• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ۱۹ کلن سبا له پاکستان سره د کرکټ په درې اړخیزو سياليو کې لوبيږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا د جمعې په ورځ ( د لړم ۲۵ مه) په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخيزه سياليو لومړۍ لوبه د پاکستان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره تر سره کړي. دغه سيالي به د افغانستان پر وخت د سهار پر لس بجې پیل شي.

افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې محبوب تسکین (کپتان)، عزیز خان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخیل، حمزه علي خیل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نظیر معروف اعلان کړي.

روح الله عرب، وحيد ځدراڼ او سلمان خان يې د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې دي.

په دې سیالیو کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه لري.

د کرېکټ دغه درې اړخیزه سيالۍ سبا جمعه پیل کیږي او د ليندې مياشتي تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د افغانستان لوبې پر لاندې نېټو تر سره کيږي:

افغانستان – پاکستان (جمعه، ۲۵ لړم،۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – پاکستان (چارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (یکشنبه، ۴ ليندې، ۱۴۰۳)

د دې سياليو وروستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ پر ۶ مه) د هغو دوو لوبډلو ترمنځ تر سره شي، چې ډېرې نومرې ولري.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لا له وړاندې دې سياليو ته تمرينات کړي او تیاری يې ورته نیولی.

له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې امر بالمعروف خلک په زور په غونډو کې ګډون ته اړ باسي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۰

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ژېړۍ، ميوند، شاولي کوټ، خاکرېز او بولدک ولسواليو کې د امربالمعروف محتسبان خلک او ځوانان په زور اړ باسي، چې د دوی په غونډو کې برخه واخلي. سرچينې وايي، طالبان د ځوانانو د ټلیفون محرم انځورونه، ويډيوګانې او ډېټا ګوري.

سرچينو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امربالمعروف کارکوونکي په اونۍ کې درې ورځې د ولسواليو په جوماتونو کې خلکو ته د «خپل نوي قانون د پلیتابه او نصیحت» په نوم ناستې جوړ وي او له خلکو په جبري ډول په دغو غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وويل، چې په دې ناستو کې خلکو ته په «شریعت د ظاهري بڼې جوړولو، موسيقي نه اورېدو، او د طالبانو د اطاعت او همکارۍ» سپارښتنې کیږي.

د احمدالله په نوم د خاکريز ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي، چې د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو زياتې خبرې او سپارښتنې له «عقدو او پيغورونو» ډکې وي.

نوموړی زياتوي: « طالبان په جوماتونو کې پیغورونه راکوي، چې مسلمانان شئ، ځانونه پر شریعت برابر کړئ، لمونځ پر وخت کوئ او زموږ لارښوونې ومنئ.»

د همدې ولسواليو یو شمېر کسان د طالبانو د همدې ډلې له خوا د ټلیفونونو د شخصي ډېټا له کتلو او سخت چلنده هم شکایت کوي.

دوی وايي، « کله چې طالبان د ځوانانو یوه ډله وويني ټلیفونونه یې ګوري. کله چې سندرې او ويډيوګانې په ټیلیفون کې پيدا کړي د یوې ورځي لپاره هغه کس بندي کوي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد واک ته د رسېدو په لومړيو مياشتو کې ويلي و، چې هيڅوک حق نه لري د چا شخصي ټیلیفونونه او محرم شیان وپلټي.

د همدې اونۍ د سې شنبې په ورځ د طالبانو د امربالمعروف، اطلاعاتو فرهنګ، استخباراتو او مخابراتو وزارتونو استازو، د سویلي حوزې پنځو واليانو او ګڼو طالب مسوولانو په کندهار کې د يوې غونډي پرمهال د «امربالمعروف د نوي قانون» د ښې پلیتابه په موخه غونډه تر سره کړه.

په غونډه کې ټينګار شوی، چې ټول بايد همدا قانون او شریعت پر ځان او خلکو پلی کړي.

افغان محصلانو ته د بريتانیا «چيونینګ» تحصیلي بورسونه بېرته پیل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

بريتانيا له څو میاشتني ځنډ وروسته د افغان محصلانو لپاره د چيونینګ تحصیلي بورسونو د غوښتنلیکونو لړۍ بېرته پیل کړه. چيونینګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: « موږ په خوښۍ اعلان کوو، چې د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ تحصیلي کال لپاره له افغانستان نه د چيونينګ تحصیلي بورسونو لپاره غوښتنلیکونه منو.»

د بريتانيا د «چیونینګ» تحصیلي بورسونو په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان لېواله کسان کولای شي د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۴مې نه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر دویمې پورې د بریتانیا په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ زده کړو لپاره غوښتنلیک ور کړي.

