• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان محصلانو ته د بريتانیا «چيونینګ» تحصیلي بورسونه بېرته پیل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۶ GMT+۰

بريتانيا له څو میاشتني ځنډ وروسته د افغان محصلانو لپاره د چيونینګ تحصیلي بورسونو د غوښتنلیکونو لړۍ بېرته پیل کړه. چيونینګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: « موږ په خوښۍ اعلان کوو، چې د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ تحصیلي کال لپاره له افغانستان نه د چيونينګ تحصیلي بورسونو لپاره غوښتنلیکونه منو.»

د بريتانيا د «چیونینګ» تحصیلي بورسونو په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان لېواله کسان کولای شي د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۴مې نه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر دویمې پورې د بریتانیا په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ زده کړو لپاره غوښتنلیک ور کړي.

دغه بورسونه د روان کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د افغان محصلانو لپاره ځنډول شوي وو.

په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغان محصلانو لپاره د چيونینګ بورسونو پروسه اغېزمنه شوه.

که څه هم افغان محصلانو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل کې د بريتانيا په استازولۍ کې د دغو بورسونو کونسلي چارې پرمخ نه شوای وړلی، خو د چيونینګ بورسونو د ترلاسه کولو لپاره يې دا شونتیا درلوده، چې د رسمي پړاوونو لپاره ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران ته لاړ شي.

په ورته وخت کې دا بهیر د روان کال د وږي په میاشت کې ودرول شو.

د چیونینګ بورسونو یو شمېر افغان فارغ محصلانو له دې مخکې د بریتانیا حکومت ته لیکونه استولي وو او د افغانستان لپاره یې د دغې لړۍ د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

د چیونينګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، اوس محصلان کولای شي له افغانستان څخه هم د چیونينګ بورسونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

د چیونینګ پروسه، چې معمولا د بریتانیا د بهرنیو چارو او دولت ګډ دفتر له خوا تمویل کیږي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره محصلانو ته هر کال د بریتانیا په پوهنتونونو کې د زده کړو فرصت برابروي.

دا بورسونه په بشپړ ډول د زده کړو، ژوند او روغتیا بیمې لګښت تر پوښښ لاندې راولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده: طالبان دې د پاکستان د خلکو صبر نه ازمويي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري ناسته کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې پرېکنده ګامونه اخلي. نوموړې خبرداری ورکړ، چې طالبان دې د پاکستانیانو صبر نه ازمويي.

ممتاز زهرا بلوڅ د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د اسلام اباد دغه پرله پسې غوښتنې جدي ونیسي او دا ډاډ ورکړي چې ددغو جنګیالیو ډلو پر ضدګام اخستل کیږي.

نوموړې وویل، « د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې چې لاهم په افغانستان کې له میشتو ډلو متوجه دي، باید د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمویل شي»،

بلوڅ وویل چې نه یوازې پاکستان بلکې مسکو فرمټ او ګاونډیو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي چې ددغسې ډلو پر وړاندې لاس په کار شي او دا ډاډمنه کړي چې افغان خاوره د پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو خلاف نه کاریږي.

بلوڅ وویل چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی نن پاکستان ته سفر کوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره به خبرې اترې وکړي. د نوموړې په وینا، دواړې خواووې به په دغو خبرو اترو کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې د سولې او ټیکاو په وده کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې وکړي.

هغې له چین سره د ګډ امنیتي میکانیزم په تړاو رپوټونه پروپاګند وباله او ویې ویل چې رسنۍ باید ددغسې کیسو ترشا «انګیزې» درک کړي.

بلوڅ زیاته کړه، چې « د وسپنیزو وروڼو او ستراتیژیکو ملګرو په توګه پاکستان او چین د یوه او بل حاکمیت ته د درناوي په تړاو همکاري او خبرې اترې لري او دواړه هېوادونه دا توان لري چې دغو اړیکو ته زیان رسوونکې هڅې شنډې کړي».

له بريتانیا نه په افغانستان کې تر ۴ ميليونو پونډو ډېر ارزښت لرونکي زغروال موټر پاتې دي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۰

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال د بريتانيا له ځواکونو څخه تر څلور ميليونه پونډه زيات ارزښت لرونکي زغره وال ټویوټا موټر پاتې شوي دي. دغه موټر په کابل کې د بريتانيا سفارت، کابل نړیوال هوایي ډګر او «نو لیمن» په نوم تاسیساتو کې پرېښودل شوي.

د بي بي سي ۴ د یوه مستند له مخې، د کابل د سقوط په وروستيو ورځو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرمهال دغه موټر غير فعال شوي او پرېښودل شوي، خو دا نه دي ويل شوي، چې د موټرو کومې برخې له کاره لويدلې دي.

