• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني: د افغانستان له بد وضعیت څخه انکار به اوسنۍ حالت نور هم خراب کړي

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۵ GMT+۰

پخوانۍ ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو په لړۍ کې ویلي، چې د افغانستان له اوسني بد وضعیت څخه انکار به د حالاتو د لا خرابیدو سبب شي.

ښاغلی غني وایي: «ټولې نښې ښیي چې د افغانستان حالت جدي د یوې مناسبې حل لارې پرته به نور هم خراب شي.»

هغه وایي، چې په هغه ټولنه کې چې د اسلامي شریعت اساسي اصول لکه د ژوند، دین، ملکیت، او ټولنیز ژوند مصوونیت شتون نه لري، وضعیت نور هم کړکیچن کیږي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان په ټولنه کې د افراط او تفریط کچه په چټکۍ سره ډېریي او دغه کار د افغانانو په دیني زده کړو کې هېڅ ډول اساس نه لري ځکه یې ولس هم په حقه او مشروع نه بولي.

هغه په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدلو ته اشاره کوي او وایي، چې د طالبانو ادارې لا دمخه، په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د کډوالو په راتګ سره به په مرستو تکیه نوره ډیره شي.

غني زیاتوي، چې طالبان باید دا هیر نه کړي چې افغانستان نور د نړۍوالو د توجو مرکز نه دی.
هغه ویلي، چې په ورته وخت کې د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو ډیریدل به سیاسي بحران نور هم ژور او پیچلی کړي او بشپړ امنیتي بحران به رامنځته کړي.

خو اشرف غني د دې بحرانونو د حل لارې لپاره وایي، چې د اوضاع جدیت باید درک شي.

ښاغلی غني وایي، د ملي او نړۍوال مشروعیت له پاره داسې اجماع ته اړتیا ده چې په هغه کې د ملت ډېره برخه شتون ولري.

هغه وايي: "د اوسني بحرانونو اداره کولو او د راتلونکي بحرانونو مخنیوي لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي، هغه څه چې د ظرفیتونو، منابعو او کورنیو پانګونو انسجام ته اړتیا لري تر څو یې د پلي کولو زمینه برابره شي."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په فاریاب ولایت کې یې یو طالب وژلی

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې ځواکونو یې د پنجشنبې پر ماښام (د لړم ۲۴مه) د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د مخدره توکو سره د مبارزې پر مدیریت برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خپرې کړې اعلامیه کې کاږلي، چې په دې عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

د ایران عدلیې وزیر: د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان وایي، چې د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.

ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې کړي.

جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه کاږلي، چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.

همدا راز، جلالیان له امیرخان متقي سره په ناسته کې ویلي و، چې یران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.

د خلیل الرحمن حقاني او امیر خان متقي په ګډون له ایراني پلاوي سره د یو شمېر نورو طالب چارواکو لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو او افغانانو د وژل کېدو په تړاو لا هم طالبانو د خپلو موندنو ورستي جزییات نه دي په ډاګه کړي.

متقي یو ځل بیا په ایران کې د افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه چلند غوښتنه وکړه

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د عدلیې وزارت مرستیال سره په لیدنه کې، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه چلند او حوصله مندۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حفیظ ضیاء احمد د پنجشنبې په ورځ پر اېکس خپره کړي اعلامیه کې ویلي، چې مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وزیر دوکتور عسکر جلالیان او مل پلاوي سره په ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په ایران کې د کډوالواو بندیانو، اقتصادي او تجارتي همکاریو او سیمه ییزو سیاسي همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي.

ضیاء احمد لیکلي، چې متقي د څلورو لسیزو راهیسې د کډوالو د کوربه توب په تړاو له ایران څخه مننه کړې او ترې یې غوښتي چې د افغان کډوالو سره دې له ښه چلند او حوصله مندۍ کار واخلي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو طالبان له خورا نرم دریځ څخه کار اخلي او تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.

همدا راز، متقي ویلي، چې د افغان بندیانو د تبادلې په ټړاو د ایران سره ګډ کار کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د ایران د عدلیې مرستیال وزیر څخه د همکاری غوښتنه کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې جلالیان په افغانستان کې "د وروستیو پرمختګونو او ثبات" په اړه خوشالي څرګنده کړه او وې ویل: «ایران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.»

تر دې مخکې د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالو چارو د مرستیال له قوله خبر ورکړی و، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه بندیان افغان وکړي، افغانستان ته استوي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.

یو بشري سازمان په افغانستان کې له زیانمنو کورنیو سره تر یو میلیون ډالرو زیاته مرسته کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

طالبانو د اکشن ایډ په نوم د بشري مرستو یو سازمان سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې کابل، بامیان او غور ولایتونو کې له دوه زره ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې کیږي.

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې دغه نړیوال سازمان به په کابل کې له زرو او په غور او بامیان کې له یو زرو ۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.

د طالبانو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۴ مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوو تفاهم لیکونو په لاسلیکولو سره، ایکشن اېډ موسسې ژمنه وکړه، چې په کابل، غور او بامیان کې له زیانمنو شویو کورنیو سره د یو ميليون او ۱۳۱ زره او ۴۶۶ ډالرو په ارزښت مرسته کوي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې اکشن ايډ هوډ لري، چې د ژمي د موسم له رارسېدو سره په بګرامي ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ نورو زیانمنو شویو کورنیو نغدي مرستې وویشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې به د ژمي په موسم کې د زیانمنو شویو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شي.

د اکشن ایډ اداره یوه نا دولتي خیریه موسسه ده، چې له څلویښتو څخه زیاتو هیوادونو کې بشري فعالیتونه او مرستې کوي.

دغه بنسټ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

افغان ۱۹ کلن سبا له پاکستان سره د کرکټ په درې اړخیزو سياليو کې لوبيږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا د جمعې په ورځ ( د لړم ۲۵ مه) په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخيزه سياليو لومړۍ لوبه د پاکستان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره تر سره کړي. دغه سيالي به د افغانستان پر وخت د سهار پر لس بجې پیل شي.

افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې محبوب تسکین (کپتان)، عزیز خان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخیل، حمزه علي خیل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نظیر معروف اعلان کړي.

روح الله عرب، وحيد ځدراڼ او سلمان خان يې د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې دي.

په دې سیالیو کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه لري.

د کرېکټ دغه درې اړخیزه سيالۍ سبا جمعه پیل کیږي او د ليندې مياشتي تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د افغانستان لوبې پر لاندې نېټو تر سره کيږي:

افغانستان – پاکستان (جمعه، ۲۵ لړم،۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – پاکستان (چارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (یکشنبه، ۴ ليندې، ۱۴۰۳)

د دې سياليو وروستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ پر ۶ مه) د هغو دوو لوبډلو ترمنځ تر سره شي، چې ډېرې نومرې ولري.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لا له وړاندې دې سياليو ته تمرينات کړي او تیاری يې ورته نیولی.

له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.