د طالبانو امربالمعروف: له یوه بوډا سړي سره د ۱۳ کلنې نجلۍ له جبري واده مو مخنیوي کړی

د طالبانو د امربالمعروف چارواکي وايي، چې د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې یې له یوه بوډا سړي سره د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده. پر طالبانو تور دی چې دوی هم د دریم او څلورم واده لپاره تر ۱۸ کالو کم عمره نجونې ځانو ته واده کړې دي.