د دغو موټرو په توضیحاتو کې راغلي، چې دا د بهرنيو چارو وزارت، د دولت د مشترکاتو او پراختیا دفتر د شاخوا ۴ میليونه او ۱۰۶ زره پونډه ارزښت لرونکي وسایط وو.

۴۵ټویوټا موټر د هغو پراخو پوځي تجهیزاتو یوه برخه وه چې په افغانستان کې پرېښودل شوي او د بي بي سي ۴ پام یې ور اړولی دی.

مستند جوړوونکي د طالبانو يوه ويډيو کړې، چې دغه ډله هغه تجهیزات ترميموي او نندارې ته یې وړاندي کوي، چې له امریکا او بريتانیا نه له دوو لسيزو حضور وروسته د کابل هوايي ډګر کې پاتې شوي،

احمد فهیم، چې د عملیاتو د هوایي ځواک عسکر و ویلي، چې دوی د بشردوستانه مرستو پرمهال د خلکو د خوندي ایستلو ماموريت درلود او سرتېرو تر ډېره هڅه وکړه، چې پاتې ټول څه له منځه یوسي.

نوموړی زياتوي، چې له کابل څخه د بهرنیو ځواکونو په وروستيو شېبو کې هر څه ګډوډ او بيړني حالت کې وو.

هغه وايي، «موږ ته امر شوی و، چې د امکان تر حده ډېر خلک وباسو او هره ثانیه مهمه وه، زموږ شاوخوا ګواښمنه وه، موږ وخت نه درلود، چې د پاتې کېدونکو څیزونو په اړه اندېښنه وکړو.»

فهیم له هغه ځانمرګي بريد څخه يوازې ۲۰۰ متره لرې و، چې د هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو او ۱۳ امریکايي پوځيان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

هغه زياتوي: « د امریکا او بريتانیا ډېر تجهیزات پاتې شول ځکه موږ بايد پر ژوند ژغورنه تمرکز کړی وای.»

نوموړي دا هم ويلي: «کله چې د تخلیې بهیر خپلې لوړې کچې ته ورسید، په پوځي الوتکو کې ځای تنګ و، نو پوځيان اړ شول ډېر وسایل پریږدي».

د بهرنیو ځواکونو له لوري د یو شمېر وسایلو او سایطو له پرېښودو او ويجاړېدو وروسته طالبانو ډېرې الوتکې، ټانکونه، ګاډي او یو شمېر نور پوځي تجهیزات ترمیم کړي او دا مهال ترې ګټه اخلي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د خپلې واکمنۍ په لومړۍ کليزه کې یو شمېر وسایل او تجهيزات هم نندارې ته وړاندي کړي وو.

د جرمني لومړی وزیر نن پارلماني کمېټه کې د «افغان تخلیې» په اړه پوښتل کیږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۷ GMT+۰

داسې مهال چې د جرمني لومړی وزیر اولاف شولڅ واردمخه د باور رایو او تر وخت مخکې ټاکنو په خبرو کې بوخت دی، نن د پنجشنبې په ورځ به د بوندستاګ یا پارلمان "د افغانستان د څیړنو کمیټه" کې د شاهد په توګه وپوښتل شي.

شولڅ به په دې ناسته کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د راتګ پرمهال وضعیت په تړاو پوښتل کیږي چې ولې جرمنيانو په خپل وخت د افغان وګړو او د جرمني ځايي کارکوونکو د ايستلو لړۍ پیل نه کړه.

شولڅ دغه مهال د وخت د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په کابینه کې مرستیال او د مالیې فدرال وزیر و.

دغه کمېټه له افغانستان نه د جرمني د محلي افغان همکارانو د تخلیې په بهیر کې له پخوانیو چارواکو او هغو کسانو ګروېږنې کوي چې په دغه بهیر کې ښکیل وو.

د زرغون ګوند رییسې سارا ناني ډایچلنډ فونک ته وویل چې نوموړې به وپوښتي چې « ایا اولاف شولڅ له افغانستان سره لېوالتیا درلوده؟ او که لري یې نو ولې دوی په کمه کچه لیدلې».

په دې ناسته کې پخوانۍ دفاع وزیره هم پوښتل کیږي. د کمیټې غړي وايي، چې مېرمن کارن باویر په هغه وخت کې لومړۍ وزیرې ته نږدې وه او پوهېده چې په افغانستان کې څه تېریږي.

د کمیټې د غړو په باور، په همدې لامل نوموړې باید وپوښتل شي چې ولې یې په کابینه کې دې مسالې ته رسیده ګي ونه شوای کړای.

ټاکل شوې ددغه هېواد مخکینۍ لومړۍ وزیره انګیلا مېرکل د ډسمبر میاشتې پر پنځمه دې کمېټې ته وبلل شي.

دغه کمېټه به د خپلو څېړنو په لړ کې له افغانستان نه د جرمني ځواکونو د وتلو شرایط روښانه کړي.

د واکمن ګوند سیاستوال رالف سټیګنر، چې د څیړنو کمیټې مشري کوي، د چارشنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې کار به زر او په بریالیتوب سره بشپړ شي. هغه وویل، چې اوس له وخت مخکې ټاکنو ته اړتیا ده چې دا پروسه نوره هم چټکه شي.

ترکمنستان کې د طالبانو سفير په یوه نندارتون کې پر نوري فایبر پروژې خبرې کړې دي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۰

په ترکمنستان کې د طالبانو سفير د «ترکمنټل ۲۰۲۴» سرلیک لاندي د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او ډيجيتل اقتصاد په نړيوال نندارتون کې د «افغان ټلیکام او افغان بيسيم» له استازو سره د نوري فایبر پروژې پر تطبیق خبرې کړې دي.

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې طالب سفير فضل محمد صابر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه په دې نندارتون کې برخه اخستې.

په اعلاميه کې راغلي، چې فضل محمد صابر په نندارتون کې د «افغان ټيلیکام او افغان بيسم» له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مخابراتو او انټرنيټ په برخه کې د همکارۍ پر زياتېدو ټينګار کړی او د ډيجيټل اقتصاد نویو سیسټمونو اړوند یې هم خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دغه نندارتون د ترکمنستان په کوربه توب جوړ شوی و، چې د ۴۰ هيوادونو شاوخوا ۴۰۰ استازو برخه پکې اخستې وه.

په نندارتون کې هر هېواد ځان ته غرفې جوړي کړې وې او ګډونوالو ته یې معلومات وړاندې کول.

هند د پاکستان او طالبانو له ترېنګلو اړیکو «سوداګریزه» ګټه پورته کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۰

هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جنګیالیو د فعالیتونو پر سر له را ټوکېدلو اختلافونو نه سوداګریزه ګټه پورته کوي او غواړي افغان سوداګري د چابهار بندر پر لور لاړه شي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د رپوټ له مخې، د هند د ابزرور څیړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو بنسټ یو تن همکار کبیر تنیجا وايي، چې نوی ډیلی له ډېر وخت راهیسې هڅه کوي چابهار بندر د افغانستان د ځایناستي سوداګریزې لارې په توګه معرفي کړي.

هغه وايي، «چابهار بندر ددې پروژې د ډیزاین یوه برخه ده. دغه بندر دغه راز کابل ته د کراچۍ بندر یو بدیل په لاس ور کوي، چې افغانستان ترې له اوږده وخت راهیسې د اصلي بندر په توګه ګټه اخلي».

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تنیجا وايي چې «نوي ډیلي ته دا منطقي بریښي چې د چابهار بندر چارې تعقیب کړي».

تنیجا زیاتوي، « د طالبانو او پاکستان اړیکې د کرښې پر سر نښتو او په کابل کې د امنیتي او سیاسي اختلافونو له امله ترینګلې کیږي. تېر کال چابهار ته د ملابرادر سفر د هند پر لور ددې ډلې بدلون ښيي».

شنونکي په دې باور دي، چې نوی ډیلی د ستراتیژیکو اسانتیاوو رامنځته کولو له لارې غواړي د چین د یوې لارې او یو کمربند پروژې په اډانه کې پرګوادر بندر د افغانستان اتکا را کمه کړي.

د ماساچوست امهرسټ پوهنتون استاد شانتي دې سوزا وايي، د طالبانو حکومت د چابهار له لارې خپلې سوداګرۍ ته لېواله دی او غواړي پر پاکستان یې تکیه کمه شي او هند هم له منځنۍ اسیا سره د نښلېدو لپاره اړ دی چې له طالبانو سره مثبتې اړیکې وساتي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ د منځنۍ او سویلي اسیا ددفاع ، ستراتیژۍ او ډپلوماسۍ د برخې څیړونکی انتوني لیویسکویس وايي، هند به تر هغه له طالبانو سره اړیکې ساتي، چې له دې اړخه نوي ډیلي ته پېښ ګواښونه کم شي.

هندي چارواکي وايي، چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په هندي کشمیر کې د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر وسله والو ډلو عملیاتو کې امریکايي وسلې کارېدلې دي.

د لیویسکویس په باور، طالبانو ته د هند د ورنږدې کېدو بله موخه پاکستان ته دا ښودل دي چې طالبان غواړي د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې تنوع راولي.

هند په دې وروستیو کې ممبی کونسلګرۍ ته د طالبانو ور پېژندل شوی ډپلوماټ منلی او درې نور ډپلوماټان هم ور پېژندل شوي، چې یو پکې د طالبانو د قطر دفتر د رییس زوی دی.