د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د نېپال پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د یوې درې اړخیزې سیالۍ په لړ کې نن د نېپال پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.