه واخیسته؛ ځکه هلته هم د مرګ له ګواښ سره مخامخېږي.
تر دې وړاندې (د لړم په ۱۳مه) نېټه هم د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدام شمېره لوړه شوې او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دغه هېواد کې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي.
د بشري حقونو د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې سږ کال ۴۹ افغانان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو ملاتړی هېواد ایران د انساني او اسلامي چلند پر ځای د دغه هېواد په پوله افغانان وژلي؛ هغه اقدام چې په هیڅ قانون او هېڅ ډول د توجیه او منلو نه دی.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانان د بې وزلۍ او وزګارتیا له امله په قاچاقي لارو ایران ته ځي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان کډوالو د ډلهییزې وژنې په برخه کې دې د دوی کورنیو ته د دغې پېښې غرامت ورکړل شي، د پېښې د ټپیانو سمه درملنه دې وشي او د قربانیانو جسدونه دې ژر تر ژره افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه غورځنګ د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو په مشرۍ په دې برخه کې د یوې رڼې او بې پرې څېړنې غوښتنه هم کړې.
دغه غورځنګ زیاته کړې، طالبان تل له انساني ناورین څخه د خپلو سیاسي ګټو په موخه کار اخلي او اوس هم هڅه کوي، چې د قربانیانو شمېر کم وښیي او په دې کار سره غواړي چې د ایران لهخوا امتیاز تر لاسه کړي.
دغه غورځنګ دا رنګه له ایرانه غوښتي، چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي، د دغه هېواد په پولو د انساني قاچاق مخه ډب کړي او په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې توپیري سیاستونه او غیرانساني چلند پای ته ورسوي.
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تهران "حیران او ناخوښه" دی چې د طالبانو "ځینو چارواکو" د ایراني پوله ساتو لهخوا پر افغان کډوالو د ډزو خبرونه جدي نیولي.
اسماعیل بقايي یو ځل بیا د ایران پر پوله پر افغانانو ډزې «بې بنسټه» خبرونه وبلل.
خو د بشري حقونو یوه سازمان حال وش چې د سیستان او بلوچستان په تړاو رپوټونه خپروي، د لومړي ځل لپاره یې (د تلې په ۲۲مه) د کلګان سراوان په سیمه کې پر افغان کډوالو د ډزو خبر خپور کړ.
د دغه سازمان په وینا، د ایران سرحدي ځواکونو په سراوان کې د هغو ۳۰۰ افغان کډوالو پر یوه ډله ډزې وکړې چې غوښتل یې ایران ته واوړي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
د دغو راپورونو له خپرېدو دوه اونۍ وروسته طالبانو هم پېښه تاييد کړه او اعلان يې وکړ، چې د ايران پر پوله د ډزو او ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ٣٤ نور بیا ټپیان دي؛ خو دا یې هم ویلي چې د دوی پلټنې پای ته نه دي رسېدلې او د نورو وژل شویو او ټپي شویو افغانانو په اړه به نور سپیناوی هم وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر محمد طه له پاکستانه وغوښت.
له بل پلوه د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي، چې د دغې لیدنې په تړاو اجازه نه وه غوښتل شوې او په دې برخه کې د مالدیف حکومت لهخوا لازم ګام اخیستل شوی دی.
د دغه بیان له مخې، مالدیف هغه حکومت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.
په پاکستان کې د مالدیف سفیر محمد طه په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکېب سره درې ورځې وړاندې د نومبر په لومړۍ نېټه لیدلي و.
هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دغې لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې ښاغلي طه په دغې لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه دغه راز هیلهمندي څرګنده کړې وه، چې د افغانستان له لارې به وشي کړای د منځني ختیځ له هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکي ټینګ کړي.
که څه هم د ځینو هېوادونو سره طالبانو ښې اړیکي جوړې کړې دي؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د طالبانو حکومت هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
