• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې ۴ سرتېري او ۵ وسلوال ووژل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، له وسلوالو سره په نښته کې څلور پوځیان او ۵ وسلوال ووژل شول. دغه دفتر وايي، دا نښته د جنوبي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په دې خبرپاڼه کې په نښته کې وژل شوي کسان "خوارج" نومولي دي.

تر دې مخکې په چنګاښ میاشت کې په یوه رسمي اعلامیه کې د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان په په دغه کې یوه منع شوې ډله د "فتن الخوارج" په نوم معرفي کړې وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې وژل شوي سرتېري ۳۸ کلن صوبدار نایب د ټانک ولسوالۍ، ۳۰ کلن ګلاب زمان د کرک ولسوالۍ، ۳۰ کلن مزمل محمود د کرک ولسوالۍ او ۲۸ کلن حبیب الله د اورکزو ولسوالۍ اوسېدونکی شامل دي.

دغه دفتر وايي چې دغه امنيتي ځواکونه په زړورتيا سره له خپلو خلکو او هېواد څخه په دفاع کې ووژل وشول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې په پښتونخوا ایالت او له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د "ترهګرۍ ضد" عملیات زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، دا عملیات به تر هغه دوام وکړي چې "وروستی ترهګر له منځه نه وي تللی."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ دوه ماشومان ووژل

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د ځايي سرچینو په خبره، تېره شپه د جنوبي وزیرستان شکتوی سیمه کې پر یو کور د پاکستاني پوځیانو د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله دوه ماشومان وژل شول او یو بل ټپي شو. سرچینې زیاتوي د پاکستان پوځیانو د وسلوالو سره له نښتې وروسته د عامو خلکو پر کورونو هاوانونه وتوغول.

په جنوبي وزیرستان کې ځايي سرچینو نن د جمعې په ورځ «د لړم١٧مه» وویل، چې د جنوبي وزیرستان شکتوي سیمې اوسېدونکو د اعتراض په ډول د ماشومانو جسدونه عمومي چوګ ته راوړلي دي.

ځايي خبریالان هم وايي چې د سیمې اوسېدونکي نیوکه کوي، چې پاکستاني پوځیان د عامو خلکو کورونه په نښه کړي، چې ځايي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځیانو د ماشومانو د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوه ورځې وړاندې د خیبر درې په تېرا کې هم د پاکستاني پوځیانو هاوان مرمۍ د توغولو له امله دوه ماشومان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي ول.

دغه ماشومان هغه وخت په نښه شول، چې د تېرا په پوټان سیمه کې یاد ماشومانو له ښوونځي څخه کور ته په لاره ول.

د خیبر درې په تېرا پوټان سیمې اوسېدونکي هم ددې ماشومانو جسدونه پېښور ته د اعتراض په ډول وړي ول.

د ځايي سرچینو په وینا د اعتراض کوونکو او پاکستاني نظامیانو تر منځه د خبرو وروسته د ماشومانو جسدونه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاتوي په دې ناسنه کې پرېکړه وشوه، چې د پاکستان پوځ به وژل شوي هر ماشوم ته به ۵۰ لکه کلدارې او ټپیانو ته به ۵ لکه کلدارې ورکوي.

په دې ناسته کې دا پرېکړه هم شوې، چې له دې وروسته به ځايي خلکو پر کورونو بریدونه نه کېږي.

د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځیني ځايي اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي تر منځه روانه جګړه کې دې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنوي وشي او دواړه لوري دې دا مسله په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې د منظور پښتین په مشری د پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستی جرګه کې پاکستاني پوځیانو او ټي ټي پي ته خبردارۍ ورکړ، چې په ۶۰ ورځو کې دې د پښتنو له سیمو ووځي.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ماته کړه

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په دویمه سیالۍ کې اسټرالیا ته د نهو ویکټو په توپیر ماتې ور کړه.

اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې په ۳۵ اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې په ۲۶ اور کې د یوه لوبغاړي سوځېدو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په اسټرالیا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبلړۍ اوس یو په یو مساوې شوې.

