د ممبیي پولیسو هغه کس نیولی، چې شاهرخ خان یې په مرګ ګواښلی و

د ممبیي پولیس وایي، هغه کس یې نیولی چې د هند نوموتی فلمي ستوری شاهرخ خان یې په مرګ ګواښلی و.

د ممبیي پولیس وایي، هغه کس یې نیولی چې د هند نوموتی فلمي ستوری شاهرخ خان یې په مرګ ګواښلی و.
د ممبیي پولیسو دغه تورن کس نن د سې شنبې په ورځ د چتیس ګړ په رایپور کې نیولی دی.
پولیسو په چتیس ګړ کې د فیضان خان په نوم یو وکیل د دغې پېښې په تړاو نیولی دی.
دغه کس بیا وایي، چې مبایل یې ورک شوی و او کوم بل کس شاهرخ خان ګواښلی دی.
شاهرخ خان تېره اونۍ د یوې ټلیفوني اړیکې له لارې په مرګ ګواښل شوی و او د ۵۰ لکو هندي کلدارو غوښتنه ترې شوې وه.
فیضان رسنیو ته ویلي، چې د ده د ټیلیفون له لارې شوی ګواښ د ده پر ضد د یوې دسیسې برخه وه.
هغه رسنیو ته وویل:« زما ټیلیفون د نومبر په دویمه غلا شو او ما په دې اړه یې پولیسو ته شکایت هم وکړ.»
فیضان خان تر دې وړاندې یو ځل د شاه رخ خان خلاف یو شکایت هم درج کړی و.
دغه فلمي ستوري ته د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هم د مرګ ګواښ شوی و.
تر دې وړاندې بیا سلمان خان هم د لارنس بشنوی لهخوا په ځلونو په مرګ ګواښل شوی دی.

