طالبان سبا ته د پکتیا په ورزشي لوبغالي کې یو کس د قتل په تور «قصاص» کوي

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی، چې یاده ډله د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د دغه ولایت په ورزشي لوبغالي کې یو کس د قتل په تور «قصاص» کوي. طالبانو له خلکو غوښتي، چې د قصاص د نندارې په موخه یاد لوبغالي ته ورشي.