د پېښور د ترهګرۍ ضد اداره: هغه پولیس مو نیولی، چې د ترهګرو ډلو لپاره یې اسانتیاوې برابرولې

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره (سيټيډي) وایي، د یو لړ استخباراتي راپورونو له مخې یې هغه پولیس افسر نیولی چې د ترهګرو ډلو لپاره یې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرولې.