د سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) ویلي، چې د سالنګ لویه لاره د درنې واورې او سخت توپان له امله تېره شپه له اتو بجو راهیسې د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.