دغه بورسونه د روان کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د افغان محصلانو لپاره ځنډول شوي وو.

په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغان محصلانو لپاره د چيونینګ بورسونو پروسه اغېزمنه شوه.

که څه هم افغان محصلانو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل کې د بريتانيا په استازولۍ کې د دغو بورسونو کونسلي چارې پرمخ نه شوای وړلی، خو د چيونینګ بورسونو د ترلاسه کولو لپاره يې دا شونتیا درلوده، چې د رسمي پړاوونو لپاره ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران ته لاړ شي.

په ورته وخت کې دا بهیر د روان کال د وږي په میاشت کې ودرول شو.

د چیونینګ بورسونو یو شمېر افغان فارغ محصلانو له دې مخکې د بریتانیا حکومت ته لیکونه استولي وو او د افغانستان لپاره یې د دغې لړۍ د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

د چیونينګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، اوس محصلان کولای شي له افغانستان څخه هم د چیونينګ بورسونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

د چیونینګ پروسه، چې معمولا د بریتانیا د بهرنیو چارو او دولت ګډ دفتر له خوا تمویل کیږي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره محصلانو ته هر کال د بریتانیا په پوهنتونونو کې د زده کړو فرصت برابروي.

دا بورسونه په بشپړ ډول د زده کړو، ژوند او روغتیا بیمې لګښت تر پوښښ لاندې راولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده: طالبان دې د پاکستان د خلکو صبر نه ازمويي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري ناسته کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې پرېکنده ګامونه اخلي. نوموړې خبرداری ورکړ، چې طالبان دې د پاکستانیانو صبر نه ازمويي.

ممتاز زهرا بلوڅ د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د اسلام اباد دغه پرله پسې غوښتنې جدي ونیسي او دا ډاډ ورکړي چې ددغو جنګیالیو ډلو پر ضدګام اخستل کیږي.

نوموړې وویل، « د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې چې لاهم په افغانستان کې له میشتو ډلو متوجه دي، باید د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمویل شي»،

بلوڅ وویل چې نه یوازې پاکستان بلکې مسکو فرمټ او ګاونډیو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي چې ددغسې ډلو پر وړاندې لاس په کار شي او دا ډاډمنه کړي چې افغان خاوره د پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو خلاف نه کاریږي.

بلوڅ وویل چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی نن پاکستان ته سفر کوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره به خبرې اترې وکړي. د نوموړې په وینا، دواړې خواووې به په دغو خبرو اترو کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې د سولې او ټیکاو په وده کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې وکړي.

هغې له چین سره د ګډ امنیتي میکانیزم په تړاو رپوټونه پروپاګند وباله او ویې ویل چې رسنۍ باید ددغسې کیسو ترشا «انګیزې» درک کړي.

بلوڅ زیاته کړه، چې « د وسپنیزو وروڼو او ستراتیژیکو ملګرو په توګه پاکستان او چین د یوه او بل حاکمیت ته د درناوي په تړاو همکاري او خبرې اترې لري او دواړه هېوادونه دا توان لري چې دغو اړیکو ته زیان رسوونکې هڅې شنډې کړي».

له بريتانیا نه په افغانستان کې تر ۴ ميليونو پونډو ډېر ارزښت لرونکي زغروال موټر پاتې دي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۰

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال د بريتانيا له ځواکونو څخه تر څلور ميليونه پونډه زيات ارزښت لرونکي زغره وال ټویوټا موټر پاتې شوي دي. دغه موټر په کابل کې د بريتانيا سفارت، کابل نړیوال هوایي ډګر او «نو لیمن» په نوم تاسیساتو کې پرېښودل شوي.

د بي بي سي ۴ د یوه مستند له مخې، د کابل د سقوط په وروستيو ورځو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرمهال دغه موټر غير فعال شوي او پرېښودل شوي، خو دا نه دي ويل شوي، چې د موټرو کومې برخې له کاره لويدلې دي.

د دغو موټرو په توضیحاتو کې راغلي، چې دا د بهرنيو چارو وزارت، د دولت د مشترکاتو او پراختیا دفتر د شاخوا ۴ میليونه او ۱۰۶ زره پونډه ارزښت لرونکي وسایط وو.

۴۵ټویوټا موټر د هغو پراخو پوځي تجهیزاتو یوه برخه وه چې په افغانستان کې پرېښودل شوي او د بي بي سي ۴ پام یې ور اړولی دی.