راتلونکې لوبه د دواړو لپاره مهمه ده چې ور سره لوبلړۍ ګټل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د کرېکټ لوبډلې پر ننني بري خوښي ښودلې ده.

په پاکستان کې په جلا جلا بریدونو کې اته امنیتي ځواګونه وژل شوي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه له وسله والو سره په نښته کې د دوی څلور سرتېري وژل شوي دي. همدا راز په سویلي وزیرستان کې هم د چهارشنبې په ورځ د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې څلور پولیس ووژل شول.

په ورته وخت کې، په خیبر ښتونخوا کې د هاوان د چاودنې له امله دوه زده کوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې پنځه پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.

پولیسو وویل، د وسله والو له خوا توغول شوی هاوان د خیبر پښتونخوا ایالت په دره تیر کې یو سړک ته نژدی ولګید چې دوه زده کوونکي یې چې پیاده ښوونځي ته روان وو، ووژل.

پاکستاني پوځ په سویلي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد په لسګونو عملیات پیل کړي دي، خو وسله وال بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

اسلام اباد وايي، چې وسله وال د افغانستان خاوره د روزنې او په پاکستان کې د بریدونو پلانولو لپاره کاروي، چې افغان طالبان دا تور ردوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تر دې مخکې د پاکستان د سولې مرکز په یو راپور کې ویلي و، چې په تېره یوه میاشت کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې شاوخوا ۵۰ وسله وال بریدونه ترسره شوي دي.

ولادیمیر پوتین: په نړۍ کې یو نوی جوړښت د رامنځ ته کیدو په حال کې دی

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې، د ډونالډ ټرمپ له بریا یوه ورځ وروسته، لویدیځ تورن کړ، چې هڅه کوي مسکو ته "ستراتیژیکه ماته" ورکړي. هغه زیاته کړه، سره له دې چې امریکا د مسکو د منزوي کولو هڅې کوي، مګر روسیه لویدیځ تمدن خپل دښمن نه ګڼي.

هغه وویل: «د نړۍ پخوانی جوړښت په نه راستنیدونکي ډول د ورکیدو په حال کې دی. دا هم ویلی شو چې نور له منځه تللی دی. د نوي جوړښت د جوړولو لپاره جدي او نه پخلا کېدونکې مبارزه روانه ده.»

پوتین ټینګار وکړ: «نړۍ روسیې ته اړتیا لري او په واشنګټن یا بروکسل کې د لوړ پوړو چارواکو هېڅ پریکړه نشي کولی دا حقیقت بدل کړي».

په دې وینا کې د روسیې ولسمشر، ټرمپ او د امریکا په ټاکنو کې د هغه د بریا یادونه ونه کړه.

افراسیاب خټک: د هند استازی د نویو ستراتیژیو لپاره د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره تللی

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزات استازی افغانستان ته د دې لپاره تللی و چې غوښتل یې د هند د نویو ستراتیژیو لپاره د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي.

تازه د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي جي پي سېنګ افغانستان ته تللی او هلته یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره لیدلي دي.

نوموړي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تر منځ خبرې اترې وشي.

ښاغلي افراسیاب خټک په امریکا کې د تازه سیاسي بدلونونو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټلو ته په اشارې وویل، چې په اسیا کې هم د امریکا سیاستونه د تغیر په حال کې دي او هند غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د وضعیت سربېره د شمالي ولایاتو احوال واخلي.

افراسیاب خټک زیاته کړه، چې د هند او پاکستان رقابت له پخوا افغانستان ته انتقال شوی او د طالبانو په ډلو کې هم دواړو هېوادونو ته تمایلات لیدل کیږي.

نوموړي د حقاني شبکې د مشر په ګډون د دغې شبکې له غړو سره د هند د استازي نه لیدنه له پاکستان سره د دغې شبکې اړیکې په ګوته کړې.

د یادونې وړ ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره له لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.