الجزیرې ټلویزیون د لبنان د ښاروال له قوله خبر ورکړی، چې د اسراییلي الوتکو په بمبار کې د لبنان په شمالي ښارګوټي کې د استوګنې پر یوه کور د برید په پایله کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د لبنان په شمال کې د عین یعقوب په ښارګوټي د اسراییلي الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه برید د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لوري تر سره شوی دی.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت رسنیو سره د لومړنیو معلوماتو د شریکو پر مهال ویلي و، چې په یاد برید کې اته تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي؛ خو وروسته د عین یعقوب ښاروال ماجد دربیس رسنیو ته وویل، چې په یاد برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د صیادون ولسوالۍ په ساکساکیه کې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه اوه کسان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه راز د یکشنبې په ورځ، په ټول هېواد کې د اسراییل په بریدونو کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر اوسه پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۳۲۴۳ تنه وژل شوي او ۱۴۱۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ به سناتور مارکو روبیو د خپلې ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګوماري.
مارکو روبیو یو جمهوري غوښتونکی سناتور دی.
روبیو یو له هغو ۲۱ سناتورانو څخه دی، چې طالبان یې د یوې ترهکرې ډلې په توګه یاد کړي او په دې تړاو یې یوه لایحه هم وړاندې کړې وه.
له بل پلوه ټرمپ مایکل والز د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکه.
والز بیا تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې مخینه هم لري.
د دغو تازه ګومارنو په لړ کې ټرمپ لي زلدین د امریکا د چاپېریال ساتنې سازمان د مشر په توګه وګوماره.
نوموړی په کانګرس کې د نیویارک پخوانی استازی و.
د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې د ککړې هوا له امله په پاکستان کې ۱۱ مېلیونه ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي او حکومت دې د دغه وضعیت مخه ونیسي.
یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۱ مېلیونه ماشومان د ککړې هوا د تنفس له امله له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
په پاکستان کې د یونېسف استازي عبدالله فادیل لهخوا د هوا د ککړتیا کمولو او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د بېړنیو او لا زیاتو هڅو غوښتنه شوې.
د هوا د ککړتیا کچې په روانې اونۍ کې په لاهور او ملتان کې ریکارډونه مات کړي او د لسګونه ماشومانو په ګډون سلګونه ناروغان د ککړې هوا له کبله په روغتونونو کې بستري شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په پاکستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې شاوخوا ۱۲ سلنه مړینې د هوا د ککړتیا له امله وې.
د دې تر څنګ، په ځینو ځپل شویو سیمو کې ښوونځي د روانې نومبر میاشتې تر نیمایي پورې تړل شوي او په ټوله کې بیا په پنجاب کې د شاوخوا ۱۶ مېلیونو ماشومانو زدهکړې ګډوډې شوې دي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکینی وزیر جان اڅکزی وايي، چې په پاکستان کې وروستۍ ناامني په افغانستان کې د امریکا د ناسمو تګلارو له امله ده چې وسله والې ډلې یې واک ته و رسولې. هغه وايي، خلیلزاد اوس د پاکستان د پوځ په چارو کې لاسوهنه کوي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکیني وزیر جان اڅکزي په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او په کې وايي، چې په پاکستان کې وروستۍ ناامني په افغانستان کې د امریکا د ناسمو تګلارو له امله رامنځته شوې او په دې کې د ده په خبره لوی لاس د زلمي خلیلزاد دی.
زلمي خلیلزاد تر اوسه پورې د جان اڅکزي داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
اڅکزی ادعا کوي، د امریکا هغه تګلارې چې په ۲۰۲۱ کال کې زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره پلې کړې او وسله والې ډلې یې واک ته ورسولې له هغې وروسته په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې جګړې او ناامنۍ زور اخیستی.
هغه د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په اشارې وايي: «پاکستان کې اوس د بهرنۍ لاسوهنې امکان لږ دی، د پاکستان پالیسي جوړونکي د دغه هیواد په ګټو معامله نه کوي، امریکا چې ځواکمن هیواد هم دی، نه شي کولای موږ د خپلو ګټو لپاره وکاروي، هغه زلمی خلیلزاد یادوم چې افغانستان یې په بلا واړاوه اوس د پاکستان د پوځ په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.»
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکنی استازی زلمی خلیلزاد له څه مودې راهیسې په خپله ایکس پاڼه د پاکستان د پوځ پر مشر نیوکې کوي او هغه د پاکستان تحریک انصاف عاصګو مند د پخواني مشر عمران خان په «ناقانونه» بندي کېدو تورنوي.
جان اڅکزی وړاندې وايي، د دې په ځای چې پاکستان امریکا ته اړ وي، دا مهال امریکا پاکستان ته اړتیا لري: «پاکستان د جغرافیې له پلوه ارزښت لري او دا مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوه سنګر حیثیت لري، امریکا دې له موږ سره د دوستۍ اړیکي وپالي او د زلمي خلیلزاد غوندې کسان دې مهار کړي.»
زلمي خلیلزاد د لړم ۲۰ مه په کوټه کې د خونړي برید په غبرګون کې ویلي و چې: «د پاکستان پوځ دې د سیاست پر ځای د پاکستاني وګړو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي.»
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي و، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې خپله ټوله انرژي په سیاسي، عدلي او اقتصادي برخو کې لګولې ده.
خلیلزاد تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ د مشرانو د کاري مودې د غځولو په غبرګون کې ویلي و، چې د پاکستان د ملي شورا د دغه کار پایلې به د جنرال منیر د زیانمنونکو سیاستونو دوام وي

وال سټريت ژورنال ويلي، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی. والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارد کې دنده ترسره کړې او له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.
مایک والټز په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.
والټز د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د امریکا په حکومت کې یو پیاوړی چارواکی وي، چې په امریکا کې د ډېرو لوړ پوړو دولتي چارواکو برعکس د هغه ټاکل د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا نه لري.
د تېر کال په سلواغې میاشت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی و، هغه ویلي و چې طالبان د القاعدې او داعش په ځپلو کې بریالي شوي، چې ښاغلي والټز پرې نیوکه وکړه او ویې وویل: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناک او لویه تېروتنه ده.»
مایک والتز دا مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی او د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی دی.

۵۰ کلن مایک والټز خپلې پوځي او سیاسي تجربې په خپل یوه کتاب «جنګي ډیپلوماټ: له واشنګټن څخه تر افغانستان پورې د شین خولي سرتیري جګړې» کې خپرې کړې دي.
والټز له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې کوي او دغه بهیر یې «شرموونکی» بللی دی.
هغه د تیر کال په مئ میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته دا هم وویل چې طالبان د پخوانیو افغان سرتیرو وژلو او ځورولو ته دوام ورکوي.
دغه امریکايي چارواکي د تېر کال په وږي میاشت کې فاکس نیوز ته ویلي و چې په افغانستان کې القاعده د طالبانو د حکومت او د امریکا د تجهیزاتو په مرسته یو ځل بیا را ژوندۍ شوې او د «بن لادن خوب» یې پوره کړ.
مايک والټز زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راستانه شي.