مستند جوړوونکي د طالبانو يوه ويډيو کړې، چې دغه ډله هغه تجهیزات ترميموي او نندارې ته یې وړاندي کوي، چې له امریکا او بريتانیا نه له دوو لسيزو حضور وروسته د کابل هوايي ډګر کې پاتې شوي،

احمد فهیم، چې د عملیاتو د هوایي ځواک عسکر و ویلي، چې دوی د بشردوستانه مرستو پرمهال د خلکو د خوندي ایستلو ماموريت درلود او سرتېرو تر ډېره هڅه وکړه، چې پاتې ټول څه له منځه یوسي.

نوموړی زياتوي، چې له کابل څخه د بهرنیو ځواکونو په وروستيو شېبو کې هر څه ګډوډ او بيړني حالت کې وو.

هغه وايي، «موږ ته امر شوی و، چې د امکان تر حده ډېر خلک وباسو او هره ثانیه مهمه وه، زموږ شاوخوا ګواښمنه وه، موږ وخت نه درلود، چې د پاتې کېدونکو څیزونو په اړه اندېښنه وکړو.»

فهیم له هغه ځانمرګي بريد څخه يوازې ۲۰۰ متره لرې و، چې د هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو او ۱۳ امریکايي پوځيان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

هغه زياتوي: « د امریکا او بريتانیا ډېر تجهیزات پاتې شول ځکه موږ بايد پر ژوند ژغورنه تمرکز کړی وای.»

نوموړي دا هم ويلي: «کله چې د تخلیې بهیر خپلې لوړې کچې ته ورسید، په پوځي الوتکو کې ځای تنګ و، نو پوځيان اړ شول ډېر وسایل پریږدي».

د بهرنیو ځواکونو له لوري د یو شمېر وسایلو او سایطو له پرېښودو او ويجاړېدو وروسته طالبانو ډېرې الوتکې، ټانکونه، ګاډي او یو شمېر نور پوځي تجهیزات ترمیم کړي او دا مهال ترې ګټه اخلي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د خپلې واکمنۍ په لومړۍ کليزه کې یو شمېر وسایل او تجهيزات هم نندارې ته وړاندي کړي وو.

د جرمني لومړی وزیر نن پارلماني کمېټه کې د «افغان تخلیې» په اړه پوښتل کیږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۷ GMT+۰

داسې مهال چې د جرمني لومړی وزیر اولاف شولڅ واردمخه د باور رایو او تر وخت مخکې ټاکنو په خبرو کې بوخت دی، نن د پنجشنبې په ورځ به د بوندستاګ یا پارلمان "د افغانستان د څیړنو کمیټه" کې د شاهد په توګه وپوښتل شي.

شولڅ به په دې ناسته کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د راتګ پرمهال وضعیت په تړاو پوښتل کیږي چې ولې جرمنيانو په خپل وخت د افغان وګړو او د جرمني ځايي کارکوونکو د ايستلو لړۍ پیل نه کړه.

شولڅ دغه مهال د وخت د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په کابینه کې مرستیال او د مالیې فدرال وزیر و.

دغه کمېټه له افغانستان نه د جرمني د محلي افغان همکارانو د تخلیې په بهیر کې له پخوانیو چارواکو او هغو کسانو ګروېږنې کوي چې په دغه بهیر کې ښکیل وو.

د زرغون ګوند رییسې سارا ناني ډایچلنډ فونک ته وویل چې نوموړې به وپوښتي چې « ایا اولاف شولڅ له افغانستان سره لېوالتیا درلوده؟ او که لري یې نو ولې دوی په کمه کچه لیدلې».

په دې ناسته کې پخوانۍ دفاع وزیره هم پوښتل کیږي. د کمیټې غړي وايي، چې مېرمن کارن باویر په هغه وخت کې لومړۍ وزیرې ته نږدې وه او پوهېده چې په افغانستان کې څه تېریږي.

د کمیټې د غړو په باور، په همدې لامل نوموړې باید وپوښتل شي چې ولې یې په کابینه کې دې مسالې ته رسیده ګي ونه شوای کړای.

ټاکل شوې ددغه هېواد مخکینۍ لومړۍ وزیره انګیلا مېرکل د ډسمبر میاشتې پر پنځمه دې کمېټې ته وبلل شي.

دغه کمېټه به د خپلو څېړنو په لړ کې له افغانستان نه د جرمني ځواکونو د وتلو شرایط روښانه کړي.

د واکمن ګوند سیاستوال رالف سټیګنر، چې د څیړنو کمیټې مشري کوي، د چارشنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې کار به زر او په بریالیتوب سره بشپړ شي. هغه وویل، چې اوس له وخت مخکې ټاکنو ته اړتیا ده چې دا پروسه نوره هم چټکه شي.