د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د ۶۸ منډو په توپیر بنګله دېش ته وبایلله

د بنګله دېش لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د ۷ وېکټو په زیان افغان لوبډلې ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه. خو د افغان لوبډلې توپ وهونکو ونه شو کړای، چې د بنګله دېش لوبډلې له لورې ورکړل شوی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۴۳،۳ اورونو کې وسوځېدل.